Deuteronomy 2

۱په آخر کښې مونږ راوګرځېدو او په هغه لار بيابان ته لاړُو کومه چې بحرِقُلزم ته تلې وه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو او ډېره موده د غرونو مُلک ادوم کښې سرګردانه ګرځېدو. ۲بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې ۳تاسو ډېره موده په دې غرونو کښې په ګرځېدو تېره […]

Deuteronomy 1

۱په دې کِتاب کښې هغه خبرې دى کومې چې موسىٰ ټولو بنى اِسرائيلو ته وکړې کله چې هغوئ د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته په صحرا کښې وُو. هغوئ سوف ته نزدې د اُردن په مېدان کښې وُو، دا د هغې ښارونو په مينځ کښې دے چې د فاران ښار يې يو طرف ته دے […]

Numbers 36

د وادۀ شوو ښځو ميراث ۱د جِلعاد د قبيلې د کورَنو مشران، د مکير زوئ او د منسى نمسے چې د يوسف زوئ وو، موسىٰ او د بنى اِسرائيلو نورو مشرانو له لاړل. ۲هغوئ ووئيل، ”صاحِبه، مالِک خُدائ تا ته حُکم درکړے دے چې زمکه د پچې په ذريعه په بنى اِسرائيلو تقسيم کړه. مالِک […]

Numbers 35

د ليويانو دپاره ښارونه ۱د اُردن نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې کوم ميراث هغوئ ته مِلاو شوے دے د هغې نه به څۀ ښارونه د اوسېدو دپاره او د ښارونو نه ګېرچاپېره د څرن زمکه خامخا ليويانو له ورکوى. ۳دا […]

Numbers 34

د کنعان سرحدونه ۱مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل ۲او د بنى اِسرائيلو دپاره يې دا اصُول ورته وښودل، ”کله چې تاسو کنعان ته ورننوځئ، کوم مُلک چې زۀ تاسو له درکوم، ستاسو د علاقې حدونه به داسې وى. ۳جنوبى سرحد به د صين صحرا او د ادوم سرحد پورې وى. دا به د نمرخاتۀ په […]

Numbers 33

د بنى اِسرائيلو د مِصر نه موآب ته سفر ۱بنى اِسرائيلو د لښکرو په شکل کښې په دې مرحلو کښې سفر وکړو او د موسىٰ او هارون په مشرۍ کښې د مِصر نه لاړل. ۲د مالِک خُدائ په حُکم باندې، موسىٰ به هر ځل د هغه ځائ نوم ليکلو چرته به چې هغوئ خېمې لګولې. […]

Numbers 32

د اُردن نمرخاتۀ طرف ته قبيلې ۱د روبين او جاد قبيلې سره ډېر څاروى وُو. کله چې هغوئ وليدل چې د يعزير او جِلعاد زمکه د څاروو دپاره ښۀ وه، ۲نو هغوئ موسىٰ، اِلى‌عزر او د قوم نورو مشرانو له لاړل او ورته يې ووئيل، ۳‏-۴”مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو په کوم مُلک نيولو […]

Numbers 31

د ميديانيانو خِلاف جنګ ۱مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲”د بنى اِسرائيلو سره چې ميديانيانو څۀ کړى وُو د هغې بدل ترې نه واخله. کله چې تۀ دا وکړې نو مړ به شې.“ ۳نو موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”د جنګ دپاره تيار شئ، چې تاسو په ميديانيانو حمله وکړئ او د هغوئ نه د مالِک […]

Numbers 30

د منښتې منلو په حقله اصُول ۱موسىٰ د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشرانو ته دا اصُول وښودل. ۲کله چې يو سړے مالِک خُدائ ته د منښتې په توګه څۀ څيز ومنى يا سخت قسم وخورى، نو هغه به خپله وعده نۀ ماتوى او خامخا به يې پوره کوى. ۳کله چې يوه جينۍ د پلار په […]

Numbers 29

د نوى کال د اختر نذرانې ۱د اوومې مياشتې په وړومبۍ ورځ به تاسو د عبادت دپاره راغونډېږئ او په دې ورځ به هيڅ کار نۀ کيږى. په هغه ورځ به بيګل وغږيږى. ۲مالِک خُدائ ته يو سوزېدونکې نذرانه پېش کړئ، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى، يو سخے، يو ګډ، اووۀ […]