MAJOR PROPHETS

Ezekiel 35

د ادوم خلاف پېشګوئې

۱د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۲”اے بنى آدمه، خپل مخ په ادوم کښې د سعير د غرۀ خلاف ورواړوه، او د هغۀ خلاف نبوت وکړه ۳او ورته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے د سعير غره زۀ ستا خلاف يم، او زۀ به ستا خلاف خپل لاس دروغزوم او تا به وران ويجاړ کړم. ۴زۀ به ستا ښارونه په کنډرو بدل کړم او تۀ به شاړ او ويجاړ شې. نو بيا به تۀ پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم. ۵په هغه وخت کښې کله چې ما بنى اِسرائيلو له آخرى سزا ورکوله، نو ستاسو دائمى نفرت هغوئ قصابخانې ته ورسول، په هغه وخت کله چې په هغوئ افت نازل شوے وو. ۶نو په دې وجه دې زما په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زۀ به تاسو قتل و غارت ته حواله کړم او دا به تاسو پسې وى. لکه څنګه چې تاسو د قتل و غارت نه نفرت ونۀ کړو، نو دغه شان قتل و غارت به تاسو پسې وى. ۷زۀ به د سعير غر وران ويجاړ کړم او څوک هم چې په دې ځى راځى ټول به مړۀ کړم. ۸زۀ به ستا غرونه د مړو نه ډک کړم، هغه څوک چې په تُوره مړۀ شوى دى، ستا په غونډو او ستا په درو او ستا په ټولو ګړنګونو کښې به پراتۀ وى. ۹زۀ به تا د تل دپاره خالى کړم، او ستا ښارونه به بيا آباد نۀ شى. نو بيا به تۀ پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم. ۱۰ځکه چې تا ووئيل، ”دا دوه مُلکونه، اِسرائيل او يهوداه به زمونږ وى او مونږ به د دوئ جائيدادونه قبضه کړُو،“ اګر کۀ زۀ مالِک خُدائ هم هلته وم، ۱۱نو په دې وجه زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تاسو سره د هغه قهر او کينې په مطابق سلوک وکړم، کوم چې تاسو د هغوئ نه په نفرت کولو کښې ښکاره کړو او زۀ به خپل ځان د هغوئ په مينځ کښې څرګند کړم کله چې زۀ ستاسو عدالت کوم. ۱۲نو بيا به تاسو پوهه شئ چې ما مالِک خُدائ هغه بدې خبرې اورېدلې دى کومې چې تاسو د بنى اِسرائيل د غرونو په حقله کړې دى. تاسو ووئيل چې، دا وران او شاړ پراتۀ دى، مونږ ته دې د خوراک په توګه راکړے شوى دى چې وې خورو. ۱۳تا زما خلاف په بې‌پرواهۍ سره لافې او ډيرې خبرې وکړې، او ما دا واورېدلې. ۱۴مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، کله چې ټوله دُنيا د خوشحالۍ نه خوند اخلى، زۀ به تاسو شاړ کړم. ۱۵ځکه چې تاسو خوشحالى وکړه کله چې د بنى اِسرائيلو د قوم ميراث تباه شو، دغسې سلوک به زۀ تاسو سره وکړم. اے د سعير غره، تۀ او ټول ادوم به وران ويجاړ شې. نو بيا به هر څوک پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“