Judges 4
دبوره او برق ۱د اهُود د مرګ نه پس، بنى اِسرائيلو بيا د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه. ۲نو مالِک خُدائ هغوئ يو کنعانى بادشاه يابين ته حواله کړل، چا چې د حصور په ښار کښې بادشاهى کوله. د هغۀ د لښکر مشر سِسيرا وو، کوم چې په حروست هګوئيم کښې اوسېدو. ۳د يابين نهۀ […]
Judges 3
په هغه مُلک کښې پاتې شوى قومونه ۱بيا مالِک خُدائ څۀ قومونه په هغه مُلک کښې د دې دپاره پرېښودل چې هغه بنى اِسرائيليان وآزمائى چې کوم د کنعان په جنګونو کښې شامل نۀ وُو. ۲هغۀ داسې د دې دپاره وکړل چې د بنى اِسرائيلو هر يو نسل ته د جنګ چل وښائى، خصوصاً هغوئ […]
Judges 2
په بوکيم کښې د مالِک خُدائ فرښته ۱د مالِک خُدائ فرښته د جِلجال نه بوکيم ته لاړه او بنى اِسرائيلو ته يې وفرمائيل، ”ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ او هغه مُلک ته مې راوستلئ چې ستاسو د پلار نيکۀ سره ما د هغې وعده کړې ده. ما وفرمائيل زۀ به هيڅکله ستاسو سره خپل […]
Judges 1
د يهوداه او شمعون قبيلو ادونىبزق بادشاه نيول ۱د يشوَع د مرګ نه پس بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زمونږ کومې قبيلې وړومبے لاړې شى چې په کنعانيانو حمله وکړى؟“ ۲مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”د يهوداه قبيله دې وړومبے لاړه شى. زۀ هغه مُلک د هغوئ په حواله کوم.“ ۳د يهوداه خلقو […]
Joshua 24
د حضرت يشوَع په شِکم کښې خلقو ته تقرير کول ۱يشوَع په شِکم کښې د بنى اِسرائيلو ټولې قبيلې راغونډې کړې. هغۀ مالِکان، مشران، قاضيان او د بنى اِسرائيلو آفسران راوغوښتل او هغوئ د خُدائ پاک حضور ته راغلل. ۲يشوَع خلقو ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، ډېر وخت […]
Joshua 23
د يشوَع آخرى تقرير ۱ډېره موده وروستو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له د هغوئ ګېرچاپېره دشمنانو نه امن ورکړو. په هغه وخت کښې يشوَع ډېر بوډا وو، ۲نو هغۀ ټول بنى اِسرائيل، مشران، مالِکان، قاضيان او د خلقو آفسران راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”زۀ اوس ډېر بوډا شوے يم. ۳تاسو هغه هر څۀ ليدلى […]
Joshua 22
د حضرت يشوَع د څۀ قبيلو رخصتول ۱بيا يشوَع د روبين، جاد او د نمرخاتۀ طرف منسى قبيلې خلق راغونډ کړل. ۲او يشوَع ورته وفرمائيل، ”تاسو هغه هر څۀ کړى دى چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ د څۀ کولو حُکم درکړے دے او تاسو زما ټول حُکمونه منلى دى. ۳په دې ټولو وختونو […]
Joshua 21
د ليويانو ښارونه ۱د ليوى قبيلې د کورَنو مشران اِلىعزر اِمام، د نون زوئ يشوَع او د ټولو بنى اِسرائيلو د قبيلو مشرانو له لاړل. ۲هلته د کنعان په مُلک سيلا کښې مشرانو هغوئ ته ووئيل، ”مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه حُکم کړے دے چې مونږ له به د اوسېدو دپاره ښارونه راکولے شى […]
Joshua 20
د پناه ښارونه ۱نو مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل ۲چې، ”بنى اِسرائيلو ته ووايه، د پناه دپاره ښارونه خوښ کړئ لکه څنګه چې ما موسىٰ له حُکم ورکړے وو. ۳کله چې څوک په غلطۍ سره يو کس ووژنى نو هغه کس هغه ځائ ته تښتېدے شى چې د بدل اخستونکو نه په امان کښې وى. […]
Joshua 19
شمعون ته حواله شوې علاقه ۱دوېمه پچه د شمعون قبيلې د کورَنو راووتله. دا علاقه د يهوداه قبيلې په علاقه کښې دننه وه. ۲په دې کښې بيرسبع يا شيبا، مولاده، ۳حصارسعول، بالاه، عضم، ۴التولد، بيتايل، حُرمه، ۵صِقلاج، بيتمرکبوت، حصارسوسه، ۶بيتلباوت او ساروحن شامل وُو، دا ديارلس ښارونه وُو چې ګېرچاپېره ترې کلى وُو. ۷هلته عين، […]