په مِصر کښې د بنى اِسرائيلو دپاره د مالِک خُدائ پېغام
۱دا پېغام يرمياه ته د يهوداه د خلقو په حقله ورکړے شو څوک چې د مِصر په جنوبى ښارونو کښې لکه مجدال، تحفنحيس، ميمفِس او څوک چې په بره برخو کښې اوسېدل، ۲”مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، تاسو هغه تباهى په خپله وليده چې کومه ما په يروشلم او د يهوداه په نورو ټولو ښارونو باندې راوستله. او نن دا شاړ او تباه شوى پراتۀ دى، ۳ځکه کوم بد کارونه چې هغوئ وکړل. هغوئ زما قهر په هغه خوشبو سوزولو او غېرو معبودانو ته په عبادت کولو راوچت کړو چې نۀ خو هغوئ او نۀ تاسو او نۀ د هغوئ پلار نيکۀ پېژندل. ۴ما بار بار تاسو ته خپل خِدمتګاران پېغمبران درولېږل، هغوئ تاسو ته مِنت وکړو چې دا حرامکارى مۀ کوئ د کوم نه چې زۀ نفرت کوم. ۵خو هغوئ د نبيانو خبرو ته غوږ ونۀ نيولو او نۀ يې توجو ورکړه، او هغوئ د خپلو هغه بد عملونو نه راونۀ ګرځېدل او نۀ يې غېر معبودانو ته خوشبو سوزول بند کړل. ۶نو په دې وجه ما خپل سخت قهر د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو لکه د اور په شان نازل کړو، او هغه يې تر نن ورځ پورې تباه او په خرابه بدل کړل. ۷نو اوس مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې زۀ تاسو نه تپوس کوم چې، تاسو ولې خپل ځانونه تباه کوئ؟ په تاسو کښې به نۀ نارينه، نۀ زنانه، نۀ ماشومان او نۀ تې خوړونکى هيڅوک هم ژوندى پاتې نۀ شى څوک چې دلته د يهوداه نه راغلى يئ. ۸تاسو په مِصر کښې نورو معبودانو او بُتانو ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کولو سره ما ولې غصه کوئ؟ تاسو به په دې کار کولو سره صرف خپل ځان تباه کړئ او د دُنيا د نورو خلقو د لعنت، خندا او مسخرو به وګرځوئ. ۹ولې تاسو د خپل پلار نيکۀ ګناهونه، د يهوداه د بادشاهانو او د مَلِکو ګناهونه، او هغه ګناهونه چې تاسو او ستاسو ښځو په يهوداه او يروشلم کښې کړى دى هېر کړل؟ ۱۰خو تر ننه پورې نۀ تاسو په خپل ځان کښې خاکسارى راوستې ده او نۀ مو په خپلو بدو کارونو پښېمانى ښکاره کړې ده. په تاسو کښې هيچا، نۀ زما د شريعت په مطابق او نۀ زما د اصُولو په مطابق ژوند کړے دے کوم چې ما ستاسو نه وړاندې ستاسو پلار نيکۀ ته ورکړى وُو. ۱۱نو په دې وجه، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، ما په خپله دا کلکه اراده وکړه چې ټوله يهوداه تباه او هلاکه کړم. ۱۲زۀ به د يهوداه هغه ژوندى پاتې شوى خلق راواخلم هغه څوک چا چې په مِصر کښې په پناه اخستو او اوسېدو زور راوړے وو. زۀ به هغوئ تباه کړم. هغوئ ټول لوئ او واړۀ به په مِصر کښې په جنګ، قحط او وبا باندې مړۀ او تباه کړم. او هغوئ به نورو خلقو ته د تهمت، وحشت، لعنت او حقارت مثال وګرځيږى. ۱۳زۀ به هغوئ ته په مِصر کښې سزا ورکړم لکه څنګه چې مې ورته په يروشلم کښې په جنګ، قحط او وبا سزا ورکړې وه. ۱۴د يهوداه څومره خلق چې دلته مِصر ته پناه اخستو دپاره راغلى دى هغه ټول به دلته هلاک شى. څوک به هم يهوداه ته واپس لاړ نۀ شى. تر دې چې هغوئ به د دوباره هلته د تلو او آبادېدو ډېر خواهش هم کوى. خو په هغوئ کښې به صرف يو څو کسان واپس شى.