Leviticus 5

د ګناه د نذرانو ورکولو حالاتونه ۱په دې حالاتو کښې د ګناه نذرانې ضرورى ګڼلے کيږى. کۀ څوک د ګواهۍ ورکولو دپاره عدالت ته وغوښتلے شى او هغه معلومات نۀ ورکوى چې څۀ يې ليدلى يا اورېدلى وى، نو هغۀ ته دې د خپلو بدو سزا مِلاو شى. ۲کۀ څوک په غلطۍ سره يو حرام […]

Leviticus 4

په غلطۍ سره د شوو ګناهونو دپاره نذرانې ۱مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو ۲چې بنى اِسرائيلو ته ووايه چې کۀ څوک ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ حُکمونه مات کړى، نو هغه به دا قانون منى. ۳کۀ چرې مشر اِمام ګناه وکړى او د هغې په ذريعه خلق ګناهګار شى، نو […]

Leviticus 3

د سلامتۍ نذرانې ۱کله چې څوک خپل يو څاروے د سلامتۍ د نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې يو داسې غوَيے يا غوا وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. ۲هغه کس به خپل لاس د هغه ځناور په سر کېږدى او د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په […]

Leviticus 2

د غلې نذرانې ۱کله چې څوک مالِک خُدائ ته يوه د غلې نذرانه پېش کوى، نو هغه دې ښۀ اوړۀ وى. د زيتُونو تېل او خوشبودار لوبان دې په کښې واچوى، ۲د هارون د خاندان اِمامانو له دې راوړى. اِمام به يو موټے د اوړو، د تېلو او سره د ټولو لوبانو نه راواخلى او […]

Leviticus 1

سوزېدونکې نذرانه ۱مالِک خُدائ د خپلې حضورۍ د خېمې نه موسىٰ ته آواز وکړو او دا اصُول يې ورته وښودل. ۲هر کله چې اِسرائيليان خپلې قربانۍ پېش کوى نو دا اصُول به ياد ساتى، چې کله يو کس د يو ځناور قربانى پېش کوى، نو هغه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره ګډ يا چېلے راولى. […]

Exodus 40

د مالِک خُدائ د حضور خېمې ودرول او وقف کول ۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲”د اولنۍ مياشتې په اوله ورځ مالِک خُدائ د حضور خېمه ودروه. ۳په دې کښې د لوظ صندوق کېږده په کوم کښې چې لس حُکمونه دى او د دې په مخکښې پړده ولګوه. ۴هغه مېز دننه راوړه او سامان […]

Exodus 39

د اِمامانو دپاره لِباس جوړول ۱د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه هغوئ ښائسته لِباس جوړ کړو کوم به چې اِمامانو په مقدس ځائ کښې د خِدمت کولو په وخت اغوستلو. هغوئ د هارون دپاره د اِمامانو لِباس جوړ کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. […]

Exodus 38

د سوزېدونکې نذرانې قربان‌ګاه جوړول ۱د سوزېدونکې نذرانې دپاره، د کيکر د لرګى نه بضلى‌اېل يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. هغه څلور‌ګوټه وه، چې اووۀ نيم فټه اوږده وه، اووۀ نيم فټه پلنه او څلور نيم فټه لوړه وه. ۲هغۀ د څلورو ګوټونو دپاره د ښکرونو په شان څيزونه جوړ کړل چې د قربان‌ګاه سره يې […]

Exodus 37

د لوظ صندوق جوړول ۱بضلى‌اېل د کيکر د لرګى نه د لوظ صندوق جوړ کړو، چې پينځۀ څلوېښت اِنچۍ اوږد وو او اوويشت اِنچۍ پلن او اوويشت اِنچۍ لوړ وو. ۲بهر او دننه يې د سوچه سرو زرو پترى پرې وخېژول او ګېرچاپېره يې ترې نه د سرو زرو غاړه شان تاو کړه. ۳د وړولو […]

Exodus 36

۱بضلى‌اېل، اهلياب او نورو ټولو ماهِرو کسانو له مالِک خُدائ مهارت او پوهه ورکړې ده چې هغوئ هغه هر څۀ د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق جوړ کړى چې په مقدسه خېمه کښې يې ضرورت وى.“ د خلقو ډېرې زياتې نذرانې راوړل ۲بيا موسىٰ بضلى‌اېل، اهلياب او نور ټول ماهِر کسان راوغوښتل چا له […]