Matthew 26

د حضرت عيسىٰ د قتل سازش ۱کله چې عيسىٰ خپلې خبرې خلاصې کړې نو خپلو مريدانو ته يې وفرمائيل، ۲”تاسو خبر يئ چې دوه ورځې پس به د فسح اختر وى، او اِبن آدم به په سولۍ کولو ته وسپارلے شى.“ ۳بيا مشران اِمامان او د قوم مشران د مشر اِمام کائفس په محل کښې […]

Matthew 25

د لسو پېغلو مِثال ۱”په هغه وخت به د آسمان بادشاهى د لسو پېغلو په شان وى چا چې مشعلونه واخستل چې د وادۀ د زلمى استقبال له وروځى. ۲پينځۀ کم عقلې وې او پينځۀ هوښيارې. ۳هرکله چې کم عقلو مشعلونه پورته کړل نو د ځان سره يې تېل وانۀ خستل. ۴خو هغه هوښيارو د […]

Matthew 24

د حضرت عيسىٰ د خُدائ د کور د بربادۍ پېشګوئې ۱عيسىٰ د خُدائ د کور نه په وتو وو چې مريدان يې ورنزدې شُو او د خُدائ د کور عمارت يې ورته په ګوته کړو. ۲هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”دې ټولو آبادو ته وګورئ، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته به يو کاڼے هم […]

Matthew 23

د حضرت عيسىٰ د فريسيانو او د شرعې د عالمانو ملامته کول ۱عيسىٰ بيا خپلو مريدانو او خلقو ته داسې خبرې وکړې چې ۲”د شرعې عالمان او فريسيان د موسىٰ په ګدۍ ناست دى، ۳نو هر څۀ چې دوئ تاسو ته وائى هغه کوئ د هغوئ خبرو ته غوږ نيسئ، خو د هغوئ په شان […]

Matthew 22

د وادۀ د مېلمستيا مِثال ۱بيا عيسىٰ هغوئ ته په مِثالونو کښې وفرمائيل، ۲”د آسمان بادشاهى د هغه بادشاه په شان ده چې د خپل زوئ د وادۀ د روټۍ بندوبست يې کړے وو. ۳خو کله چې هغۀ خپل نوکران رابللے شوو مېلمنو پسې ولېږل نو هغوئ رانۀ غلل. ۴هغۀ بيا نور نوکران ورپسې ولېږل […]

Matthew 21

په يروشلم کښې د حضرت عيسىٰ کاميابه استقبال ۱هغوئ يروشلم ته نزدې شول او کله چې دوئ د زيتُونو په غر کښې د بيتِ‌فګے کلى ته ورسېدل نو عيسىٰ دوه مريدان د دې هداياتو سره ورولېږل چې، ۲”دې مخامخ کلى ته ورشئ نو تاسو به يوه خره تړلې ومومئ چې خپل کوچاڼے به ورسره وى. […]

Matthew 20

د انګورو د باغ مزدوران ۱”د آسمان بادشاهى داسې ده لکه چې د يوې زمکې مالِک سحر وختى د کور نه ووتو، چې خپل د انګورو باغ دپاره مزدوران ولټوى. ۲او چې کله يې مزدورانو سره د ورځې مزدورى مقرره کړه نو هغوئ يې کار له ولېږل. ۳بيا کچه غرمه هغه بهر ووتو نو په […]

Matthew 19

د طلاق په حقله تعليم ۱څۀ وخت چې عيسىٰ دا خبرې خلاصې کړې نو د ګليل نه روان شو او د اُردن نه پورې غاړه د يهوديه علاقې ته لاړو. ۲ګڼ خلق ورپسې وُو او هغۀ هغوئ هلته روغ کړل. ۳نو ځينې فريسيان راغلل او د آزمېښت په طور يې ترې دا تپوس وکړو، ”ولې […]

Matthew 18

د ټولو نه لوئ څوک دے؟ ۱په هغه وخت مريدان عيسىٰ له راغلل او تپوس يې ترې وکړو چې، ”د آسمان په بادشاهۍ کښې د ټولو نه لوئ څوک دے؟“ ۲هغۀ يو ماشوم راوبللو او د هغوئ په وړاندې يې ودرولو. ۳او ورته يې وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم ترڅو چې تاسو خپل […]

Matthew 17

د حضرت عيسىٰ شکل بدلېدل ۱شپږ ورځې پس عيسىٰ د ځان سره پطروس يعقوب او د هغۀ ورور يوحنا يو اوچت غرۀ ته وخېژول. ۲او د هغوئ په وړاندې د هغۀ شکل بدل کړے شو او د هغۀ مخ لکه د نمر وځلېدو او د هغۀ جامې لکه د رڼا سپينې شوې. ۳نو ناګهانه هغوئ […]