Ezekiel 3

۱او هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا څۀ چې ستا په وړاندې دى دا وخوره، دا طومار وخوره، نو بيا لاړ شه او بنى اِسرائيلو ته يې بيان کړه.“ ۲نو بيا ما خپله خولۀ کولاو کړه او هغۀ ما له هغه طومار راکړو چې وې خورم. ۳نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، […]

Ezekiel 2

حزقى‌ايل ته د پېغمبرۍ دعوت ۱هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه پاڅه په خپلو پښو ودرېږه، زۀ تا سره خبرې کول غواړم.“ ۲کله چې هغۀ ما ته خبرې کولې، د خُدائ پاک روح په ما کښې راننوتو او زۀ يې په خپلو پښو ودرولم، نو ما د هغۀ خبرې واورېدلې چې ما ته […]

Ezekiel 1

د خُدائ پاک د طرف نه د حزقى‌ايل دپاره وړومبۍ رويا ۱په دېرشم کال د څلورمې مياشتې په پينځمه ورځ، کله چې زۀ حزقى‌ايل د جلاوطنو سره د کبار د سيند په غاړه ولاړ وم، نو ما آسمان کولاو وليدو او خُدائ پاک ما ته روياګانې وښودلې. ۲د مياشتې په پينځم تاريخ دا د يهوياکين […]

Lamentations 5

۱اے مالِکه خُدايه، راياد کړه چې په مونږ څۀ وشو، وګوره چې زمونږ څنګه بې‌عزتى شوې ده. ۲زمونږ ميراث غېرو ته حواله شوے دے او زمونږ کورونه پردو خلقو قبضه کړى دى. ۳مونږ يتيمان او بې‌پلاره شوى يُو او زمونږ ميندې کونډې شوې دى. ۴مونږ د څښلو اوبۀ او د سوزولو خشاک په بيعه اخلو. […]

Lamentations 4

۱وګورئ چې د سرو زرو ځلا څنګه تته شوه، او چې خالص سرۀ زر څنګه بدل شوى دى، او د مقدس ځائ کاڼى د هر يو سړک په هر ګوټ کښې خوارۀ وارۀ شُو. ۲د صيون بيش قيمته ماشومان، چې د خالص سرو زرو په تول وُو، خو اوس هغه لکه د خاورين لوښو په […]

Lamentations 3

۱زۀ هغه کس يم چا چې د مالِک خُدائ د غضب د چُوکې نه تکليفونه ليدلى دى. ۲هغۀ زۀ په راښکلو تيارې ته راوستم چې هيڅ رڼا په کښې نۀ وه. ۳يقيناً چې هغۀ زما په خلاف خپل لاس ټوله ورځ بار بار راوچت کړو. ۴هغۀ زما ټول ځان په وهلو تک شين کړو او […]

Lamentations 2

۱افسوس، مالِک په خپل قهر د لور صيون نيازبين ښار د شرم سره مخ کړو، هغۀ د اِسرائيل شان و شوکت د آسمان نه زمکې ته راوغورزولو. هغۀ په خپل کور باندې هيڅ رحم ونۀ کړو کله چې هغه په قهر او غضب کښې وو. ۲مالِک په بې‌رحمۍ سره د يعقوب د اوسېدو ټول ځايونه […]

Lamentations 1

۱افسوس، افسوس، هغه ښاريه څنګه يواځې پاتې شوه، چې په يو وخت کښې هغه د خلقو نه ډکه وه. هغه څنګه لکه د يوې کونډې په شان شوه، هغه چې په يو وخت کښې په قومونو کښې ډېره لويه وه. د نورو ښارونو په نسبت هغه لکه د شهزادګۍ وه خو اوس هغه غريبه غلامه […]

Jeremiah 52

د يروشلم زوال ۱صدقياه د يويشتو کالو وو کله چې هغه د يهوداه بادشاه شو، او هغۀ په يروشلم يوولس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ د مور نامه حموطل وه، چې د يرمياه لور وه، چې هغه د لِبناه وه. ۲خو هغۀ د مالِک خُدائ په وړاندې هغه بدکارونه وکړل، کوم چې يهويقيم بادشاه کړى […]

Jeremiah 51

د بابل تباه کېدل ۱مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ګوره، زۀ به د بابل او د هغۀ د خلقو خلاف تباه کوونکې هوا راوچته کړم. ۲زۀ به بابل ته غېر مُلکيان ورولېږم چې هغه چاڼ کړى او د هغۀ مُلک تباه کړى. او هغوئ به په هغۀ د هرې خوا نه حمله وکړى کله چې […]