Proverbs 27

۱د سبا په حقله لافې مۀ کوئ، ځکه چې چا ته هم پته نشته چې سبا به څۀ کيږى. ۲دا به ښۀ وى چې نور خلق ستا صِفت وکړى، نه چې تۀ په خپله د خپل ځان صِفت کوې، او دا به ښۀ وى چې نابلده خلق ستا ښۀ ووائى نه چې تۀ په خپله. […]

Proverbs 26

۱لکه څنګه چې په اوړى کښې واوره يا د لو په موسم کښې باران نامناسب وى، دغه شان د کم عقل انسان عزت کول هم دومره نامناسبه وى. ۲لکه څنګه چې چڼچڼه اخوا ديخوا الوځى او يا چې طوطاګرکے چکرې وهى او په ځائ نۀ کښېنى، دغه شان نامناسبه ښيرا کول د چا په سر […]

Proverbs 25

د حضرت سليمان نور متلونه ۱دا د سليمان نور متلونه دى، کوم چې د حزقياه کاتبانو د يهوداه بادشاه راجمع کړى دى. ۲دا د خُدائ پاک شان دے چې يوه معامله په راز کښې ساتى، خو د يوې مسئلې ښکاره کول د بادشاه عزت څرګندوى. ۳څومره چې آسمانونه اوچت او زمکه ژوره ده، هم دغه […]

Proverbs 24

نولسم نصيحت ۱د بدکارانو سره حسد مۀ کوه او د هغوئ د دوستانې آرزو مۀ کوه ۲ځکه چې هغوئ په زړۀ کښې د شر او فساد منصوبې جوړوى، او د هغوئ خبرې تل مصيبت جوړوى. شلم نصيحت ۳يو کور په حِکمت سره جوړيږى، او د پوهې په وجه هغه قائم پاتې کيږى. ۴د عِلم په […]

Proverbs 23

شپږم نصيحت ۱کله چې تۀ يو حاکِم سره روټۍ خوړلو ته کښېنې، نو دا په ذهن کښې راوله چې ستا وړاندې څۀ دى. ۲په خپله مرۍ چاړۀ کېږده کۀ تۀ زيات خوړونکے يې. ۳د هغۀ د مزېدار خوراک ډېر خواهش مۀ کوه، ځکه چې دا دوکه ورکوونکے خوراک دے. اوؤم نصيحت ۴خپل ځان په مالداره […]

Proverbs 22

۱نېک نامى د ډېر مال دولت نه غوره ده، عزت د سرو او سپينو زرو نه بهتر دے. ۲مالداره او غريب دواړه يو شان دى، مالِک خُدائ د دواړو خالق دے. ۳هوښيار سړے چې خطره ووينى نو خپل ځان ترېنه ساتى، خو ساده سړے پرې وردانګى او بيا مصيبت کښې راګېر شى. ۴عاجزى او د […]

Proverbs 21

۱د بادشاه زړۀ د مالِک خُدائ په لاس کښې دے، کوم ځائ چې د دۀ خوښه وى هلته يې لکه د نِهرونو د اوبو غوندې بوځى. ۲هر سړى ته خپلې ټولې لارې په خپل نظر کښې صحيح ښکارى، خو مالِک خُدائ د زړُونو جاج اخلى. ۳صداقت او اِنصاف کول مالِک خُدائ دا د قربانۍ نه […]

Proverbs 20

۱مے انسان نه مسخره کوونکے جوړوى او د شراب څښل د شر او فساد جرړه ده، هر هغه څوک چې په دې راواوړى نو هغه هوښيار نۀ دے. ۲د بادشاه غصه لکه د زمرى د غړمبېدو په شان وى، هر هغه څوک چې دے غصه کړى نو خپل ژوند په خطره کښې اچوى. ۳د جنګ […]

Proverbs 19

۱دا بهتره ده چې يو سړے غريب وى او په ايماندارۍ سره ژوند تېروى، د هغه چا نه چې دروغژن او کم عقل وى. ۲د عِلم نه بغېر جذبات څرګندول ښۀ نۀ دى، او بې‌صبرى لار خطا کوى. ۳د انسان کم عقلتوب د هغۀ ژوند تباه کوى، او بيا د هغۀ تريخوالے د مالِک خُدائ […]

Proverbs 18

۱بې‌خونده کس هر څۀ د خپلې خوښې په مطابق کوى، او د هرې صحيح فېصلې مخالفت کوى. ۲کم عقل د پوهې نه خوند نۀ شى اخستے، خو هغه په خپلو نظريو څرګندولو خوشحاليږى. ۳کله چې بدکارى راشى نو رسوائى هم راځى، او د شرم سره سپکوالے راځى. ۴د انسان د خولې خبرې لکه ژورې اوبۀ […]