Isaiah 6

د خُدائ پاک حضرت يشعياه راغوښتل ۱په کوم کال چې عُزياه بادشاه مړ شو، نو ما مالِک خُدائ وليدو چې په اوچت او د لوئې مرتبې په تخت ناست وو. او د هغۀ د چُوغې لمن سره د هغۀ کور ډک شو. ۲د هغۀ نه ګېرچاپېره بلېدونکے مخلوق ولاړ وو او د هر يو شپږ […]

Isaiah 5

د انګورو د باغ سندره ۱راځئ چې زۀ د خپل محبوب دپاره سندره وايم، دا زما د دوست او د هغۀ د انګورو د باغ سندره ده. زما د دوست د انګورو يو باغ وو، چې دا باغ په يوه زرخېزه غونډۍ باندې وو. ۲هغۀ زمکه وکنستله او د هغې نه يې کاڼى صفا کړل، […]

Isaiah 4

۱کله چې هغه وخت راشى، نو اووۀ ښځې به يو سړے راونيسى او ورته به ووائى، ”مونږ به په خپله د خپل ځان دپاره د جامو او روټۍ اِنتظام کوُو، خو چې مونږ صرف ستا په نوم پورې تړلې يُو چې تۀ زمونږ خاوند يې، او داسې به مونږ د شرم نه بچ شُو.“ د […]

Isaiah 3

په يروشلم کښې تباهى ۱مالِک خُدائ، ربُ الافواج به د يروشلم او يهوداه نه هغه هر څۀ لرې کړى چې په هغې پورې د خلقو ژوند تړلے دے. هغه به د هغوئ نه خوراک او د څښلو اوبۀ واخلى، ۲د هغوئ نه به باتوران او فوجيان، قاضيان او پېغمبران، فالګران او مشران، ۳فوجى آفسران، معتبر […]

Isaiah 2

يروشلم به د ابدى امن مرکز وى ۱دا هغه پېغام دے چې خُدائ پاک د آموص زوئ يشعياه باندې د يهوداه او يروشلم په حقله نازل کړو. ۲په راتلونکى وخت کښې، په کوم غرۀ باندې چې د مالِک خُدائ کور جوړ دے، هغه به د ټولو نه اوچت غر وى، د غرونو په ټولو غونډو […]

Isaiah 1

اول باب ۱په دې کِتاب کښې د يهوداه او د يروشلم په حقله هغه پېغامونه دى کوم چې خُدائ پاک د آموص زوئ يشعياه باندې په هغه وخت کښې څرګند کړل کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو. يو سرکشه قوم ۲مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے زمکې او آسمانه، زۀ چې څۀ […]

Song of Songs 8

۱اے کاش چې تۀ زما دپاره لکه د ورور په شان وينه، چا چې ما سره د مور په سينه خولۀ اېښې وينه. نو کله چې تۀ ما په لار کښې ليدلے نه نو ما به تۀ ښکلولے نه او چا به هم په ما باندې اِعتراض کولو نه. ۲ما به تۀ د خپل ماشومتوب […]

Song of Songs 7

محبوب ۱ستا پښې په څپلو کښې څومره ښُکلې ښکارينه، اے د شهزادګۍ لورې. ستا غونډى پتونونه د قيمتى کاڼو په شان دينه، لکه چې دا يو ماهر زرګر جوړ کړى وينه. ۲ستا نوم د يوې پيالۍ په شان دېنه لکه چې د خوشبوداره ميو نه ډکه وينه. ستا پښې لکه د غنمو د ګېډۍ په […]

Song of Songs 6

ښځې ۱ستا جانان چرته لاړونه، په ټولو پېغلو کښې ښائسته جينۍ؟ ستا جانان چرته تلے دېنه؟ چې مونږ تا سره د هغۀ تلاش وکړونه؟ محبوبه ۲زما جانان خپل باغ ته راغلے دېنه، خپل د خوشبويانو کټ ته، چې خپله رمه په باغونو کښې وڅروينه، او د لاله ګلونه ترې نه راټول کړينه. ۳جانان زما او […]

Song of Songs 5

محبوب ۱زما دُنيا، زما ناوې، زۀ په خپل باغ کښې داخل شوے يمه. زۀ د مُر چيړ او خوشبوداره مصالحې راټولومه. ما خپل ګبين د شاتو سره وخوړلونه، او زۀ خپل پئ او مے څښمه. ښځې اے عاشقانو، وخورئ او وڅښئينه. او د مينې نه مست شئينه. څلورم سرود محبوبه ۲زۀ اودۀ ومه خو زما […]