Amos 6

د بنى اِسرائيلو تباهى ۱”په تاسو دې افسوس وى څوک چې په صيون کښې په آرام پراتۀ يئ، او په تاسو هم څوک چې خپل ځان د سامريې په غر محفوظ ګڼئ. تاسو په بنى اِسرائيلو کښې نامتو او مشهور يئ، چا له چې خلق د مدد غوښتلو دپاره ورځى. ۲تاسو کلنه ښار ته لاړ […]

Amos 5

د بنى اِسرائيلو سندرې وئيل ۱اے بنى اِسرائيلو، زۀ چې د غم کومه سندره ستاسو په حقله وايم، هغې ته غوږ ونيسئ، ۲”پېغله بنى اِسرائيل راغورزېدله ده، بيا به هيڅکله دوباره نۀ راپاڅى. هغه په خپله زمکه يواځې راغورزېدلې ده چې هيڅوک به يې دوباره ونۀ دروى.“ ۳مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ”د بنى […]

Amos 4

۱”ما ته غوږ ونيسئ، د سامريه په غرونو اے د بسن څربه غواګانو، تاسو هغه ښځې يئ چې په غريبانانو ظلم کوئ او ضرورتمند د پښو لاندې کوئ، او څوک چې خپلو خاوندانو ته همېشه وائى چې، مونږ له د څښلو دپاره مے راوړئ. ۲قادر مطلق خُدائ په خپل پاکوالى قسم وکړو چې هغه وخت […]

Amos 3

د بنى اِسرائيل ګناه او سزا ۱دا کلام واورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خلاف فرمائى، اے بنى اِسرائيلو، دا د هغه ټولو قبيلو خلاف دے چې ما د مِصر نه بهر راويستى دى، ۲”صرف تاسو يئ چې ما د زمکې په ټولو قومونو کښې خوښ کړى يئ، نو ځکه به زۀ تاسو ته ستاسو د […]

Amos 2

۱مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د موآب خلقو بار بار ګناه کړې ده، او زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د ادوم د بادشاه هډُوکى وسوزول او ايرې يې کړل. ۲نو زۀ به په موآب اور نازل کړم، دا به د قريوت قلعه ګانې وسوزوى. څنګه چې د جنګ […]

Amos 1

۱د عاموس پېغام، چې د تقوع ښار يو شپون وو. دا هغه پېغام دے څۀ چې هغۀ د زلزلې نه دوه کاله مخکښې د اِسرائيل په حقله په رويا کښې وليدل، کله چې عُزياه د يهوداه بادشاه وو او يربعام د يهوآس زوئ د اِسرائيل بادشاه وو. ۲هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د صيون نه غړمبيږى، […]

Joel 3

د دشمن سزا ۱نو ګورئ، په هغه ورځو او په هغه وخت کښې، کله چې زۀ د يهوداه او يروشلم قسمتونه بحال کړم، ۲زۀ به ټول قومونه رايوځائ کړم او هغوئ به لاندې د يهوسفط وادۍ ته راولم. هلته به زۀ د هغوئ خلاف عدالت شروع کړم، د خپل ميراث يعنې د خپلو خلقو بنى […]

Joel 2

د مالِک خُدائ د قيامت ورځ ۱په صيون کښې بيګل وغږوئ، او زما په مقدس غرۀ د جنګ اعلان وکړئ. او د دې مُلک اوسېدونکى دې ټول د يرې نه ولړزيږى، ځکه چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ راتلونکى ده، بلکې نزدې ده. ۲دا د تورې تيارې او غم ورځ ده، د ګڼو وريځو […]

Joel 1

۱د مالِک خُدائ کلام چې په يوايل د فتوايل په زوئ نازل شو. د مُلخانو حمله ۲اے مشرانو، دا واورئ. تاسو ټول غوږ شئ، څوک چې په دې مُلک کښې اوسېږئ. ولې ستاسو په ژوند کښې يا ستاسو د پلار نيکۀ په ژوند کښې داسې څۀ کله پېښ شوى دى؟ ۳دا خپل اولاد ته ووايئ، […]

Hosea 14

د حضرت هوسيع بنى اِسرائيلو ته مِنت کول ۱اے بنى اِسرائيله، مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته راوګرځه، ولې چې ستا ګناهونه ستا د راغورزېدو سبب جوړ شوى دى. ۲مالِک خُدائ ته راوګرځئ او د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ، او هغۀ ته ووايئ، ”زمونږ ټول ګناهونه معاف کړه او رحم وکړه او مونږ قبول کړه […]