Matthew 16

د نښو غوښتل ۱فريسيان او صدوقيان عيسىٰ له راغلل او د آزمېښت په توګه يې ورته وفرمائيل چې، ”مونږ ته يوه آسمانى معجزه وښايه.“ ۲هغۀ جواب ورکړو چې، ”تاسو په ماښام کښې وايئ چې موسم به ښۀ شى ځکه چې آسمان سور دے، ۳او د سحر په وخت وايئ چې نن به سيلۍ راشى ځکه […]

Matthew 15

د مشرانو رسمونه ۱بيا د فريسيانو او د شرعې د عالمانو يوه ډله د يروشلم نه عيسىٰ له راغله او دا تپوس يې ترې وکړو چې، ۲”ستا مريدان ولې پخوانى رسمونه ماتوى او دوئ له چې څنګه د روټۍ نه وړاندې لاسونه وينځل په کار دى، نۀ وينځى؟“ ۳هغۀ ورته په جواب کښې وفرمائيل چې، […]

Matthew 14

د حضرت يحيىٰ بپتسمه ورکوونکى مرګ ۱هم په دغه ورځو کښې هيروديس چې د ګليل ګورنر وو، کله چې د عيسىٰ د کارونو نه خبر شو، ۲نو هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل چې، ”بې‌شکه چې دا بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے. هغه د مړو نه راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره د معجزو طاقت هم دے.“ […]

Matthew 13

د زميندار مِثال ۱هم په دغه ورځ عيسىٰ د کور نه بهر شو او د درياب په غاړه کښېناستو. ۲او دومره ډېر خلق ورته راټول شوى وُو چې هغه ترې کشتۍ ته وختلو او هلته کښېناستو او ټول خلق ورته د درياب په غاړه ودرېدل. ۳هغۀ هغوئ ته ډيرې خبرې په مِثالونو کښې وکړې. هغۀ […]

Matthew 12

د سبت په ورځ وَږى شوکول ۱په هغه وخت عيسىٰ د سبت يعنې د خالى په ورځ د فصل په يو پټى تېرېدو نو د هغۀ مريدانو د لوږې نه د وږو په ماتولو شروع وکړه او په خوړلو يې لګيا شول. ۲خو کله چې فريسيانو دا وليدل نو هغۀ ته يې ووئيل چې، ”ګوره، […]

Matthew 11

د حضرت يحيىٰ بپتسمه ورکوونکى پېغام وړُونکى حضرت عيسىٰ له لېږل ۱کله چې عيسىٰ خپلو دولسو مريدانو ته هدايت ورکول ختم کړل نو بيا هغه د هغه ځائ نه روان شو چې د هغوئ په ښارونو کښې تعليم ورکړى او بيان وکړى. ۲کله چې يحيىٰ بپتسمه ورکوونکے په قېدخانه کښې د مسيح د کارونو نه […]

Matthew 10

د حضرت عيسىٰ دولس مريدان ۱بيا عيسىٰ خپل دولس مريدان راوغوښتل او هغوئ له يې د پيريانو شړلو او د هر قِسم بيماريانو او مرضونو شفا اختيار ورکړو. ۲د هغه دولسو مريدانو نومونه دا دى، اول شمعون چې پطروس ورته وائى او د هغۀ ورور اندرياس، د زبدى زوئ يعقوب او د هغۀ ورور يوحنا، […]

Matthew 9

د يو شل سړى روغول ۱نو عيسىٰ په کشتۍ کښې کښېناستو او د سيند بلې غاړې ته خپل ښار ته راغلو ۲نو ورله څۀ کسانو يو شل سړے په کټ کښې پروت راوړو. د هغوئ ايمان يې چې وليدو نو عيسىٰ هغه شل سړى ته وفرمائيل چې، ”زما زويه، خاطر جمع کړه، ستا ګناهونه معاف […]

Matthew 8

د يو جذامى روغول ۱څۀ وخت چې عيسىٰ د غرۀ نه راکوز شو نو ګڼ خلق ورپسې شُو. ۲خو بيا يو جذامى وروړاندې شو او په سجده ورته پرېوتو او وې وئيل، ”مالِکه، کۀ تۀ صرف وغواړې نو ما روغولے شې.“ ۳عيسىٰ خپل لاس وراوږد کړو او په هغۀ يې کېښودو او وې فرمائيل چې، […]

Matthew 7

په نورو خلقو اِلزام لګول ۱”په نورو اِلزام مۀ لګوئ نو په تاسو به هم اِلزام ونۀ لګولے شى. ۲ځکه چې څنګه تاسو په نورو اِلزامونه لګوئ دغه شان به په تاسو هم اِلزامونه ولګولے شى، نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ، دغه رنګ به ستاسو ناپ تول کولے شى. ۳تاسو د […]