John 18

د حضرت عيسىٰ ګرفتارول ۱د دې خبرو نه پس عيسىٰ د خپلو مريدانو سره بهر ووتو او د قِدرون د وادۍ نه پورې وتلو. هلته يو باغ وو چې عيسىٰ او د هغۀ مريدان په کښې ورننوتل. ۲نو يهوداه، څوک چې به د هغۀ مُخبرى کوى، هغۀ ته د هغه ځائ هم پته وه ځکه […]

John 17

د حضرت عيسىٰ د خپلو مريدانو دپاره دُعا ۱د دې خبرو کولو نه پس عيسىٰ پاس آسمان ته وکتل او وې فرمائيل، ”پلاره، وخت راغلے دے، خپل زوئ ته لوئى ورکړه نو چې زوئ تا له جلال درکړى. ۲ځکه چې تا ما ته په ټولو بنى آدمو اختيار راکړے دے چې هغوئ ټولو له تل […]

John 16

د مريدانو نه د دُنيا نفرت ۱”ما تاسو ته دا خبرې د دې دپاره وکړې چې تاسو د تيندک خوړلو نه بچ شئ. ۲نو هغوئ به تاسو د عبادتخانو نه شړى، او بې‌شکه داسې وخت راتلونکے دے څوک چې تاسو قتلوى هغوئ به دا ګُمان کوى چې په دې کار کولو سره هغوئ د خُدائ […]

John 15

حضرت عيسىٰ د انګور اصلى بوټے ۱”زۀ د انګور اصلى بوټے يم او زما پلار باغوان دے. ۲هغه زما نه هره هغه څانګه پرې کوى چې مېوه نۀ نيسى او هره څانګه چې مېوه نيسى په هغې کښې قينچى کوى چې نوره زياته مېوه ونيسى. ۳د هغه کلام په ذريعه کوم چې ما تاسو ته […]

John 14

حضرت عيسىٰ پلار ته د ورتلو لار ده ۱”خپل زړونه مۀ پرېشانه کوئ، په خُدائ پاک ايمان ساتئ، او په ما هم ايمان ساتئ. ۲زما د پلار په کور کښې د اوسېدو ډېر ځايونه دى. کۀ چرې داسې نۀ وے نو بيا به ما تاسو ته دا وئيلى وُو څۀ چې زۀ ځم چې تاسو […]

John 13

د مريدانو پښې وينځل ۱د فسح د اختر نه مخکښې عيسىٰ ته معلومه شوه چې د دُنيا نه د هغۀ د جدايۍ وخت رانزدې شوے دے او هغه به خپل پلار ته ورشى. او د خپلو مريدانو سره يې په دې دُنيا کښې مينه وه، او تر آخره وخته پورې يې ورسره مينه وکړه. ۲د […]

John 12

حضرت عيسىٰ په بيتِ‌عنياه کښې په تېلو مسىح کړے شو ۱د فسح د اختر نه شپږ ورځې مخکښې عيسىٰ بيتِ‌عنياه ته راغے چرته چې د لعزر کور وو، څوک چې هغۀ د مړو نه بيا ژوندے کړے وو. ۲هلته هغوئ هغۀ له د ماښام مېلمستيا وکړه چې مرتا په کښې خِدمت کولو او لعزر هم […]

John 11

د لعزر مرګ ۱نو اوس لعزر نومې سړے ناجوړه وو، چې د بيتِ‌عنياه وو کوم چې د مريمې او د هغې د خور مرتا کلے وو. ۲دا د هغه مريم ورور لعزر ناجوړه وو چا چې په مالِک عطر اچولى وُو او د هغۀ پښې يې په خپلو وېښتو وچې کړې وې. ۳نو خوېندو يې […]

John 10

د ګډو د شپون مِثال ۱”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر څوک چې د ګډو شپول ته په دروازې نۀ ورننوځى خو په بله لاره وراوړى هغه غل او ډاکو دے. ۲خو کوم سړے چې په دروازه ورننوځى هغه د ګډو شپونکے دے. ۳څوکيدار هغۀ ته دروازه کولاووى، او ګډې د هغۀ آواز اورى […]

John 9

د يو پېدائشى ړوند بينا کول ۱عيسىٰ چې په لاره تېرېدو نو يو سړے يې وليدو چې پېدائشى ړوند وو. ۲د هغۀ مريدانو ترې تپوس وکړو چې، ”اُستاذه، ګناه چا کړې ده، دې سړى او کۀ د دۀ مور او پلار، چې دے ړوند پېدا شوے دے؟“ ۳عيسىٰ جواب ورکړو، ”نۀ دې سړى او نۀ […]