Mark 8

څلور زرو کسانو له خوراک ورکول ۱په هغه ورځو کښې په يوه بله موقع چې بيا ډېر خلق راجمع شوى وُو او ورسره د خوړلو څۀ نۀ وُو، عيسىٰ خپل مريدان راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ۲”په دې خلقو زما زړۀ سوزى، د درېو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ […]

Mark 7

د مشرانو روايات ۱فريسيان او ځينې د شرعې عالمان د يروشلم نه عيسىٰ له راغلل او هغۀ ته راټول شول. ۲نو هغوئ وليدل چې د هغۀ مريدان په ناوينځلو لاسونو روټۍ خورى. ۳ځکه چې فريسيان او ټول يهوديان د خپلو مشرانو د رواياتو په مطابق هيڅکله هم په ناوينځلو لاسونو روټۍ نۀ خورى. ۴کله چې […]

Mark 6

د حضرت عيسىٰ په ناصرت کښې نۀ قبلېدل ۱عيسىٰ د هغه ځائ نه روان شو او د خپلو مريدانو سره خپل ښار ته راغلو. ۲هرکله چې د سبت ورځ راغله نو هغۀ په عبادتخانه کښې تعليم ورکړو او ډېرو خلقو چې د هغۀ تعليم واورېدلو نو حېران شول او وې وئيل چې، ”هغۀ دا خبرې […]

Mark 5

پيريانو نيولے سړے روغول ۱او هغوئ د درياب بلې غاړې ته د ګِراسينيانو علاقې ته راغلل. ۲او چې کله عيسىٰ د کشتۍ نه راکوز شو، نو سمدستى يو سړے چې پيريانو نيولے وو د قبرستان نه د هغۀ سره د مِلاوېدو دپاره راووتلو. ۳هغه په قبرستان کښې اوسېدو او هيچا هم قابو کولے نۀ شو، […]

Mark 4

د زميندار مِثال ۱عيسىٰ يو ځل بيا د درياب په غاړه تعليم شروع کړو او دومره ډېر خلق ورته راټول شوى وُو چې هغه ترې په درياب کښې کشتۍ ته وختو او هلته کښېناستو، او نور ټول خلق د درياب په غاړه په اوچه ورته راټول شوى وُو. ۲او هغۀ هغوئ ته په مِثالونو کښې […]

Mark 3

د اوچ لاسى سړى روغول ۱عيسىٰ دوباره عبادتخانې ته ننوتو نو هلته يو داسې سړے وو چې لاس يې اوچ شوے وو. ۲او هغوئ دې ته کتل چې عيسىٰ به د سبت په ورځ هغه روغ کړى او کۀ نه، ځکه چې هغوئ به د هغۀ خلاف اِلزام لګولو ته تيار ناست وُو. ۳هغۀ اوچ […]

Mark 2

د يو شل سړى روغول ۱کله چې عيسىٰ يو څو ورځې وروستو کفرنحُوم ته واپس شو نو خلقو ته دا پته ولګېده چې هغه په کور کښې دے. ۲او دومره ډېر خلق ورته راټول شول چې د دروازې نه بهر هم نۀ ځائېدل. او څۀ وخت چې هغۀ هغوئ ته کلام بيانولو، ۳نو څلورو کسانو […]

Mark 1

د حضرت يحيىٰ بپتسمه ورکوونکى بيان ۱دا د خُدائ پاک د زوئ د عيسىٰ مسيح د زيرى شروع ده، ۲لکه څنګه چې يشعياه نبى ليکلى دى چې، ”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى. ۳په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز دے چې د مالِک خُدائ لاره […]

Matthew 28

د حضرت عيسىٰ بيا ژوندى کېدل ۱د سبت ورځ تيره شوه او د اِتوار د ورځې سحر کېدونکے وو چې مريم مګدلينى او هغه بله مريم د قبر ليدو له راغلې. ۲ناګهانه يوه سخته زلزله راغله، د آسمان نه د مالِک خُدائ يوه فرښته راکوزه شوه، غار له راغله او هغه کاڼے يې ورغړولو او […]

Matthew 27

د حضرت عيسىٰ پيلاطوس له بوتلل ۱چې سبا شو نو مشران اِمامان او د قوم مشران راټول شول او دا منصوبه يې جوړه کړه چې عيسىٰ به څنګه وژنو. ۲بيا يې هغه وتړلو او روان يې کړو او رومى ګورنر پيلاطوس ته يې حواله کړو. د يهوداه اِسکريوتى خودکُشى کول ۳کله چې يهوداه مُخبر ته […]