Isaiah 16

موآبيان د نااُميدۍ په حالت کښې ۱د سلع نه د مُلک حکمران ته په کلنګ کښې ګډُورى ورولېږه. دا د صحرا په لاره د صيون لور غرۀ ته ورولېږه. ۲د موآب ښځې د ارنون سيند په غاړه باندې د هغه مارغانو په شان دى چې د جالې نه شړلے شوى وى. ۳هغوئ ژاړى او وائى، […]

Isaiah 15

د جلاوطنۍ نه راواپس کېدل ۱دا پېغام د موآب په حقله دے. په يوه شپه د موآب ښار عار تباه شوے دے. په يوه شپه د موآب ښار قير تباه شوے دے. ۲د ديبون خلق غر ته ختلى دى چې په خپله عبادتخانه کښې ژړا وکړى. د موآب خلق به د نبو او ميدبا په […]

Isaiah 14

د جلاوطنۍ نه راواپس کېدل ۱خو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د يعقوب په اولاد باندې رحم وکړى، او اِسرائيل به بيا خپل غوره شوے قوم وګڼى. هغه به هغوئ واپس راولى چې په خپل مُلک کښې بيا آباد شى او د پردى مُلک خلق به راځى او د هغوئ سره به په اتفاق […]

Isaiah 13

د بابل خِلاف پېشګوئې ۱دا د بابل په حقله يو پېغام دے چې د آموص زوئ يشعياه ته څرګند شو. ۲په اوچت غر د جنګ جنډا اوچته کړه. هغوئ ته چغه ووهه او لاسونو سره اِشاره ورکړه چې راشى او د هغه مغروره ښار په دروازو کښې ورداخل شى. ۳ما مالِک خُدائ دا فوجيان راغوښتى […]

Isaiah 12

د شکرانې حمد‌و‌ثناء ۱په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا ثناء صِفت کوم. تۀ ما ته غصه وې، خو اوس ستا غصه سړه شوې ده او تۀ ما له تسلى راکوې. ۲ګورئ، خُدائ پاک زما خلاصونکے دے، زۀ به په هغۀ توکل کوم او نۀ به يرېږم. ځکه چې مالِک خُدائ […]

Isaiah 11

د امن بادشاهى ۱د يَسى مونډ به راوټوکيږى، او د هغې د جرړو نه به څانګه راوخېژى. ۲د مالِک خُدائ روح به د هغۀ سره وى، او دا به د پوهې او حِکمت روح وى، د مشورې او د قوت روح، د عِلم او د مالِک خُدائ نه د يرې روح، ۳او هغۀ ته به […]

Isaiah 10

۱په تاسو افسوس، تاسو د بې‌اِنصافۍ قانون جوړَوئ او د ظلم فتوې ورکوئ. ۲او د دې په وجه غريبانانو خلقو له موقع نۀ ورکوئ چې هغوئ ته خپل حق مِلاو شى او د هغوئ سره اِنصاف وشى. او د دې قانون په وجه کونډې ستاسو په چال کښې راګېرې شى او يتيمان لوټ کوئ. ۳د […]

Isaiah 9

د راتلونکى مسيح رڼا ۱نو د هغوئ دپاره به دا مصيبت تر همېشه پورې جارى نۀ وى. د زبولون او نفتالى علاقه ته په يو وخت کښې سپک کتلے شول، خو په راتلونکى وخت کښې به دا علاقه عزتمنده شى، نمرخاتۀ طرف ته د مديترانى سمندر نه واخله د درياب طرف ته د اُردن نه […]

Isaiah 8

د حضرت يشعياه زوئ د خلقو دپاره يوه نښه ۱مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د ليکلو دپاره يوه لويه تخته واخله او په هغې باندې صفا صفا دا وليکه چې، د تېزۍ مال غنيمت او زر زر لوټ مار.“ ۲ما د اورِياه اِمام او د يبرکياه زوئ زکرياه په وړاندې دا وليکل او دا دواړه […]

Isaiah 7

د احاز بادشاه دپاره يو پېغام ۱کله چې د عُزياه نمسى او د يوتام زوئ احاز بادشاه په يهوداه باندې بادشاهى کوله، نو د شام بادشاه رضين او د اِسرائيل بادشاه د رملياه زوئ فقح په يروشلم باندې حمله وکړه، خو هغوئ د دې ښار قبضه کولو کښې ناکامه شول. ۲کله چې دا خبر د […]