Proverbs 17

۱د سکون سره سپوره روټۍ بهتره ده د هغې کور نه چې په کښې ښۀ خوراکونه د لانجو سره وى. ۲يو هوښيار نوکر به د مالِک په شرمېدلى زوئ باندې حُکم چلوى، او په ميراث کښې به ورته حِصه هم لکه د يو ورور په شان مِلاو شى. ۳سرۀ زر او سپين زر په اور […]

Proverbs 16

۱انسان په خپل زړۀ کښې منصوبې جوړوى، خو د هغوئ فېصلې مالِک خُدائ کوى. ۲د انسان په نظر کښې د هغۀ ټولې لارې هغۀ ته پاکې ښکارى، خو مالِک خُدائ د هغۀ نيت آزمائى. ۳هر يو کار چې تۀ کوې هغه مالِک خُدائ ته سپاره، نو ستا منصوبې به کاميابې شى. ۴مالِک خُدائ هر څۀ […]

Proverbs 15

۱نرم جواب غصه سړوى، خو سخته خبره غصه لمبه کوى. ۲د هوښيارانو ژبه عِلم خوندور کوى، خو د بې‌وقوفه خولۀ د کم عقلتوب سرچينه ده. ۳د مالِک خُدائ سترګې هر چرته موجودې دى، هغه ښۀ او بد دواړو باندې نظر ساتى. ۴نرمه ژبه د ژوندون ونه ده، خو ټګماره ژبه روح ماتوى. ۵کم عقل د […]

Proverbs 14

۱هوښياره ښځه خپل کور آبادوى، خو کم عقله ښځه يې په خپلو لاسونو ورانوى. ۲څوک چې په نېغه لار ځى هغه د مالِک خُدائ نه يريږى، خو چې څوک په غلطه لار ځى هغه يې سپک ګڼى. ۳د کم عقل د خبرو نه يو ډنډا جوړه شى چې هغه وهى، خو د هوښيارانو خبرې هغوئ […]

Proverbs 13

۱هوښيار زوئ د خپل پلار تربيت قبلوى، خو يو جاهله انسان ملامتيا ته غوږ نۀ نيسى. ۲ښۀ انسان د خپلې خولې د مېوې نه د ښۀ څيزونو خوند اخلى، خو د غدارانو زړونه د ظلم کولو خواهش کوى. ۳څوک چې خپله ژبه په قابو کښې ساتى نو هغه خپل ژوند بچ کوى، خو چې څوک […]

Proverbs 12

۱څوک چې اصلاح سره مينه لرى هغه د پوهې سره مينه لرى، خو چې څوک اصلاح نه نفرت کوى هغه کم عقل دے. ۲مالِک خُدائ د ښۀ سړى نه خوشحاله وى، خو مالِک خُدائ هغه کسان رد کوى چې د بدو منصوبې جوړوى. ۳انسان د بدعملۍ په ذريعه قائم نۀ شى جوړېدے، خو د صادقانو […]

Proverbs 11

۱مالِک خُدائ د تلې د غلط استعمال نه نفرت کوى، خو هغه په صحيح ناپ تول خوشحاليږى. ۲کله چې په انسان کښې غرور راشى نو په هغۀ رسوائى راشى، خو د عاجزۍ سره حِکمت راځى. ۳د صادقانو ايماندارى د هغوئ لارښودنه کوى، خو بې‌ايمانه په خپلې بې‌ايمانۍ تباه دى. ۴د عدالت په ورځ به مال […]

Proverbs 10

د حضرت سليمان متلونه ۱دا د سليمان متلونه دى، يو هوښيار زوئ خپل پلار له خوشحالى ورکوى، خو کم عقل زوئ خپلې مور له غم ورکوى. ۲د حرام مال دولت هيڅ اهميت نشته، خو صداقت د مرګ نه خلاصون ورکوى. ۳مالِک خُدائ صادق اوږى کېدو ته نۀ پرېږدى، خو د بدکارانو ارمان رد کوى. ۴ناراسته […]

Proverbs 9

د کم عقلو دپاره د پوهې دعوت ۱پوهې خپل کور جوړ کړے دے، او خپل ځان دپاره يې اووۀ ستنې تراشلې دى. ۲هغې خپله غوښه تياره کړې ده او مے يې يو ځائ کړى دى، او دسترخوان يې هم خور کړے دے. ۳هغې خپله وينځه ورولېږله او هغه د ښار د اوچتو ځايونو نه آوازونه […]

Proverbs 8

د پوهې آواز ۱غوږ شئ. ولې پوهه آوازونه نۀ کوى څۀ؟ پوهې خپل آواز نۀ دے پورته کړے څۀ؟ ۲هغه په اوچتو ځايونو د لارې په خوا کښې، او چرته چې لارې په خپلو کښې ملاويږى ولاړه وى. ۳هغه ښار ته د ننوتو او راوتو دروازو په خوا کښې ولاړه وى او په زوره چغې […]