1 Timothy 6

غلامان ۱هغوئ ټول چې د غلامۍ د جغ د لاندې دى، هغوئ دې خپل مالِکان پوره د عزت لائق وګڼى چې د خُدائ پاک نوم او زمونږ تعليم بدنام نۀ شى. ۲خو هغه غلامان چې مالِکان يې ايمانداران وى، هغوئ دې خپل مالِکان د ورورولۍ په سبب سپک نۀ ګڼى، بلکې نور زيات خِدمت دې […]

1 Timothy 5

د نورو دپاره ذمه وارى ۱مشر سړى ته سختې خبرې مۀ کوه بلکې هغۀ ته خواست کوه او د خپل پلار په شان خبرې ورسره کوه او ځوانانو سره د وروڼو په شان سلوک کوه. ۲او زړې ښځې د ميندو په شان ګڼه او ځوانې ښځې په پوره پاکۍ سره خوېندې ګڼه. ۳د کونډو عزت […]

1 Timothy 4

د دروغژنو اُستاذانو خلاف خبردارے ۱نو روحُ القُدس صفا وائى چې په آخرو زمانو کښې به ځينې خلق د بې‌لارې کوونکو روحونو او شېطانى تعليمونو طرف ته توجو شى او د ايمان نه به واوړى. ۲دا به د هغه دروغژنو خلقو د رياکارۍ په سبب وى، د چا ضمير چې مړ شوے وى. ۳هغوئ به […]

1 Timothy 3

د رهبرانو قابليت ۱دا خبره رښتيا ده چې څوک د جماعت د مشر جوړېدلو خواهش کوى نو هغه د عزت کار غواړى. ۲نو په کار دى چې د جماعت مشر د اِلزام نه پاک، د يوې ښځې خاوند، پرهيزګار، شريف، د عزت قابل مېلمه دوست او د تعليم ورکولو لائق وى، ۳چې نۀ شرابى، نۀ […]

1 Timothy 2

د دُعا په حقله تعليم ۱نو بيا زۀ د ټولو نه اول په تاسو دا زور راوړم چې خواستونه، دُعاګانې، شفاعت او د ټولو خلقو دپاره شُکر ګزارى کوئ، ۲د بادشاهانو او د ټولو لويو مرتبو خلقو دپاره دُعا کوئ، نو چې مونږ د آرام او پُراَمنه او د ديندارۍ او د عزت ژوند تېر […]

1 Timothy 1

دُعا او سلام ۱د پولوس د طرف نه خط چې د خلاصوونکى خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح په حکم څوک چې مونږ له اُميد راکوى، د عيسىٰ مسيح رسول دے، ۲تيموتيوس ته چې په ايمان کښې زما وفادار زوئ دے. په تا دې د خُدائ پلار او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف […]

2 Thessalonians 3

زمونږ دپاره دُعا کوئ ۱نو اے وروڼو او خوېندو، زمونږ دپاره دُعا کوئ چې د مالِک کلام زر خور شى او هر چرته داسې عزت حاصل کړى څنګه چې يې ستاسو په مينځ کښې حاصل کړے وو. ۲او دُعا کوئ چې مونږ د بدو او خرابو خلقو نه بچ پاتې شُو ځکه چې ټول ايماندار […]

2 Thessalonians 2

بې‌شرعې انسان ۱نو اوس اے وروڼو او خوېندو، مونږ د خپل مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو او د هغۀ سره زمونږ د راغونډېدلو په حقله تاسو ته خواست کوُو ۲چې تاسو زر پرېشانه نۀ شئ او نۀ دې ستاسو وار خطا شى کۀ څوک درته د رويا نه يا د کلام نه او يا زمونږ […]

2 Thessalonians 1

دُعا او سلام ۱د پولوس او سيلوانوس او د تيموتيوس د طرف نه، د تِسالونيکيانو د جماعت دپاره خط چې زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح دے، ۲په تاسو دې زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه فضل او سلامتى وى. ۳اے ګرانو وروڼو او خوېندو، ستاسو […]

1 Thessalonians 5

۱نو اے وروڼو او خوېندو، اوس د هغه وختونو او د موقعو په حقله تاسو ته د څۀ ليکلو حاجت نشته چې دا به کله پېښ شى. ۲ځکه چې تاسو په خپله ښۀ خبر يئ چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به لکه د غل په شان ناګهانه راشى. ۳کله چې هغوئ وائى چې، […]