Deuteronomy 22

۱کۀ تاسو وګورئ چې ستاسو د اِسرائيلى ورور غوا يا ګډې لار غلطه کړې وى، نو هغه هم داسې مۀ پرېږدئ، او خپل مالِک له يې واپس ورولئ. ۲خو کۀ د دې مالِک لرې اوسيږى يا کۀ تاسو ته پته نۀ وى چې دا د چا ده، نو د ځان سره يې خپل کور ته […]

Deuteronomy 21

نامعلومه قتل ۱کۀ په يو پټى کښې يو قتل شوے کس وموندے شى په هغه مُلک کښې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او تاسو ته پته نۀ وى چې چا وژلے دے، ۲نو ستاسو مشران او قاضيان به لاړ شى او چې چرته هغه مړے موندلے شوے وى نو د […]

Deuteronomy 20

د جنګ په حقله قانون ۱کله چې تاسو د خپلو دشمنانو خِلاف جنګ له ځئ او تاسو وګورئ چې د هغوئ جنګى ګاډۍ، آسونه او لښکر ستاسو نه زيات وى، نو د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو مل وى، چا چې د مِصر مُلک نه راوويستلئ. ۲د هغې نه […]

Deuteronomy 19

د پناه ښارونه ۱کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغه خلق تباه کړى چې زمکه يې تاسو له درکوى او چې د هغوئ ښارونه او کورونه ونيسئ او هلته اوسېږئ، ۲‏-۳نو هغه علاقه په درېو حِصو کښې تقسيم کړئ، چې په هره يوه حِصه کښې يې داسې ښار وى چې تلل ورته آسان وى. […]

Deuteronomy 18

د اِمامانو برخه ۱د ليوى قبيلې هيچا ته به هم په زمکه کښې حِصه نۀ ملاويږى، نۀ اِمامانو ته او نۀ يې نورو خلقو ته، د دې په ځائ هغوئ به په هغه نذرانو او قربانو ژوند تېروى کومې چې مالِک خُدائ ته ورکولے شى. ۲د هغوئ به خپل هيڅ ميراث نۀ وى، لکه چې […]

Deuteronomy 17

۱مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته داسې يو څاروے يا ګډ هم مۀ قربانى کوئ چې څۀ عېب په کښې وى، مالِک خُدائ د دې کار نه نفرت کوى. ۲کۀ تاسو واورئ چې ستاسو په يو ښار کښې څۀ سړو يا ښځو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده او د هغۀ سره کړے لوظ […]

Deuteronomy 16

د فسحې اختر ۱د ابيب په مياشت کښې د فسحې اختر کولو سره د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک درناوے کوئ، دا هغه مياشت وه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو د مِصر نه د شپې راوويستلئ. ۲د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د فسحې اختر د قربانۍ دپاره هلته خپل يو ګډ يا […]

Deuteronomy 15

اوؤم کال ۱د هر اوؤم کال په آخر کښې تاسو قرضونه معاف کوئ. ۲دا هغه څۀ دى چې تاسو به يې خامخا کوئ. هر چا چې خپلو بنى اِسرائيلو له قرض ورکړى وى نو هغه به ورته معاف کوى، هغه به د خپل ګاونډى يا د هغۀ د خپلوانو نه دا قرض واپس نۀ اخلى، […]

Deuteronomy 14

د وير په حقله قانون ۱تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خلق يئ. نو کله چې تاسو په مړى باندې غم کوئ، نو خپل ځانونه د نورو خلقو په شان مۀ زخمى کوئ يا د تندى نه بره وېښتۀ مۀ کلوئ. ۲تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خلق يئ، په زمکه […]

Deuteronomy 13

د بُت پرستۍ خلاف خبردارے ۱کېدے شى چې پېغمبران يا د خوبونو تعبير ورکوونکى د يوې معجزې يا د يوې عجيبه نښې وعده وکړى، ۲او کۀ هغه پېشګوئې شوې نښې يا معجزې څرګندې شى، او کۀ هغوئ وائى، چې نورو معبودانو ته راواوړئ کوم چې تاسو نۀ دى پېژندلى او د هغوئ عبادت وکړئ، ۳نو […]