Song of Songs 4

محبوب ۱اے محبوبې، تۀ څومره ښائسته ينه. تۀ څومره نازنينه ينه. د نقاب نه شاته ستا سترګې ګوګوشتکې دينه. ستا زلفى وَل وَل لکه د چېلو د رمو په شان دينه، چې د جِلعاد د غرۀ نه لاندې راکوزيږينه. ۲ستا غاښونه د سپينو ګډو په شان دينه، چې تازه ترې نه وړۍ اخوا شوې وينه، […]

Song of Songs 3

۱ټوله شپه کله چې زۀ په خپل کټ کښې پرته ومه، د چا سره چې زۀ مينه کوم ما د هغۀ لټون وکړونه، خو هغه رانۀ غلونه. ۲خو بيا ما خپل ځان ته ووئيل، زۀ به پاڅېږمه او ټول ښار به ولټومه، د هغه چا پسې به په چوکونو او سړکونو کښې وګرځېږمه چا سره […]

Song of Songs 2

۱زۀ لکه د شارون د ګلاب په شان يمه، او په پټو کښې د لاله د ګل په شان يمه. محبوب ۲لکه چې په ازغو کښې د لاله ګل وينه، زما محبوبه د پېغلو په مينځ کښې داسې وينه. محبوبه ۳لکه د سيب د ونې په شان په ځنګل کښې زما جانان د نورو زلمو […]

Song of Songs 1

اول سرود ۱د حضرت سليمان خواږۀ سرودونه. محبوبه ۲بيا بيا مې په خپلو شونډو سره ښُکل کړه، ځکه چې ستا مينه د ميو نه زياته مزه کړينه. ۳ستا د عطرو خوشبوئى څومره ښُکلې ده، ستا نوم لکه د هغې د خوشبو په شان ده. نو ځکه ټولې پېغلې په تا مئينې دينه ۴زر شه، ما […]

Ecclesiastes 12

۱هم په ځوانۍ کښې خپل خالِق ياد ساته، د هغې نه مخکښې چې د مصيبت ورځې راشى، او هغه کلونه راشى او تۀ پکښې ووائې چې، ”د ژوند هيڅ مزه نشته.“ ۲هغه ياد ساته، د دې نه مخکښې چې د نمر، سپوږمۍ او د ستورو رڼا تا ته تته ښکاره شى او د باران نه […]

Ecclesiastes 11

د انسان د عِلم حد ۱خپله روټۍ په اوبو باندې وغورزوه چې لاړه شى او ډيرې ورځې پس به دا تا ته بيا مِلاو شى. ۲خپلې پېسې په اووۀ يا اتۀ ځايونو کښې بندې کړه، ځکه چې هيڅ پته نۀ لګى چې څۀ افت به په زمکه باندې راپېښ شى. ۳کله چې وريځې درنې وى […]

Ecclesiastes 10

۱څنګه چې مړۀ مچان خوشبودار عطر خرابوى نو داسې لږ شان کم عقلتوب ډېر حِکمت او عزت خرابولے شى. ۲د هوښيار سړى زړۀ به صحيح لار غوره کوى او د کم عقل سړى زړۀ به خرابه لار غوره کوى. ۳کله هم چې کم عقل په لاره روان وى نو صفا پته لګى چې هغه بې‌وقوف […]

Ecclesiastes 9

مرګ هر چا له راځى ۱اوس ما د دې هر څۀ مطالعه وکړه او دې نتيجې ته ورسېدم چې صادقان او هوښيار خلق چې هر څۀ کوى هغه د خُدائ پاک په لاس کښې دى. هغوئ ته دا پته نۀ لګى چې خُدائ پاک به يې قبلوى او کۀ رد کوى. دا هر څۀ به […]

Ecclesiastes 8

۱څوک د هوښيار په شان دے؟ څوک د خبرو د صحيح تشريح عِلم لرى؟ حِکمت د هغوئ مخونه روښانه کوى او د هغوئ سخت مزاج نرموى. د بادشاه حُکم منل ۲زۀ وايم، د بادشاه حُکم منه، ځکه چې تا د خُدائ پاک سره د دې وعده کړې ده. ۳د بادشاه په حضور کښې د تلو […]

Ecclesiastes 7

د ژوند حِکمت ۱نېک نامى د قيمتى عطرو نه بهتره ده، او د مرګ ورځ د پېدا کېدو د ورځې نه بهتره ده. ۲ښۀ دا ده چې هغه کور ته لاړ شُو چرته چې ماتم کيږى نه چې هغه کور ته لاړ شُو چرته چې دعوت وى، ځکه چې ژوندو خلقو له دا خبره په […]