Luke 2

د حضرت عيسىٰ پېدايښت ۱په هغه ورځو کښې د رومى قيصر اوګوستوس د طرف نه دا فرمان جارى شو چې په رومى بادشاهۍ کښې دې د ټولو خلقو مردم‌شمارى وشى. ۲دا وړومبۍ مردم‌شمارى وه چې د شام د ګورنر کيرينيوس په وخت کښې وشوه. ۳د دې دپاره هر يو کس خپلې خپلې ښاريې ته د […]

Luke 1

مقدمه ۱ډېرو خلقو په دې لاس پورې کړے دے چې د هغه واقعاتو ترتيب وار بيان وکړى کوم چې زمونږ په مينځ کښې تير شوى دى. ۲بلکې هغوئ مونږ ته خبرې حواله کړې دى او چا چې دا واقعات د سر نه په خپلو سترګو ليدلى وُو هغوئ د زيرى خادِمان وُو. ۳نو زۀ هم […]

Mark 16

د حضرت عيسىٰ بيا ژوندى کېدل ۱هر کله چې د سبت ورځ تېره شوه، مريم مګدلينى، د يعقوب مور مريم او سلومى خوشبوداره تېل واخستل او نيت يې وکړو چې ورشى او د عيسىٰ په لاش يې واچوى. ۲او د اِتوار په ورځ سحر وختى د نمر راختو نه لږ وروستو هغوئ قبر له ورغلې. […]

Mark 15

حضرت عيسىٰ د پيلاطوس په وړاندې ۱هر کله چې سحر شو نو مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو په صلاح دا فېصله وکړه او عيسىٰ يې وتړلو، بيا يې هغه روان کړو، او پيلاطوس ته يې حواله کړو. ۲پيلاطوس د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“ هغۀ […]

Mark 14

د حضرت عيسىٰ د قتلولو سازش ۱د فسح او د پتيرې روټۍ اختر ته دوه ورځې پاتې وې او مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو داسې طريقه لټوله چې عيسىٰ په پټه ونيسى او وې وژنى. ۲هغوئ ووئيل چې، ”دا دې د اختر په ورځو کښې نۀ وى، هسې نه چې په خلقو کښې بلوا […]

Mark 13

د خُدائ پاک د کور د بربادۍ په باب کښې پېشګوئې ۱څۀ وخت چې عيسىٰ د خُدائ د کور نه په وتو وو نو د هغۀ يو مريد ورته ووئيل، ”وګوره، اُستاذه. څومره ښکلى کاڼى او عمارتونه دى.“ ۲عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ دا لوئ لوئ عمارتونه وينې؟ په دې کښې به يو کاڼے هم […]

Mark 12

د انګورو باغ او د باغوانانو مِثال ۱عيسىٰ هغوئ ته بيا په مِثالونو کښې خبرې شروع کړې. ”يو سړى د انګورو باغ ولګولو او ګېرچاپېره يې دېوال ترې تاو کړو او په کښې يې د انګورو لنګرۍ ولګوله او د څوکيدارۍ دپاره يې په کښې يو برج جوړ کړو. او بيا يې زميندارانو ته په […]

Mark 11

په يروشلم کښې د حضرت عيسىٰ کاميابه استقبال ۱هغوئ چې يروشلم ته رانزدې شول او چې بيتِ‌فګے او بيتِ‌عنياه ته د زيتُونو غرۀ ته ورسېدل نو عيسىٰ خپل دوه مريدان د دې هداياتو سره ولېږل، ۲”دې مخامخ کلى ته ورشئ. نو چې څنګه ورننوځئ نو تاسو به يو کوچاڼے تړلے ومومئ چې تر اوسه پرې […]

Mark 10

د طلاق په باب کښې تعليم ۱عيسىٰ د هغه ځائ نه بيا روان شو نو يهوديه او اُردن د سيند پورې غاړې ته لاړو، او ډېر خلق بيا ترې راچاپيره شُو. او د خپل عادت په مطابق هغۀ بيا هغوئ ته تعليم شروع کړو. ۲نو ځينې فريسيان راغلل او ترې د آزمېښت په طور يې […]

Mark 9

۱او عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته ځينې داسې کسان ولاړ دى چې هغوئ به تر هغې نۀ مرى ترڅو چې د خُدائ پاک بادشاهى په قدرت سره په راتلو ونۀ وينى.“ د حضرت عيسىٰ شکل بدلېدل ۲شپږ ورځې پس عيسىٰ د ځان سره پطروس يعقوب او يوحنا روان […]