Isaiah 36

د اسوريانو يروشلم له دهمکى ورکول ۱د حزقياه بادشاه د بادشاهۍ په څوارلسم کال، د اسور بادشاه سينحرب، د يهوداه د پَخو دېوالونو په ښارونو باندې حمله وکړه او قبضه يې کړل. ۲بيا د اسور بادشاه خپل مشر آفسر ته حُکم وکړو چې حزقياه بادشاه ته د يو لوئ لښکر سره د لکيس نه يروشلم […]

Isaiah 35

د پاکوالى لار ۱صحرا او اوچه زمکه به خوشحالى وکړى، او په بيابان کښې به ګلونه غوټۍ شى. ۲صحرا به سندرې وائى او د خوشحالۍ چغې به وهى، دا صحرا به د لبنان د غرونو په شان شنه وى او د کرمل غر په شان او شوکت والا او د شارون پټو په شان به […]

Isaiah 34

د خُدائ پاک خپلو دشمنانو له سزا ورکول ۱اے د ټولو قومونو خلقو، راشئ. راغونډ شئ او واورئ. په ټوله دُنيا کښې چې څوک هم اوسيږى نو هغه دې دلته راشى او وا دې ورى. ۲مالِک خُدائ ټولو قومونو او د هغوئ ټولو لښکرو ته غصه دے او هغه به دوئ په مکمل طور تباه […]

Isaiah 33

د مدد دپاره دُعا ۱په تاسو اسوريانو باندې افسوس، تاسو نور خو برباد کړل خو پخپله هيڅکله برباد نۀ شوئ. په تاسو باندې افسوس چې تاسو نورو سره دوکه وکړه حالانکه تاسو سره دوکه نۀ ده شوې. خو ستاسو نمبر به هم راځى. کله چې تاسو تباهى وکړئ نو تاسو به هم تباه شئ. کله […]

Isaiah 32

په اِنصاف سره د يو بادشاه حکمرانى ۱ګورئ، يو بادشاه به په اِنصاف سره حکمرانى کوى. او د هغۀ آفسران به هم په اِنصاف سره حکمرانى کوى. ۲د بادشاه هر يو کس به د سيلۍ نه د حِفاظت، او د طوفان نه د پټېدو د ځائ په شان وى. هغوئ به د داسې نِهر په […]

Isaiah 31

د خُدائ پاک د يروشلم حِفاظت کول ۱کوم خلق چې د مدد غوښتلو دپاره مِصر ته ځى نو په هغوئ باندې افسوس. ځکه چې هغوئ د مِصر په لوئ فوجى طاقت، آسونو، جنګى ګاډو او فوجيانو باندې بهروسه کوى. خو هغوئ په مالِک خُدائ باندې يقين نۀ کوى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات […]

Isaiah 30

د مِصر بې‌فائدې معاهدې ۱مالِک خُدائ فرمائيلى دى، ”اے باغيانو بچو په تاسو افسوس. ځکه چې تاسو په هغه منصوبو باندې کار کوئ چې کومې زما نۀ دى، او زما د مرضۍ خِلاف معاهدې کوئ او تاسو ګناهونو پسې ګناهونه کوئ. ۲تاسو زما د مشورې نه بغېر د مدد دپاره مِصر ته لاړئ. تاسو غوښتل […]

Isaiah 29

د يروشلم محاصره کېدل ۱اے ارى‌ايل، ارى‌ايل، په تا باندې افسوس. په هغه ښار باندې افسوس کوم کښې چې داؤد خېمې لګولې وې. اوس کال په کال خپل اخترونه کوئ. ۲خو بيا به زۀ په هغه ښار باندې يو افت راولم، هلته به ژړا او ماتم وى. او ټول يروشلم به داسې شى لکه څنګه […]

Isaiah 28

د شمالى بادشاهۍ دپاره خبردارے ۱په سامريه باندې افسوس چې د شرابى بنى اِسرائيلو شاندار تاج دے. په هغه ښار باندې افسوس چې د بنى اِسرائيلو شان او شوکت وو خو اوس مړاوے کېدونکے ګل دے. په هغه آبادۍ باندې افسوس چې په نشه کښې د ډوبو خلقو په زرخيزه وادۍ باندې ولاړه ده. ۲ګورئ، […]

Isaiah 27

۱په هغه ورځ به مالِک خُدائ د خپلې زورَورې او کلکې تُورې نه کار واخلى چې هغه تښتېدونکې بلا له يعنې تاوېدونکې راتاوېدونکې بلا له سزا ورکړى او وې ووژنى کومه چې په سمندر کښې اوسيږى. ۲په هغه ورځ د انګورو ښائسته باغ په حقله سندره ووايئ، ۳”زۀ مالِک خُدائ پخپله د دې خيال ساتم […]