Isaiah 66

د مالِک خُدائ د قوم عدالت کول ۱مالِک خُدائ فرمائى، ”آسمان زما تخت دے او زمکه زما د پښو چوکۍ ده. نو بيا هغه کور چرته دے چې تاسو يې زما دپاره جوړَوئ؟ هغه ځائ کوم دے چرته به چې زۀ آرام کوم؟“ ۲مالِک خُدائ فرمائى، ”ما په خپل لاس دا هر څۀ جوړ کړل، […]

Isaiah 65

د سرکشۍ دپاره د خُدائ پاک سزا ۱مالِک خُدائ فرمائى، ”ما خپل ځان هغوئ ته څرګند کړو چا چې زما تپوس نۀ کولو، او په هغوئ مې ځان پېدا کړو چا چې زما لټون نۀ کولو. ما وئيل چې، زۀ حاضر يم، زۀ حاضر يم. خو بيا هم دې قوم زما نوم نۀ اخستلو. ۲ما […]

Isaiah 64

۱اے، چې تۀ آسمان وشلوې او راکوز شې، نو غرونه به تا وګورى او ستا په وړاندې به په ريږدېدو شى. ۲لکه څنګه چې اور لرګى سيزى او اوبۀ خوټکوى، نو ستا راتګ به قومونه ولړزوى. بيا به ستا دشمنانو ته ستا د مشهورتيا پته ولګى. ۳پخوا کله چې تا يروونکى کارونه وکړل چې مونږ […]

Isaiah 63

په قومونو باندې د مالِک خُدائ فتح ۱دا څوک دے چې د ادوم نه راروان دے، سرې جامې يې اغوستې دى او د بُصره ښار نه راروان دے؟ دا څوک دے چا چې د رُعب شاهى لباس اغوستے دے او قوت سره روان دے؟ ”هم زۀ يم، چې د صداقت اعلان کوم، او د بچ […]

Isaiah 62

د صيون خلاصون ۱د صيون د خاطره به زۀ غلے نۀ کښېنم، د يروشلم د خاطره به زۀ تر هغې پورې آرام نۀ کوم چې د هغې صداقت د سحر د رڼا په شان ونۀ ځليږى او د هغې خلاصون د مشعل په شان ونۀ ځليږى. ۲قومونه به ستا صداقت ووينى، او ټول بادشاهان به […]

Isaiah 61

د بچ کېدو زېرے ۱د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو ته زېرے ورکړم، مات شوى زړونه روغ کړم، د خلاصون اعلان وکړم او غلامانو ته آزادۍ ورکړم. ۲هغۀ زۀ د دې دپاره رالېږلے يم چې د مالِک خُدائ […]

Isaiah 60

د يروشلم د راتلونکى وخت شان او شوکت ۱پاڅه، وځلېږه. ځکه چې ستا نُور راغلے دے، او د مالِک خُدائ جلال په تا ځلېدلے دے. ۲ګورئ، داسې لکه چې په زمکه تيارۀ خوره وى او قومونه تکې تورې تيارۀ لاندې پټ وى، خو په تا باندې به د مالِک خُدائ نُور ځليږى او د هغۀ […]

Isaiah 59

د ګناه خلاف خبردارے ۱واورئ، د مالِک خُدائ لاس دومره وړوکے نۀ دے چې هغه تاسو بچ کولے نۀ شى او نۀ يې غوږ کُوڼ دے چې ستاسو آواز نۀ اورى. ۲خو ستاسو ګناه د خُدائ پاک او ستاسو تر مينځه دېوال جوړ شوے دے. ستاسو ګناهونو د هغۀ مخ ستاسو نه پټ کړے دے، […]

Isaiah 58

حقيقى روژه ۱”په زوره چغې ووهئ، ورو ورو خبرې مۀ کوئ. د بيګل په شان په اوچت آواز سره زما خلقو بنى اِسرائيلو ته د هغوئ د ګناه او بغاوت په حقله ووايئ. ۲هغوئ هره ورځ زما لټون کوى او زما د لارې په پېژندلو خوشحاليږى. داسې لکه چې هغه يو ډېر صادق قوم وى […]

Isaiah 57

د بُت پرستۍ په حقله خبردارے ۱صادق سړے مړ شى او هيڅ څوک يې پرواه نۀ ساتى. ديانتدار خلق د دُنيا نه اوچت کړے شى، خو هيڅوک پرې نۀ پوهيږى. هيڅوک پرې نۀ پوهيږى چې صادقان د بدۍ نه بچ کېدو دپاره دُنيا نه اوچت کړے شوى دى. ۲څوک چې د خُدائ پاک په لارو […]