1 Thessalonians 4

د خُدائ پاک د خوښې ژوند ۱لنډه دا چې اے وروڼو او خوېندو، مونږ تاسو ته د مالِک عيسىٰ په نوم مِنت کوُو چې تاسو داسې چال چلن کوئ په کوم چې خُدائ پاک خوشحاليږى، لکه څنګه چې مونږ تاسو له تعليم درکړے دے. تاسو دغه شان کوئ، خو مونږ دا ستاسو د ترقۍ دپاره […]

1 Thessalonians 3

۱نو کله چې مونږ نور دا برداشت نۀ کړے شو، نو مونږ په اتينيه کښې د يواځې پاتې کېدو فېصله وکړه، ۲نو مونږ تيموتيوس چې زمونږ ورور او د مسيح په زېرى کښې د خُدائ پاک خادِم دے د دې دپاره درولېږلو چې هغه تاسو مضبوط کړى او تاسو له په ايمان کښې ډاډګيرنه درکړى، […]

1 Thessalonians 2

په تِسالونيکيه کښې د پولوس رسول خِدمت ۱اے وروڼو او خوېندو، تاسو ته په خپله پته ده چې تاسو ته زمونږ راتلل بې‌فائدې نۀ وُو. ۲خو اګر کۀ چې مونږ په فيليپى کښې ډېر وکړېدو او بې‌عزته کړے شُو څنګه چې تاسو ته پته ده خو بيا هم مونږ په خُدائ پاک کښې دا زړۀ […]

1 Thessalonians 1

دُعا او سلام ۱د پولوس، سيلوانوس او د تيموتيوس د طرف نه، د تِسالونيکيانو جماعت دپاره خط کوم چې د خُدائ پلار او په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دے. په تاسو دې فضل او سلامتى وى. ۲ستاسو ټولو دپاره مونږ همېشه د خُدائ پاک شُکر کوُو او هر وخت تاسو په خپلو دُعاګانو کښې يادوو، […]

Colossians 4

د کلام بيانول ۱اے مالِکانو، د خپلو نوکرانو سره د عدل او اِنصاف سلوک کوئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په آسمان کښې ستاسو هم يو مالِک شته. ۲خپل ځانونه په دُعا کښې مشغول کړئ او بېدار اوسئ او شُکر ګزارى کوئ. ۳او مونږ دپاره هم دُعا کوئ چې خُدائ پاک مونږ ته […]

Colossians 3

۱نو تاسو چې د مسيح سره بيا راژوندى شوئ نو تاسو بره د آسمانى څيزونو لټون کوئ، چرته چې مسيح د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے. ۲د آسمانى څيزونو په حقله سوچ کوئ او د دُنياوى څيزونو په حقله سوچ مۀ کوئ. ۳ځکه چې تاسو مړۀ شوى يئ خو ستاسو ژوند د مسيح […]

Colossians 2

۱زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې زۀ ستاسو دپاره او د لوديکيانو د جماعت دپاره او د هغوئ ټولو دپاره چا چې زۀ مخامخ نۀ يم ليدلے، څومره خوارى کوم. ۲زۀ غواړم چې هغوئ زړَور شى او د مينې په تار د يو بل سره وګنډلے شى، د دې دپاره چې هغوئ پخپله پوهه […]

Colossians 1

دُعا او وسلام ۱دا خط د پولوس د طرف نه چې د خُدائ پاک په رضا د عيسىٰ مسيح رسول دے او زمونږ د ورور تيموتيوس د طرف نه، ۲او په مسيح کښې هغه ايماندارانو او وفادارو وروڼو او خوېندو ته چې په کولوسى کښې دى. زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه دې په […]

Philippians 4

عملى ډاډګيرنه ۱نو ځکه زما خوږو وروڼو او خوېندو، تاسو سره چې زۀ مينه کوم او د ليدو مو خواهشمند يم، هم تاسو زما خوشحالى او تاج يئ، زما عزيزانو په دې طريقه په مالِک کښې قائم پاتې شئ. ۲زۀ يووديه او سنتخې ته مِنت کوم چې د مالِک په يووالى کښې په يو زړۀ […]

Philippians 3

د رښتيا او د دروغو صداقت ۱نو زما وروڼو او خوېندو، زما آخرى نصيحت دا دے چې په مالِک کښې خوشحاله اوسئ. او دا زما دپاره تکليف نۀ دے چې تاسو ته هغه خبرې بيا وليکم، خو په دې کښې ستاسو فائده ده. ۲د هغه سپو نه ځان وساتئ، څوک چې بدکاره دى، او تاسو […]