“ ۱۵د سړو او ښځو يوه لويه ډله چې په هغوئ کښې ځينې کسان په دې موضوع خبر وُو چې د هغوئ ښځو بُتانو ته خوشبويۍ سوزولې او ورسره هغوئ هم څوک چې په شمالى او جنوبى مِصر کښې اوسېدل يرمياه ته يې ووئيل چې، ۱۶”کومه خبره چې تا مونږ ته د مالِک خُدائ په نوم وکړه هغې ته به مونږ غوږ نۀ نيسو. ۱۷مونږ به ضرور په خپلو هغه ټولو خبرو عمل کوُو د کومې خبرې چې مونږه منښته کړې ده، مونږ به آسمانې مَلِکې ته خوشبو سوزوُو او هغې ته به د انګورو د شيرې نذرانې پېش کوُو. مونږ به هغه کارونه کوُو لکه څنګه چې به زمونږ پلار نيکۀ، بادشاهانو، سرکارى کسانو د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې کول. مونږ سره په هغه وخت کښې خوراک ډېر تېر وو او زندګى مو ښۀ وه او مونږ ته هيڅ قسمه تکليف او مصيبت نۀ وو. ۱۸خو چې د کوم وخت نه مونږ آسمانې مَلِکې ته د خوشبو سوزول او د څښلو نذرانې پېش کولو رسم بند کړے دے نو مونږ سره هيڅ هم نۀ وُو او په جنګ او قحط باندې مړۀ کېدلوُ.“ ۱۹نو ښځو خپله خبره جارى وساتله او وې وئيل چې، ”ولې ستاسو دا خيال دے چې ګنې زمونږ خاوندانو ته دا پته نشته چې مونږ آسمانې مَلِکې ته خوشبوئى وسوزوله، د څښلو نذرانه او هغه روټۍ چې پرې مو د هغې شکل جوړ کړے وو پېش کړه؟ نه، بلکل داسې نۀ ده.“ ۲۰نو بيا يرمياه هغه ټولو سړو او ښځو ته وفرمائيل چا چې يو شان جواب ورکړے وو، ۲۱”ولې ستاسو هم دا خيال دے چې ګنې مالِک خُدائ ته دا پته نشته څۀ چې تاسو او ستاسو پلار نيکۀ، ستاسو بادشاهانو او سرکارى کسانو، او ټولو خلقو بُتانو ته د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې خوشبوئى سوزولې ده؟ ۲۲دا ځکه وشُو چې، نور مالِک خُدائ ستاسو د شرارت نه ډک او حرام کارونه نۀ شو برداشت کولے، نو د دې په وجه ستاسو زمکه د لعنت مثال وګرځېده، او په صحرا او کنډرو بدله شوه چې تر ننه پورې هيڅ څوک په کښې نۀ اوسيږى. ۲۳دا مصيبتونه ځکه په تاسو باندې راغلل چې تاسو بُتانو ته خوشبو وسوزوله او د مالِک خُدائ خلاف مو ګناه وکړه. تاسو د هغۀ د حکمونو منلو نه اِنکار وکړو او نۀ مو د هغۀ په لارښودنو، اصُولو او شريعت باندې عمل وکړو.“ ۲۴نو بيا يرمياه ټولو ناريناؤ او زناناؤ ته وفرمائيل چې، ”اے د يهوداه خلقو تاسو څوک چې په مِصر کښې اوسېږئ د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسئ. ۲۵مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، تاسو او ستاسو ښځو ووئيل چې، مونږ به ضرور خپلې وعدې پوره کوُو او آسمانې مَلِکې ته به د خوشبو سوزولو او د څښلو نذرانې پېش کوُو. نو تاسو چې څۀ کول نو هغه وکړئ او خپله وعده او منښته هغې ته پوره کړئ. ۲۶خو اوس تاسو ټول د مالِک خُدائ دې پېغام ته غوږ ونيسئ، تاسو د يهوداه ټولو خلقو څوک چې اوس په مِصر کښې اوسېږئ، زۀ په ژوندى مالِک قادر مطلق خُدائ قسم خورم، مالِک خُدائ فرمائى چې، زما نوم به نور هيڅکله په مِصر کښې د يو يهودى په خولۀ وانۀ خستلے شى. په تاسو کښې به يو هم زما نوم د دُعا او د قسم خوړلو دپاره استعمال نۀ کړى، هغه دا چې، په يقين سره مالِک قادر مطلق خُدائ ژوندے دے. ۲۷زۀ به په تاسو ضرور افتونه نازل کړم، نه چې آبادى. د يهوداه هر يو کس څوک چې اوس په مِصر کښې اوسيږى ټول به جنګ او يا په قحط کښې مړۀ شى ترڅو چې يو هم ژوندے پاتې نۀ شى. ۲۸صرف يو څو کسان به د مرګ نه وتښتى او د مِصر نه به يهوداه ته واپس شى. نو بيا ټول هغه کسان چې مِصر ته راغلى دى نو هغوئ ته به دا پته ولګى چې د چا خبره رښتيا ده، زما او کۀ د هغوئ. ۲۹مالِک خُدائ فرمائى چې، دا به تاسو دپاره نښه وى چې زۀ په دې ځائ کښې تاسو ته سزا درکړم، نو تاسو به په دې پوهه شئ چې ما ستاسو خلاف صرف خبرې نۀ دى کړې بلکې ضرور به سزا هم درکوم. ۳۰مالِک خُدائ فرمائى چې، لکه څنګه چې ما د يهوداه بادشاه صدقياه د بابل بادشاه نبوکدنضر ته حواله کړو، دغه شان به زۀ د فِرعون حفرع د مِصر بادشاه هم د هغۀ دشمنانو ته حواله کړم څوک چې د دۀ مرګ پسې ګرځى.“