Matthew 6

د خېرات په حقله تعليم ۱”خبردار چې د خپلې پرهيزګارۍ ښودنه د خلقو په مخکښې ونۀ کړئ. کۀ تاسو داسې وکړئ نو د آسمانى پلار سره ستاسو دپاره هيڅ اجر نشته. ۲هرکله چې تاسو څۀ خېرات کوئ نو په بيګل يې مۀ ډنډوره کوئ، لکه څنګه چې يې رياکاران په عبادتخانو او کوڅو کښې کوى […]

Matthew 5

په غر دپاسه د حضرت عيسىٰ بيان ۱کله چې عيسىٰ ګڼ خلق وليدل نو غرۀ ته وختلو او هلته کښېناستو. او کله چې د هغۀ مريدان ورته راټول شول، ۲نو هغۀ ورته داسې تعليم شروع کړو، ۳”بختور دى هغوئ چې د روح غريبان دى ځکه چې د آسمان بادشاهى د هغوئ ده. ۴بختور دى هغوئ […]

Matthew 4

د حضرت عيسىٰ آزمېښت ۱روحُ القُدس هغه وخت عيسىٰ بيابان ته بوتلو چې د اِبليس په لمسون کښې وآزمائيلے شى. ۲هغۀ څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې روژه ونيوله او په آخر کښې هغه نار نهور شو. ۳بيا اِبليس ورغلو او ورته يې ووئيل، ”کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې نو دې کاڼو ته ووايه […]

Matthew 3

د حضرت يحيىٰ بپتسمه ورکوونکى وعظ کول ۱په دغه ورځو کښې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ راغے چې د يهوديه په بيابان کښې يې دا بيان کولو چې، ۲”توبه ګار شئ ځکه چې د آسمان بادشاهى نزدې راغلې ده.“ ۳دا هغه څوک دے چې د يشعياه نبى په وسيله يې ذکر شوے دے، يعنې، ”په بيابان کښې […]

Matthew 2

نذرانې پېش کول ۱د هيروديس بادشاه په ورځو کښې د يهوديه په بيت‌لحم کښې عيسىٰ پېدا شو. د هغۀ د پېدايښت نه پس يروشلم ته د نمرخاتۀ طرف نه د ستورو عِلم لرونکى راغلل ۲او وئيل يې چې، ”هغه د يهوديانو بادشاه کېدونکے ماشوم چې پېدا شوے دے چرته دے؟ ځکه چې مونږ د نمرخاتۀ […]

Matthew 1

د حضرت عيسىٰ نسب‌نامه ۱د عيسىٰ مسيح نسب‌نامه، نسل د داؤد، نسل د اِبراهيم. ۲اِبراهيم د اِسحاق پلار وو، اِسحاق د يعقوب، يعقوب د يهوداه او د هغۀ د وروڼو پلار وو. ۳او يهوداه د فارص او زارح پلار وو، د دوئ مور تامار وه. فارص نه حصرون او حصرون نه رام پېدا شو. ۴د […]

Malachi 4

د مالِک خُدائ د قيامت ورځ ۱مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”يقيناً چې هغه ورځ راروانه ده، او هغه به لکه د بټۍ په شان بليږى. په هغه ورځ به ټول مغروره او بدعمله خلق لکه د بوسو په شان وسوزى. د هغوئ جرړې او ټولې څانګې به وسوزى. ۲خو ستاسو دپاره څوک چې زما […]

Malachi 3

۱”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى. بيا به ناڅاپه هغه مالِک چې تاسو يې لټون کوئ خپل کور ته راشى، هغه د لوظ پېغام راوړونکے به راشى د چا چې تاسو ليواله يئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ۲خو د هغۀ د راتلو ورځ څوک برداشت […]

Malachi 2

حکم د اِمامانو دپاره ۱”ګورئ اوس دا حکم ستاسو دپاره دے، اے اِمامانو. ۲کۀ تاسو غوږ نۀ نيسئ، او کۀ تاسو د خپل زړۀ نه زما د نوم احترام نۀ کوئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ به په تاسو لعنت نازل کړم، او زۀ به ستاسو نعمتونه لعنتى کړم. په اصل کښې ما هغوئ […]

Malachi 1

۱دا هغه پېغام دے کوم چې مالِک خُدائ د ملاکى په وسيله بنى اِسرائيلو له ورکړو. يعقوب سره مينه، د عِيسو رد کول ۲”ما تاسو سره مينه کړې ده،“ مالِک خُدائ فرمائى. ”خو تاسو تپوس کوئ چې، تا مونږ سره څنګه مينه کړې ده؟“ مالِک خُدائ په جواب کښې وفرمائيل، ”آيا عِيسو د يعقوب ورور […]