2 Corinthians 7

۱نو اے خوږو دوستانو، نو چې مونږ سره داسې وعدې شوې دى نو راځئ چې مونږ خپل ځانونه د هر قِسمه جسمانى او روحانى ناپاکو نه پاک کړُو او د خُدائ پاک د يرې نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوو. په توبې ايستلو د پولوس رسول خوشحالى ۲مونږ ته په خپلو زړونو کښې ځائ راکړئ. […]

2 Corinthians 6

۱مونږ چې د خُدائ پاک په خِدمت کښې شريک يُو، تاسو ته دا مِنت کوُو چې د خُدائ پاک کوم فضل چې تاسو قبول کړے دے، هغه عبث مۀ ګڼئ. ۲ځکه چې هغه فرمائى، ”کله چې ستاسو د بچ کېدو وخت راغلو، نو ما په تاسو نظر وکړو او د مدد دپاره مې ستاسو فرياد […]

2 Corinthians 5

۱ځکه چې مونږ ته دا پته ده چې زمونږ بدن لکه د دُنياوى خېمې په شان دے په کومه کښې چې مونږ اوسيږو او کله چې هغه راپرېوځى نو خُدائ پاک به مونږ ته په آسمان کښې ابدى کور راکړى کوم چې په انسانى لاسونو جوړ شوے نۀ وى. ۲مونږ په دې خېمه کښې د […]

2 Corinthians 4

د خاورې په لوښو کښې خزانه ۱نو ځکه چې مونږ ته د خُدائ پاک د رحم په وسيله دا خِدمت وسپارلے شو نو مونږ همت نۀ بائيلو. ۲مونږ ټول شرمناک کارونه پرېښودل، نۀ مونږ چالاکى کوُو او نۀ د خُدائ پاک په کلام کښې بدلون راولو. خُدائ پاک په خپله زمونږ ګواه دے چې همېشه […]

2 Corinthians 3

د نوى لوظ خادِمان ۱ولې بيا مونږ د خپلې نېک نامۍ ډنډوره غږوو؟ او يا مونږ ته لکه د نورو خلقو په شان د سفارشى خطونو ضرورت دے څۀ؟ ۲تاسو په خپله زمونږ هغه سفارشى خط يئ چې زمونږ په زړونو ليکلے شوے دے، چې تاسو ټول يې لوستلے شئ او پرې پوهېږئ. ۳او ستاسو […]

2 Corinthians 2

۱نو ما په خپل زړۀ کښې دا اراده وکړه چې تاسو ته د بل غم درکولو په وجه نۀ درځم. ۲ځکه کۀ چرې زۀ تاسو غمژن کړم نو ما به څوک خوشحالوى، بغېر د هغوئ نه څوک چې زما په وجه غمژن شوى دى. ۳او ما چې څۀ وکړل هغه مې وليکل نو چې کله […]

2 Corinthians 1

سلام ۱د پولوس د طرفه چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح رسول دے او زمونږ ورور تيموتيوس د طرفه د خُدائ پاک هغه جماعت په نوم کوم چې په کورنتوس کښې دے او ورسره د ټولو اخيه د مقدسينو په نوم، ۲زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرفه […]

1 Corinthians 16

د مقدسينو دپاره چنده ۱اوس د هغې چندې په حقله چې د مقدسينو دپاره کيږى تاسو به په هغه هداياتو عمل کوئ چې ما د ګلتيانو جماعتونو ته ورکړى دى. ۲د هرې هفتې په اوله ورځ دې په تاسو کښې هر يو کس د خپلې ګټې نه د خپل ځان سره څۀ نا څۀ جمع […]

1 Corinthians 15

د حضرت عيسىٰ مسيح بيا ژوندى کېدل ۱نو زما وروڼو او خوېندو، زۀ به اوس تاسو ته هغه زيرے درياد کړم چې ما تاسو ته درکړے وو، کوم چې تاسو قبول کړے وو او په کوم چې تاسو قائم هم يئ. ۲او د کوم په وسيله چې تاسو خلاصون حاصلوئ کۀ چرې تاسو زما په […]

1 Corinthians 14

د نورو ژبو او نبوت کولو نعمت ۱د مينې او محبت لمن ونيسئ او د روحانى نعمتونو او خاص د پېشګويۍ د نعمت خواهش کوئ. ۲ځکه څوک چې په نورو ژبو خبرې کوى نو هغه د نورو خلقو سره نه، بلکې د خُدائ پاک سره خبرې کوى، او بل څوک د هغۀ په خبره نۀ […]