Jeremiah 20

د فشحور اِمام سره د حضرت يرمياه لانجه ۱کله چې فشحور د اِمير زوئ څوک چې د مالِک خُدائ په کور کښې مشر اِمام وو، هغه څۀ واورېدل د څۀ چې يرمياه پېشګوئې کوله، ۲نو هغۀ يرمياه نبى راګېر کړلو او په کوړو يې ووهلو او بيا يې هغه پاس د مالِک خُدائ په کور […]

Jeremiah 19

د مات منګى مثال ۱مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د کُلال نه يو د خټو منګے په بيعه واخله. او ځان سره د خلقو يو څو مشران او لوئ اِمامان بوځه. ۲او د بنى‌هنوم وادۍ ته لاړ شه، او د کُلالانو د ماتو لوښو دروازې ته مخامخ هلته هغه پېغام خلقو […]

Jeremiah 18

يرمياه د کُلال په کور کښې ۱مالِک خُدائ ما يرمياه له پېغام راکړو، ۲”لاندې د کُلال کور ته لاړ شه، نو هلته به زۀ تا له خپل پېغام درکړم.“ ۳نو زۀ هلته د کُلال کور ته لاړم او ما هغه وليدو چې په خپله څرخه يې کار کولو. ۴خو چې کوم لوښے به هغۀ د […]

Jeremiah 17

د يهوداه ګناه او د هغې سزا ۱مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د يهوداه د خلقو ګناه د اوسپنې په قلم چې نوکه يې د هيرې ده، ستاسو د کاڼو نه په سختو زړُونو نقش شوې ده او ستاسو د قربان‌ګاه په ګوټونو ليکلې شوې ده. ۲نۀ صرف تاسو بلکې ستاسو بچى هم خپلې قربان‌ګاه او […]

Jeremiah 16

حضرت يرمياه د وادۀ کولو نه منع کړے شوے وو ۱د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، ۲”دلته وادۀ ونۀ کړې او نۀ زامن او لوڼه پېدا کړې. ۳ځکه چې زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې، کوم ماشومان چې دلته پېدا کيږى او هم داسې د هغوئ مور، پلار ۴چې هغوئ به د […]

Jeremiah 15

د يهوداه د خلقو خراب اَنجام ۱بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”کۀ چرې موسىٰ او سموئيل هم دلته ودرېدلى وے او ما ته يې د دې خلقو په حقله مِنت زارى کړے وے، نو زما زړۀ به دوئ ته مائل شوے نۀ وو. هغوئ زما د حضور نه وشړه، او پرېږده چې ځى. ۲او […]

Jeremiah 14

په يهوداه باندې اوچ کالى ۱د اوچ کالۍ په حقله په يرمياه د مالِک خُدائ کلام نازل شو، ۲”يهوداه وير کوى، ښارونه يې لکه د اوچو شوو بوټو په شان غمژن دى، ټول خلق يې د غم په وجه په زمکه ناست دى او د يروشلم نه چغې او سورې راپورته کيږى. ۳مالداره خلق خپل […]

Jeremiah 13

د لټې د لنګ مثال ۱مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د خپل ځان دپاره د کتان لنګ واخله او د ملا نه يې تاؤ کړه خو چې په اوبو کښې درنه لوند نۀ شى.“ ۲نو د مالِک خُدائ د هدايت په مطابق ما لنګ واخستو او د ملا نه مې تاؤ […]

Jeremiah 12

د حضرت يرمياه د مالِک خُدائ سره بحث کول ۱اے مالِکه خُدايه، تۀ همېشه ما سره اِنصاف کوې کله چې زۀ يوه مسئله ستا په حضور کښې وړاندې کړم. نو ما ته د مقدمې کولو اجازت راکړه، نو دا بدکاران ولې دومره ترقى کوى؟ او ولې ټول غداران دومره په آرام ژوند تېروى؟ ۲تا هغوئ […]

Jeremiah 11

يهوداه لوظ ماتوى ۱مالِک خُدائ يرمياه ته دا پېغام ورکړو چې، ۲”تاسو د دې لوظ شرطونو ته غوږ ونيسئ او هغه د يروشلم او يهوداه خلقو ته ووايه کوم چې ما تاسو سره کړے دے. ۳هغوئ ته ووايه چې دا هغه موضوع ده چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، لعنت دې وى […]