1 Corinthians 3

د خُدائ پاک په کار کښې ملګرى ۱اے وروڼو او خوېندو، ما تاسو سره لکه د روحانى خلقو په شان خبرې ونۀ کړے شوې بلکې داسې مې وکړې لکه چې دُنياوى خلقو سره چې په مسيح کښې ماشومان دى. ۲ما تاسو له پئ درکړل خو روټۍ نه، ځکه چې تاسو روټۍ خوړلو ته تيار نۀ […]

1 Corinthians 2

په سولۍ شوى د حضرت عيسىٰ مسيح پېغام ۱اے وروڼو او خوېندو، کله چې زۀ تاسو له راغلم او په تاسو کښې مې د خُدائ پاک د راز زيرے خور کړو، نو هغه څۀ د اوچتې درجې تقرير يا د حِکمت په زور نۀ وو. ۲کله چې زۀ تاسو سره وم نو ما دا فېصله […]

1 Corinthians 1

سلام او د خُدائ شُکر ۱د پولوس د طرف نه سلام چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح بللے شوے رسول او د ورور سوستينس له طرف نه، ۲د خُدائ پاک د هغه جماعت په نوم چې په کورنتوس کښې دے، يعنې د هغوئ په نوم چې په عيسىٰ مسيح کښې پاک کړے […]

Romans 16

د پولوس رسول شخصى سلام ۱زۀ تاسو ته د فيبے چې زمونږ خور او د کِنخريه د جماعت خِدمتګاره ده، سفارش کوم، ۲تاسو د هغې د مالِک په يووالى کښې داسې هرکلے وکړئ لکه څنګه عزت چې مقدسينو ته په کار وى. څۀ چې د هغې ضرورت وى ورسره مدد کوئ، ځکه چې هغې ما […]

Romans 15

ځان نه بلکې نور خلق خوشحالوئ ۱غرض دا چې مونږ چې په ايمان کښې مضبوط يُو، په کار دے چې د کمزورو کمزورتيا برداشت کړو، نه چې په خپله خوشحالۍ کښې مشغول يُو. ۲مونږ کښې دې هر يو خپل ګاونډى خوشحاله ساتى د دې مقصد دپاره چې د هغۀ ايمان مضبوط شى. ۳ځکه چې مسيح […]

Romans 14

په بل چا اِلزام مۀ لګوه ۱په ايمان کښې کمزورى خلق ځان سره شريک کړئ او په مسائيلو کښې ورسره بحث مباحثه مۀ کوئ. ۲د مثال په توګه د ځينو خو دا عقيده ده چې د هر څيز خوړل روا دى خو کمزورى ايمان لرونکى تشه سبزى خورى. ۳څوک چې هر څۀ خورى هغه دې […]

Romans 13

د سرکارى مشرانو تابعدارى کوئ ۱هر څوک دې د سرکارى مشرانو تابعدار وى، ځکه چې ټول اختيار د خُدائ پاک د طرف نه دے او کوم سرکارى مشران چې موجود دى، هغه خُدائ پاک په خپله مقرر کړى دى. ۲نو ځکه هر څوک چې د مشرانو تابعدارى نۀ کوى، هغه د خُدائ پاک د اِنتظام […]

Romans 12

په حضرت عيسىٰ مسيح کښې نوے ژوندون ۱نو په دې وجه، زما وروڼو او خوېندو، زۀ د خُدائ پاک د رحمتونو په وسيله تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه خُدائ پاک ته د داسې ژوندۍ قربانۍ دپاره وړاندې کړئ چې هغۀ ته مقدسه او قبوله وى، او هم دا ستاسو اصلى عبادت دے. ۲خپل […]

Romans 11

په بنى اِسرائيل د خُدائ پاک رحم ۱نو بيا زۀ تپوس کوم چې ولې خُدائ پاک خپل اُمت رد کړے دے څۀ؟ بلکل نه. زۀ په خپله هم بنى اِسرائيلى يم، د اِبراهيم د نسل نه يم او د بنيامين د خيل غړے يم. ۲خُدائ پاک خپل هغه اُمت نۀ دے رد کړے چې پخوا […]

Romans 10

د بنى اِسرائيلو دپاره د پولوس رسول دُعا ۱وروڼو او خوېندو، زما د زړۀ خواهش او د خُدائ پاک نه دُعا دا ده چې هغوئ دې خلاصون ومومى. ۲زما په دې باور دے چې هغوئ د خُدائ پاک په حقله ډېر غېرتى دى خو د دوئ غېرت د عِلم په بنياد نۀ دے. ۳ځکه چې […]