Genesis 5
د حضرت آدم اولاد ۱دا د آدم د اولاد نسبنامه ده. کله چې خُدائ پاک بنى آدم پېدا کړو، هغه يې د خپل ځان په شان پېدا کړو. ۲هغوئ يې نر او ښځه پېدا کړل، بختور يې کړل او ”بنى آدم“ نوم يې پرې کېښودو. ۳کله چې آدم د يو سل دېرشو کالو وو، نو […]
Genesis 4
قائِن او هابيل ۱بيا آدم د حوا سره څملاستو، نو هغه اُميدواره شوه. او يو زوئ يې وشو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زما مدد وکړو او زما زوئ وشو.“ نو هغې پرې قائِن نوم کېښودو. ۲وروستو يې بيا يو بل زوئ، هابيل وشو. هابيل شپون شو، خو قائِن زميدار وو. ۳څۀ موده پس، قائِن […]
Genesis 3
د بنى آدم نافرمانى کول ۱مالِک خُدائ، خُدائ پاک چې څومره ځناور پېدا کړى وُو مار په کښې د ټولو نه چالاک وو. مار د ښځې نه تپوس وکړو، ”دا رښتيا دى څۀ چې تاسو ته خُدائ پاک فرمائيلى دى چې د باغ د هرې يوې ونې مېوه مۀ خورئ؟“ ۲ښځې جواب ورکړو، ”مونږ ته […]
Genesis 2
۱نو داسې د ټول کائنات جوړېدل پوره شُو. ۲خُدائ پاک خپل ټول کارونه پوره کړل او په اوومه ورځ يې څۀ ونۀ کړل. ۳هغۀ اوومې ورځې له برکت ورکړو او مقدسه يې وګرځوله، ځکه چې هغۀ په اوومه ورځ پېدايښت پوره کړو او څۀ يې ونۀ کړل. ۴او داسې ټول کائنات پېدا شول. د عدن […]
Genesis 1
د پېدايښت واقعه ۱په شروع کښې چې کله خُدائ پاک ټول کائنات پېدا کړو، ۲زمکه خالى وه او هيڅ په کښې نۀ وُو. سمندر هر څۀ ګېر کړى وُو. او هر څيز په توره تيارۀ کښې پټ وو او د خُدائ پاک روح په اوبو حرکت کولو. ۳بيا خُدائ پاک حُکم وکړو چې، ”رڼا دې […]