1 Samuel 29
د فلستيانو حضرت داؤد نامنظوره کول ۱فلستيانو خپل ټول فوجيان افيق ته راغونډ کړل او بنى اِسرائيلو په يزرعيل کښې د چينې سره خېمې ولګولې. ۲پينځۀ فلستى بادشاهان د خپلو سوونو او زرګونو سړو د ډلو سره لاړل، داؤد او د هغۀ سړى د اکيس بادشاه سره شا ته روان وُو. ۳فلستى مشرانو هغوئ وليدل […]
1 Samuel 28
۱څۀ موده وروستو، فلستيانو خپل فوجيان راغونډ کړل چې د بنى اِسرائيلو سره جنګ وکړى او اکيس داؤد ته ووئيل، ”تا ته دا پته ده چې تۀ او ستا سړى به زما دپاره جنګېږئ.“ ۲داؤد ورته وفرمائيل، ”دا رښتيا دى، زۀ ستا خِدمت کوونکے يم او تۀ به په خپله وګورې چې زۀ څۀ کوم.“ […]
1 Samuel 27
د حضرت داؤد په فلستيانو کښې پناه اخستل ۱خو داؤد د خپل ځان سره وفرمائيل، ”په نن سبا کښې به ما ساؤل ووژنى. زما دپاره ښۀ خبره دا ده چې د فلستى علاقې ته وتښتم. نو ساؤل به د بنى اِسرائيل په مُلک کښې زما لټول پرېږدى او زۀ به بچ شم.“ ۲نو داؤد او […]
1 Samuel 26
د حضرت داؤد د ساؤل ژوند بيا بچ کول ۱بيا د زيف يو څو سړى په جبعه کښې ساؤل له راغلل او ورته يې ووئيل چې، ”داؤد د يشيمون صحرا په غاړه د حکيله په غرۀ باندې پټ دے.“ ۲نو ساؤل سمدستى د درېو زرو ښو بنى اِسرائيلو فوجيانو سره د زيف صحرا ته لاړو […]
1 Samuel 25
د سموئيل مرګ ۱نو سموئيل مړ شو او ټول بنى اِسرائيليان راغونډ شول او په هغۀ يې د غم ژړا وکړه. بيا هغوئ هغه په راما کښې په خپل خاندانى قبر کښې ښخ کړو. حضرت داؤد او ابىجيل د هغې نه پس، داؤد د فاران صحرا ته لاړو. ۲-۳د کالب د قبيلې يو سړے وو […]
1 Samuel 24
حضرت داؤد د ساؤل ژوند بچ کول ۱کله چې ساؤل د فلستيانو سره جنګ کولو نه راواپس شو، نو هغه خبر شو چې داؤد د عينجدى په صحرا کښې دے. ۲ساؤل د بنى اِسرائيلو نه درې زره تکړه فوجيان ځان سره کړل او د ځنګلى چېلۍ ګټو نمرخاتۀ طرف ته په داؤد او د هغۀ […]
1 Samuel 23
د حضرت داؤد قعيله ښار بچ کول ۱يوه ورځ داؤد واورېدل چې فلستيان د قعيله په ښار باندې حمله کوى او د درمند نه رېبلے شوے فصل پټوى. ۲نو هغۀ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ لاړ شم څۀ چې په دې فلستيانو باندې حمله وکړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، په هغوئ حمله […]
1 Samuel 22
د اِمامانو قتلِ عام ۱داؤد د جات ښار نه وتښتېدو او د عدولام ښار ته نزدې يو غار ته لاړو. کله چې د هغۀ وروڼه او نور خاندان خبر شو چې هغه هلته دے، نو هغوئ ورسره مِلاو شول. ۲کوم خلق چې په تکليف کښې وُو، قرضدارى وُو يا خفه وُو نو هغوئ ورغلل، دا […]
1 Samuel 21
د حضرت داؤد ساؤل نه تښتېدل ۱داؤد په نوب کښې اخيمُلک اِمام له لاړو. اخيمُلک ورله مِلاوېدو دپاره د يرې نه په ريږدېدو راووتلو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ يواځې ولې يې او چې يو کس هم درسره نشته؟“ ۲داؤد جواب ورکړو، ”زۀ د بادشاه د يو کار دپاره دلته راغلے يم، هغۀ […]
1 Samuel 20
د يونتن د حضرت داؤد سره مدد کول ۱بيا داؤد په راما کښې د نَيوت نه وتښتېدو او يونتن له لاړو. داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”ما څۀ کړى دى، ما څۀ جرم کړے دے؟ ما ستا پلار سره څۀ بد کړى دى چې هغه ما وژنى؟“ ۲يونتن ورته ووئيل، ”خُدائ دې نۀ کړى چې […]