Genesis 35

د حضرت يعقوب واپس بيت‌ايل ته راتلل ۱څۀ موده وروستو خُدائ پاک يعقوب ته ووئيل، ”پاڅه او سمدستى بيت‌ايل ته لاړ شه او هلته اوسېږه. هلته ما ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. زۀ هغه خُدائ پاک يم چې تا ته راڅرګند شوے وم چې کله تۀ د خپل ورور عِيسو نه تښتېدلې.“ ۲نو يعقوب خپل […]

Genesis 34

د دينه بې‌عزتى کېدل ۱يوه ورځ، د يعقوب او لِياه لور دينه، د کنعانۍ ښځو سره مِلاوېدو دپاره ووتله. ۲همور حِوى د هغې علاقې مالِک وو. د هغۀ زوئ شِکم هغه وليده، نو هغه يې بوتله او د هغې بې‌عزتى يې وکړه. ۳خو د يعقوب لور دينه د هغۀ نه زړۀ يوړو او هغه په […]

Genesis 33

د حضرت يعقوب د حضرت عِيسو سره مِلاوېدل ۱يعقوب چې وکتل نو عِيسو يې وليدو او څۀ ګورى چې څلور سوه کسان ورسره راروان وُو. نو هغۀ خپل بچى په لِياه، راحيل او په هغه دوو نورو ښځو باندې تقسيم کړل. ۲هغۀ نورې ښځې او د هغوئ بچى مخکښې کړل، بيا يې لِياه او د […]

Genesis 32

د حضرت يعقوب او د حضرت عِيسو مِلاوېدل ۱چې يعقوب څنګه خپل مُلک ته لاړو، د خُدائ پاک څۀ فرښتې ورسره مِلاو شوې. ۲چې هغه يې وليدلې، نو وې فرمائيل، ”دا د خُدائ پاک لښکر دے.“ نو په هغه ځائ يې محنايم نوم کېښودو. ۳يعقوب د خپل ځان نه مخکښې د ادوم په مُلک کښې […]

Genesis 31

د حضرت يعقوب د لابن نه تښتېدل ۱نو يعقوب واورېدل چې د لابن زامن وائى، ”زمونږ د پلار سره چې څۀ هم وُو نو هغه يعقوب د خپل ځان سره وړى دى. د هغۀ سره چې څومره دولت دے هغه ټول زمونږ د پلار وو.“ ۲هغۀ ته دا پته هم ولګېده چې لابن ورسره اوس […]

Genesis 30

۱خو د راحيل نه د يعقوب هيڅ بچى پېدا شوى نۀ وُو. نو په راحيل خپله خور بده لګېده او يعقوب ته يې ووئيل، ”زۀ غواړم چې زما نه دې هم بچى وى ګنې زۀ به مړه شم.“ ۲يعقوب راحيل ته غصه شو او وې فرمائيل، ”زۀ خو څۀ خُدائ پاک نۀ يم چې تۀ […]

Genesis 29

د حضرت يعقوب د لابن کور ته رسېدل ۱بيا يعقوب په خپل سفر روان وو او د نمرخاتۀ په طرف د خلقو مُلک ته لاړو. ۲چې څنګه هغۀ وکتل نو هغۀ په مېدان کښې يو کوهے وليدو او وې ليدل چې درې رَمې ورسره پرتې وې. هغه رَمو به د دې کوهى نه اوبۀ څښلې […]

Genesis 28

۱اِسحاق يعقوب راوغوښتلو، په مخه ښه يې ورته ووئيل او هغۀ له يې حُکم ورکړو، ”د يوې کنعانۍ جينۍ سره وادۀ ونۀ کړې. ۲سمدستى مسوپتاميه ته، د خپل نيکۀ بتو‌اېل کور ته لاړ شه او هلته د خپل ماما لابن د لوڼو نه يوې سره وادۀ وکړه. ۳قادر خُدائ دې ستا وادۀ بختور کړى او […]

Genesis 27

د حضرت اِسحاق حضرت يعقوب له برکت ورکول ۱چې کله اِسحاق ضعيف شو او نظر يې کار پرېښودو، هغۀ خپل مشر زوئ عِيسو راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اے زما زويه.“ هغۀ جواب ورکړو، ”جى، زۀ حاضر يم.“ ۲اِسحاق ورته وفرمائيل چې، ”ګوره، زۀ ضعيف يم او کېدے شى چې زر وفات شم. ۳خپل […]

Genesis 26

حضرت اِسحاق او ابى‌مَلِک ۱د هغې نه وروستو، په هغه مُلک کښې يو بل قحط راغلو لکه څنګه چې مخکښې د اِبراهيم په وخت کښې راغلے وو. اِسحاق په جرار کښې، د فلستيانو بادشاه ابى‌مَلِک له ورَغلو. ۲مالِک خُدائ اِسحاق ته راڅرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”مِصر ته مۀ ځه، په دې مُلک کښې […]