Leviticus 25
اوؤم کال ۱بيا مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې موسىٰ ته وفرمائيل او حُکم يې ورکړو چې، ۲”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه. کله چې تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ يې تاسو له درکوى، د مالِک خُدائ د درناوى دپاره په هر اوؤم کال تاسو هغه زمکه مۀ کَرئ. ۳شپږ کاله […]
Leviticus 24
د ډيوو ساتنه کول ۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۲”بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې د ډيوو دپاره ډېر ښۀ سوچه د زيتُونو تېل راوړى کومې چې په مقدسه خېمه کښې دى، نو چې هر وخت رڼا وى. ۳هارون به هر ماښام دا ډيوې بلوى او تر سحره پورې به يې بلې ساتى، […]
Leviticus 23
مذهبى اخترونه ۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۲”بنى اِسرائيلو ته د مذهبى اخترونو دپاره دا اصُول وښايه چې په دې کښې هغوئ د عبادت دپاره راغونډ شى. ۳ستاسو سره شپږ ورځې شته چې خپل کار په کښې کولے شئ، خو ياد ساتئ اوومه ورځ د سبت ورځ ده، چې د آرام دپاره ده. […]
Leviticus 22
خُدائ پاک ته قبلېدونکې نذرانې ۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۲”هارون او د هغۀ زامنو ته ووايه، تاسو زما د مقدس نوم سپکاوے مۀ کوئ، او د مقدسو نذرانو احترام کوئ کومې چې اِسرائيل ما ته وقف کوى. زۀ مالِک خُدائ يم. ۳هغوئ ته ووايه چې کله ستاسو د اولاد يو کس ناپاک […]
Leviticus 21
د اِمامانو پاکوالے ۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې د هارون د خاندان اِمامانو ته ووايه، ”کله چې د هغوئ يو خپلوان مړ شى نو د هغۀ په جنازه کښې شريکېدو په وجه به اِمام خپل ځان نۀ ناپاک کوى، ۲خو د دې نه بغېر چې هغه يې نزدې خپلوان وى لکه مور، […]
Leviticus 20
د ګناهونو دپاره سزاګانې ۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۲”اِسرائيلو ته ووايه، کۀ ستاسو يو خپل کس يا يو مسافر چې ستاسو سره اوسيږى هغه د خپلو ماشومانو نه يو ماشوم مولک بُت ته پېش کړى نو ټول قوم به هغه سنګسار کړى او مړ به يې کړى. ۳کۀ څوک د خپلو ماشومانو […]
Leviticus 19
اخلاقى او مذهبى قانون ۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۲”د اِسرائيلو قوم ته ووايه، مقدس اوسئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک مقدس يم. ۳ستاسو هر يو کس دې د خپل مور او پلار عزت کوى او د سبت ورځ مانځئ، چې څنګه ما حُکم درکړے دے. زۀ مالِک خُدائ ستاسو […]
Leviticus 18
ناروا جنسى تعلقات ۱مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې، زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۳تاسو هغه شان کارونه مۀ کوئ څنګه چې د مِصر د مُلک خلقو کول، چرته چې تاسو اوسېدلئ او تاسو هغه شان کار هم مۀ کوئ څنګه چې د کنعان خلق يې کوى، چرته چې […]
Leviticus 17
د وينې خوړل حرام دى ۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې ۲هارون د هغۀ زامنو او ټولو اِسرائيلو ته دا اصُول وښائى. ۳-۴کۀ يو اِسرائيلے کس يو غوَيے، يو ګډُورے، يا يو چېلۍ مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې خولې نه بغېر په […]
Leviticus 16
د معافۍ لويه ورځ ۱مالِک خُدائ موسىٰ ته د هارون د دوو زامنو د مرګ نه پس وفرمائيل چې کله هغوئ مالِک خُدائ ته هغه اور پېش کړو کوم چې خُدائ پاک ته قبول نۀ وو. ۲مالِک خُدائ وفرمائيل، ”خپل ورور هارون ته ووايه چې هغه به صِرف په مناسب وخت د پړدې شا ته […]