Exodus 5
د حضرت موسىٰ او حضرت هارون د مِصر بادشاه په مخکښې ودرېدل ۱د دې نه پس موسىٰ او هارون د فِرعون دربار ته لاړل او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما د عزت دپاره په صحرا کښې اختر وکړى.“ ۲خو […]
Exodus 4
د خُدائ پاک حضرت موسىٰ له لوئ طاقت ورکول ۱بيا موسىٰ مالِک خُدائ له جواب ورکړو، ”خو ګوره، کۀ بنى اِسرائيل په ما يقين ونۀ کړى او زما خبرې ته غوږ ونۀ نيسى نو زۀ څۀ وکړم کۀ هغوئ ووائى چې تۀ ما ته راڅرګند شوے نۀ يې؟“ ۲مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”دا ستا په […]
Exodus 3
د خُدائ پاک حضرت موسىٰ غوښتل ۱د موسىٰ سخر يترو د ميديان اِمام وو. يوه ورځ چې کله موسىٰ د هغۀ ګډې او چېلۍ څرولې، هغۀ رمه د بيابان نه واړوله او د خُدائ پاک غر سينا ته راغلو. ۲هلته هغۀ ته د مالِک خُدائ هغه فرښته د اور لمبې په شان د بوټى د […]
Exodus 2
د حضرت موسىٰ پېدايښت ۱په دې دوران کښې د ليوى قبيلې يو سړى په خپله قبيله کښې يوه ښځه وکړه، ۲او د هغې نه د هغۀ يو زوئ وشو. هغې وليدل چې دا ښۀ ښکلے ماشوم وو، نو هغې دا درې مياشتې پټ وساتلو. ۳خو چې کله هغې دا نور نۀ شو پټولے، هغې د […]
Exodus 1
د بنى اِسرائيلو سره په مِصر کښې ظلم کېدل ۱د يعقوب د زامنو نومونه دا دى چا چې خپل خپل خاندان د ځان سره کړو او مِصر ته لاړل، ۲روبين، شمعون، ليوى، يهوداه، ۳يساکار، زبولون، بنيامين، ۴دان، نفتالى، جاد او آشر. ۵د يعقوب ټول زامن او نمسى په شمېر کښې اويا کسان وُو. يوسف د […]
Genesis 50
۱يوسف په خپل پلار باندې ورپرېوتو، ژړل يې او ښُکلولو يې. ۲بيا يوسف خپلو خِدمت کوونکو حکيمانو له حُکم ورکړو چې د هغۀ د پلار د لاش اوچولو بندوبست وکړى چې خراب نۀ شى. ۳د مړى خرابېدو نه په بچ کولو باندې څلوېښت ورځې ولګېدلې. مِصريان اويا ورځې د هغۀ په غم غمژن وُو. ۴چې […]
Genesis 49
د حضرت يعقوب د خپلو زامنو سره آخرى ملاقات ۱يعقوب خپل زامن راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”راغونډ شئ او زۀ به تاسو ته ووايم چې په راتلونکى وخت کښې به په تاسو څۀ کيږى. ۲راټول شئ او واورئ، اے د يعقوب زامنو. د خپل پلار اِسرائيل خبره واورئ. ۳روبين، تۀ زما مشر زوئ يې. […]
Genesis 48
د حضرت يعقوب د اِفرائيم او منسى دپاره د خُدائ پاک نه برکت غوښتل ۱څۀ موده وروستو يوسف خبر شو چې د هغۀ پلار بيمار دے. نو هغۀ خپل دوه زامن، منسى او اِفرائيم روان کړل او د خپل پلار پوښتنې له ورَغلو. ۲چې يعقوب خبر شو چې خپل زوئ يې تپوس له راغلے دے، […]
Genesis 47
۱نو يوسف د هغوئ نه پينځۀ وروڼه روان کړل او فِرعون له ورغلل. هغۀ فِرعون ته وفرمائيل، ”زما پلار او زما وروڼه د خپلو رَمو، څاروو او چې څۀ يې هم لرل د هغې سره د کنعان د مُلک نه راغلى دى. دوئ اوس د جشن په علاقه کښې دى.“ ۲هغۀ بيا خپل وروڼه د […]
Genesis 46
د حضرت يعقوب د خاندان مِصر ته تلل ۱يعقوب د خپل هر څۀ سره په خپل سفر روان شو او بيرسبع ته راغلو. هلته يې د خپل پلار اِسحاق خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړې. ۲د شپې خُدائ پاک په خوب کښې د هغۀ سره خبرې وکړې او ورته يې وفرمائيل، ”يعقوبه، يعقوبه.“ هغۀ ورته […]