Acts 27

د پولوس رسول روم طرف ته سفر ۱کله چې دا فېصله وشوه چې مونږ به اِټلى ته په سمندرى جهاز کښې ځو نو پولوس او څۀ نور قېديان د قيصر د پلټنې يو صوبه دار يوليوس ته وسپارلے شول. ۲بيا مونږ د ادرمتيم ښار په يوه کشتۍ کښې کښېناستو چې د آسيه د صوبې بندرګاهو […]

Acts 26

د پولوس رسول د اګريپا بادشاه په وړاندې خپله صفائى پېش کول ۱بيا اګريپا پولوس ته ووئيل چې، ”تا ته د خپل ځان په حقله د خبرو کولو اجازت دے.“ بيا پولوس خپل لاس اوچت کړو او خپله صفائى يې داسې پېش کړله چې، ۲”اے اګريپا بادشاه. زۀ خپل ځان خوش قِسمته ګڼم چې ستا […]

Acts 25

د پولوس رسول قيصر ته اپيل ۱قيصريه صوبې ته د رسېدو نه درې ورځې پس فِستوس ګورنر يروشلم ته لاړو. ۲هلته ورته مشرانو اِمامانو او د يهوديانو مشرانو د پولوس خلاف مقدمه پېش کړه. ۳او خواست يې ورته وکړو چې د پولوس خلاف په مونږ دا مهربانى وکړه چې هغه يروشلم ته ولېږه، په حقيقت […]

Acts 24

په قيصريه کښې د فِليکس په وړاندې د پولوس رسول مقدمه ۱پينځۀ ورځې پس مشر اِمام حنانياس سره د مشرانو او ترطولوس نومې وکيل راغے او هغوئ د ګورنر په وړاندې د پولوس خلاف مقدمه پېش کړله. ۲کله چې پولوس راوغوښتے شو نو ترطولوس مقدمه داسې شروع کړه، وئيل يې چې، ”صاحبه، ستا په وجه […]

Acts 23

۱پولوس جرګې ته په اوچتو سترګو وکتل او وې وئيل چې، ”اے زما وروڼو، تر نن ورځې ما په صفا ضمير سره د خُدائ پاک په وړاندې خپل ژوند تير کړے دے.“ ۲بيا مشر اِمام حنانياس پولوس سره ولاړو خلقو ته حُکم ورکړو چې، ”په خولۀ يې ووهئ.“ ۳په دې پولوس هغۀ ته ووئيل چې، […]

Acts 22

د ګڼې په وړاندې د پولوس رسول صفائى پېش کول ۱”اے مشرانو او کشرانو، غوږ شئ. زۀ اوس ستاسو په وړاندې خپله صفائى بيانوم.“ ۲هر کله چې هغوئ په عبرانۍ ژبه کښې د هغۀ خطاب واورېدو نو هغوئ ورته نور ښۀ خاموش شول. بيا هغۀ ووئيل، ۳”زۀ يهودى يم، د کلکيه په ترسس ښار کښې […]

Acts 21

د پولوس رسول يروشلم ته سفر ۱کله چې مونږ د هغوئ نه رُخصت شُو او جهاز روان شو، نو مونږ نېغ د قوس جزيرې ته راغلو او په بله ورځ رودوس ته او د هغه ځائ نه پاترا ته لاړُو. ۲هلته مونږ يوه کشتۍ ولاړه وليده چې فينيکې ته تياره وه. مونږ وروختلو او په […]

Acts 20

د پولوس رسول مِکدونيه او يونان ته سفر ۱هر کله چې اله ګوله ختمه شوه نو پولوس په مريدانو پسې خبر ولېږلو او د ډاډګيرنې نه پس يې ترې رُخصت واخستو او مِکدونيه ته لاړو. ۲کله چې هغۀ په هغه علاقو کښې سفر کولو نو ايماندارانو له يې ډاډګيرنه ورکوله او هغه بيا يونان ته […]

Acts 19

پولوس رسول په اِفِسوس کښې ۱څۀ وخت چې اپولوس په کورنتوس کښې وو نو پولوس په دنننو علاقو کښې وګرځېدو او اِفِسوس ته راغلو. هلته هغۀ څو مريدان وليدل، ۲هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ”د ايمان راوړلو په موقع په تاسو روحُ القُدس نازل شوے وو؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه، مونږ ته خو دا […]

Acts 18

د پولوس رسول کورنتوس ښار ته تلل ۱د دې نه پس پولوس د اتينيه نه روان شو او کورنتوس ته لاړو. ۲هلته هغه اکوله نومې يهودى سره مِلاو شو چې د اصل نه د پونطوس وو او د ښځې نوم يې پرسکله وه. هغه تازه تازه د اِټلى نه راغلے وو ځکه چې کلوديوس ټولو […]