Luke 22

د حضرت عيسىٰ د قتل سازش ۱خو اوس د پتيرې روټۍ د اختر ورځ رانزدې شوې وه کومې ته چې د فسح اختر وئيلے شى. ۲نو په دې موقع مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو دا کوشش کولو چې څۀ داسې بهانه ولټوى چې عيسىٰ قتل کړى، ځکه چې هغوئ د خلقو نه يرېدل. ۳خو […]

Luke 21

د کونډې ښځې شکرانه ۱عيسىٰ چې پاس وکتل نو وې ليدل چې مالداره خلق د خُدائ د کور په خزانه کښې خپلې شکرانې اچوى. ۲او هغۀ يوه غريبه کونډه وليدله چې دوه د تانبې سيکې يې ورواچولې. ۳هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دې غريبې کونډې د دې نورو ټولو نه زياتې واچولې. […]

Luke 20

د حضرت عيسىٰ د اختيار په حقله تپوس ۱يوه ورځ چې عيسىٰ د خُدائ په کور کښې خلقو له تعليم ورکولو او ورته يې زيرے اورولو نو مشران اِمامان، د شرعې عالمان او د قوم مشران ورله راغلل. ۲او هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ ته ووايه چې تۀ دا کارونه په کوم اختيار کوې؟ او دا […]

Luke 19

حضرت عيسىٰ او زکاۍ ۱بيا عيسىٰ يريحو ته ننوتو او د ښار په مينځ کښې تېرېدو. ۲هلته زکاۍ نومې يو سړے وو. دے د محصولچيانو سردار او ډېر مالداره وو. ۳د هغۀ دا تلوسه وه چې عيسىٰ به څنګه سړے وى، خو په قد مندرے وو او د ګڼو خلقو له وجې يې هغه ليدلے […]

Luke 18

د يوې کونډې او د يو قاضى مِثال ۱بيا عيسىٰ مريدانو ته يو مِثال ووئيلو، او ورته يې دا وښودل چې هغوئ دې ضرور بار بار دُعا غواړى او زړۀ دې نۀ بائيلى. ۲نو هغۀ وفرمائيل چې، ”په يو ښار کښې يو قاضى وو چې نۀ ورسره د خُدائ پاک يره وه او نۀ يې […]

Luke 17

د حضرت عيسىٰ يو څو خبرې ۱عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”تيندکونه به خامخا راځى خو چې د چا د لاسه دا راځى، د هغوئ په حال افسوس دے. ۲د هغۀ دپاره به دا ښۀ وى چې د هغۀ په غاړه کښې د ژرندې پل واچولے شى او په درياب کښې وغورزولے شى، په ځائ […]

Luke 16

د بې‌ايمانه ناظر مِثال ۱بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”يو دولتمند سړى ته د هغۀ د ناظر په سر چا شکايت وکړو چې هغه ستا مال الوځوى. ۲نو هغۀ هغه راوبللو او ورته يې ووئيل، دا ستا په حقله زۀ څۀ خبرې اورم؟ خپل حساب کِتاب راوړه ځکه چې د دې نه پس […]

Luke 15

د ورکې شوې ګډې مِثال ۱ټول محصولچيان او نور بدکاره خلق راغونډ وُو چې د عيسىٰ خبرې واورى. ۲خو فريسيانو او د شرعې عالمانو په خپلو کښې غورېدل شروع کړل او داسې لګيا وُو، ”ګورئ دا سړے خو ګناهګارانو ته هرکلے وائى او ورسره خوراک هم کوى.“ ۳نو عيسىٰ ورته دا مِثال تير کړو، ۴”کۀ […]

Luke 14

د پړسوب بيمارى روغول ۱د سبت په ورځ عيسىٰ د يو مشر فريسى په کور کښې روټۍ خوړلو له ورغلو او د خلقو په هغۀ نظر وُو. ۲هلته يو سړے وو چې ورته د پړسوب بيمارى لګېدلې وه. ۳عيسىٰ د شرعې د عالمانو او فريسيانو نه تپوس وکړو چې، ”د سبت په ورځ خلقو له […]

Luke 13

توبه يا مرګ ۱هم په دغه وخت کښې ځينې کسانو عيسىٰ د هغه ګليليانو په حقله خبر کړو چې پيلاطوس هغوئ د خُدائ په کور کښې ووژل کله چې هغوئ قربانى کوله. ۲عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ستاسو څۀ خيال دے چې په کومو ګليليانو چې دا زياتے وشو، هغوئ د نورو ګليليانو نه زيات […]