Ecclesiastes 6

۱په مخ د زمکې ما يوه بله خرابه خبره ليدلې ده او دا په انسان باندې يو دروند بوج دے. ۲دا د هغه کس خبره ده چا له چې خُدائ پاک مال دولت، عزت او جائيداد ورکړى او هغه هر څۀ ورکړى چې د هغۀ زړۀ يې غواړى، خو خُدائ پاک يې د دې په […]

Ecclesiastes 5

هوښيارې خبرې کول ۱کله چې تۀ د خُدائ پاک کور ته ځې نو چې څۀ کوې هغه ډېر خيال سره کوه. د اورېدلو دپاره د خُدائ پاک حضور ته تلل بهتر دى د کم عقلانو په شان د قربانو پېش کولو نه، خُدائ پاک ته بې‌سوچه نذرانې پېش کول بدعملى ده. ۲د خُدائ پاک په […]

Ecclesiastes 4

۱ما يو ځل بيا نظر واچولو او هغه ټول ظلم مې وليدو کوم چې په مخ د زمکې کيږى. ګوره د مظلومانو وښکې څاڅى خو د تسلۍ ورکولو والا هيڅوک نۀ وى. ظالمان ډېر زورَور دى او مظلومان ډېر بې‌وسه دى. ۲نو ما هغه خلق بختور وګڼل کوم چې مړۀ شوى دى، د هغه خلقو […]

Ecclesiastes 3

د هر څيز دپاره خپل وخت مقرر دے ۱د هر څيز خپل وخت وى، د هر کار دپاره په مخ د زمکې وخت مقرر وى. ۲د پېدايښت او مرګ دپاره وخت مقرر وى، د فصل کَرلو او د رېبلو دپاره وخت مقرر وى، ۳د مړ کولو او روغولو دپاره وخت مقرر وى، د راغورزولو او […]

Ecclesiastes 2

د دُنيا خوشحالى بې‌معنې ده ۱ما خپل زړۀ کښې ووئيل چې، ”عېش عشرت به وکړم او ښۀ مزې به وکړم،“ خو پته راته ولګېده چې دا هم بې‌معنې دى. ۲نو ما ووئيل چې، ”خندا کم عقلتوب دے او عېش عشرت چا له څۀ ورکوى؟“ ۳د ډېر سوچ نه پس ما فېصله وکړه چې د ميو […]

Ecclesiastes 1

د ژوند مقصد ۱دا د معلِم خبرې دى، چې د داؤد زوئ وو او د يروشلم بادشاه وو. ۲هغه معلِم فرمائى، ژوند يو غټ راز دے، او زمونږ پوهه د دې په حقله ډېره محدوده ده. ۳په مخ د زمکې خلق دومره خوارى کوى نو د دې نه دوئ تۀ فائده څۀ ده؟ ۴پيړۍ په […]

Proverbs 31

د بادشاه دپاره نصيحت ۱دا هغه پېغام دے چې لمو‌اېل بادشاه ته خپلې مور تعليم ورکړے وو. ۲اے زما زويه، اے زما د تن نه په نذرانو او منښتو پېدا شوى زويه، ۳خپل د ځوانۍ طاقت دې په ښځو مۀ ختموه او خپل مال په هغوئ مۀ خرچ کوه، ښځو بادشاهان تباه کړى دى. ۴اے […]

Proverbs 30

د اجور نصيحتونه ۱د ياقه د زوئ اجور پېغام چې د خُدائ کلام دے. دې سړى پېغام ورکړو ايتى‌اېل ته او ايتى‌اېل اوکال ته. ۲بې‌شکه چې زۀ په ټولو انسانانو کښې بې‌وقوفه يم، ما کښې د انسان په شان عقل نشته. ۳ما عقل او حِکمت نۀ دے زده کړے، او نۀ ما ته د مقدس […]

Proverbs 29

۱څوک چې د ډيرې رټنې باوجود بيا هم په خپل ضد قائم وى، نو هغه به ناګهانه تباه شى او هيڅ علاج به يې نۀ وى. ۲کله چې صادقان حکومت کوى، نو خلق خوشحالى کوى، خو هر کله چې بدکاره حکومت کوى، نو خلق فرياد کوى. ۳کوم انسان چې د حِکمت سره مينه کوى نو […]

Proverbs 28

۱بدکاران هيڅ بې‌هيڅه تښتى کۀ څۀ هم څوک ورپسې نۀ وى، خو صادقان لکه د زمرو په شان ډاډه وى. ۲هرکله چې يو مُلک باغى وى، نو د هغه مُلک ډېر حاکمان وى، خو پوهه او هوښيار انسان د مُلک نظام برقرار ساتى. ۳کوم مشر چې په غريبانانو باندې ظلم کوى د هغه تېز باران […]