1 Corinthians 13

د مينې نعمت ۱کۀ زۀ د بنى آدمو او د فرښتو په ژبو خبرې کوم خو چې مينه نۀ کوم نو زۀ ټنګېدونکے ډولکے او يا شړنګېدونکے چڼچڼے يم. ۲او کۀ زۀ پېشګوئې کولے شم او کۀ ما ته ټول پټ رازونه او ټول عِلم معلوم وى او کۀ زما داسې ايمان وى چې غرونه […]

1 Corinthians 12

روحانى نعمتونه ۱نو اوس اے وروڼو او خوېندو، زۀ نۀ غواړم چې تاسو د روحانى نعمتونو په باب کښې ناخبره پاتې شئ. ۲تاسو ته پته ده چې کله تاسو کافر وئ نو تاسو دوکه شوئ او په هغه ګونګيانو بُتانو پسې ګمراه شوئ. ۳نو په دې وجه زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ […]

1 Corinthians 11

۱تاسو زما په نقش قدم شئ لکه څنګه چې زۀ د مسيح په نقش قدم روان يم. په عبادت کښې سر پټول ۲زۀ ستاسو تعريف کوم ځکه چې تاسو په هره خبره کښې ما يادوئ، او څنګه چې ما تاسو ته روايتونه در وسپارل تاسو هغه هم هغه شان برقرار ساتئ. ۳خو زۀ غواړم چې […]

1 Corinthians 10

د بُت پرستۍ خِلاف خبردارے ۱اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو د دې نه ناخبره پاتې کېدل نۀ غواړم چې زمونږ پلار نيکونه ټول د وريځې په حفاظت کښې وُو او ټول د بحرِقُلزم سيند نه پورې وتل، ۲او ټولو په وريځ او په بحرِقُلزم کښې د موسىٰ بپتسمه واخسته، ۳او ټولو يو شان روحانى […]

1 Corinthians 9

د رسول حق ۱ولې زۀ آزاد نۀ يم څۀ؟ ولې زۀ رسول نۀ يم څۀ؟ ولې ما عيسىٰ چې زمونږ مالِک دے نۀ دے ليدلے څۀ؟ ولې تاسو په مالِک کښې زما د خِدمت مېوه نۀ يئ څۀ؟ ۲کۀ زۀ د نورو دپاره رسول نۀ يم نو کم از کم ستاسو دپاره خو يم ځکه […]

1 Corinthians 8

بُتانو ته د خوراک نذر پېش کول ۱کوم سوال چې تاسو ته د هغه خوراک په حقله کوم چې بُتانو ته پېش کيږى پېدا شوے دے، جواب يې دا دے چې مونږ ټول خو د دې موضوع په حقله عِلم لرو. خو عِلم مونږ مغروره کوى، او مينه مونږ جوړوى. ۲کۀ څوک دا وائى چې […]

1 Corinthians 7

د وادۀ په حق کښې مسئلې ۱اوس د هغه مسئلو په حقله کومې چې تاسو ليکلى دى چې د سړى دپاره دا بهتره ده چې د ښځې سره کوروالے ونۀ کړى. ۲خو د حرام کارۍ نه د بچ کېدو د خاطره دا به ښۀ وى چې د هر سړى خپله ښځه وى او د هرې […]

1 Corinthians 6

د ايماندارانو په مينځ کښې مقدمه ۱ولې تاسو دا جرأت کوئ چې کله ستاسو د خپل ايماندار ورور سره مقدمه وى نو تاسو د فېصلې دپاره دا د بې‌دينه خلقو عدالت ته پېش کوئ او مقدسينو ته يې نۀ پېش کوئ؟ ۲ولې تاسو ته دا پته نشته چې مقدسين به د دُنيا عدالت کوى؟ نو […]

1 Corinthians 5

د بداخلاقۍ خِلاف حُکم ۱زۀ خبر شوے يم چې ستاسو په مينځ کښې جنسى حرام کارى کيږى، بلکې داسې جنسى حرام کارى چې په بې‌دينه خلقو کښې هم نۀ کيږى. په تاسو کښې يو سړے دے چې د هغۀ خپلې ميرنۍ مور سره ناجائزه تعلقات دى. ۲او تاسو پرې فخر کوئ. ولې تاسو ته په […]

1 Corinthians 4

د رسولانو خِدمت ۱تاسو مونږ د مسيح خادِمان او د خُدائ پاک د رازونو ساتونکى وګڼئ. ۲اوس ساتونکو ته په کار دى چې هغوئ اعتبارى وى. ۳خو زما دپاره دا ډېره وړه خبره ده چې تاسو يا بل انسانى عدالت دې زما جاج واخلى، بلکې زۀ په خپله هم د ځان جاج نۀ اخلم. ۴زۀ […]