Ezekiel 13

د دروغژنو نبيانو مذمت ۱د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۲”اے بنى آدمه، د اِسرائيلو د هغه دروغژنو نبيانو خلاف پېشګوئې وکړه څوک چې اوس پېشګوئې کوى. نو هغوئ ته دا ووايه څوک چې د خپلو خيالونو د پېشګويۍ دعوىٰ کوى او داسې وائى چې تاسو د مالِک خُدائ کلام واورئ. ۳مالِک قادر […]

Ezekiel 12

د جلاوطنۍ نښې ۱بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۲”اے بنى آدمه، تۀ د سرکشه قوم په مينځ کښې اوسېږې. هغوئ د کتلو دپاره سترګې لرى خو نۀ وينى او د اورېدو دپاره غوږونه لرى خو اورى نه، ځکه چې هغوئ سرکشه خلق دى. ۳نو په دې وجه اے بنى آدمه، خپل […]

Ezekiel 11

د بنى اِسرائيلو د مشرانو سزا ۱نو بيا زۀ د خُدائ روح اوچت کړم او د مالِک خُدائ د کور دروازې ته يې راوستلم کومه چې مشرق طرف ته وه. هلته د دروازې په درشل کښې پينځويشت سړى وُو، او ما په هغوئ کښې يازنياه د عزور زوئ او فلطياه د بناياه زوئ، د خلقو […]

Ezekiel 10

د مالِک خُدائ جلال د يروشلم نه تلل ۱کله چې ما بره وکتل، د وزرو والا د مخلوق د سر دپاسه په آسمان کښې ما نيلم کاڼے وليدو چې لکه د تخت په شان ښکارېدو. ۲مالِک خُدائ هغه سړى ته چا چې د کتان جامې اچولې وې وفرمائيل، ”د وزرو والا مخلوق د پايو د […]

Ezekiel 9

د بُت پرستانو قتلول ۱نو بيا مالِک خُدائ په اوچت آواز سره وفرمائيل، ”هغه کسان راولئ کوم چې د ښار د سزا ورکولو دپاره مقرر شوى دى نو هغوئ ته ووايه چې هر يو د خپلو تباه کوونکو وسلو په لاس راشى.“ ۲نو بيا شپږ کسان د شمال بره طرف دروازې نه راښکاره شُو، د […]

Ezekiel 8

د خُدائ په کور کښې حرامکارى کول ۱د جلاوطنۍ په شپږم کال، د شپږمې مياشتې په پينځمه ورځ، کله چې زۀ په خپل کور کښې د يهوداه د مشرانو سره ناست وم چې هلته د مالِک قادر مطلق خُدائ لاس په ما باندې راغلو. ۲ما وليدل، او يو شکل مې وليدو چې د انسان په […]

Ezekiel 7

د بنى اِسرائيلو خاتمه ۱نو د مالِک خُدائ کلام بيا په ما نازل شو، ۲”اے بنى آدمه، مالِک قادر مطلق خُدائ بنى اِسرائيلو ته داسې فرمائى، تباهى دې په سر راغلى ده، ستا په مُلک کښې به هر طرف ته تباهى وى. ۳نو اوس ستاسو آخرى وخت رارسېدلے دے او زۀ به خپل قهر و […]

Ezekiel 6

په بنى اِسرائيلو کښې د بُت پرستۍ خلاف عدالت ۱د مالِک خُدائ کلام بيا په ما نازل شو، ۲”اے بنى آدمه، خپل مخ دې د بنى اِسرائيلو د غرونو طرف ته واړوه او د هغوئ خلاف پېشګوئې وکړه. ۳او داسې ووايه، اے د بنى اِسرائيل غرونو، د مالِک قادر مطلق خُدائ کلام واورئ. مالِک قادر […]

Ezekiel 5

د يروشلم خلاف تُوره ۱”اے بنى آدمه، يوه تيره تُوره راواخله او هغه لکه د نائى د چړې په شان د خپل سر او ږيرې د وېښتو خرئيلو دپاره استعمال کړه. او بيا هغه وېښتۀ د يوې تلې په ذريعه په درېو برخو تقسيم کړه. ۲نو کله چې ستا د محاصرې ورځې په ختمېدو شى، […]

Ezekiel 4

د حزقى‌ايل د يروشلم د محاصرې نقشه جوړول ۱”نو اوس، اے بنى آدمه، يوه کچه ښخته راواخله، او په خپل مخکښې يې کېږده او پرې د يروشلم د ښار نقشه جوړ کړه. ۲نو بيا د ښار محاصره کېدل په کښې جوړ کړه، ګېرچاپېره ترې نه دېوال جوړ کړه چې يو کس ترې نه نۀ شى […]