د مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره د خلاصون لوظ
۱د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته ورکړے شو، ۲”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې فرمائى چې، ټولې هغه خبرې چې ما تا سره وکړې هغه په يو کِتاب کښې وليکه. ۳مالِک خُدائ فرمائى چې، ګوره، نو هغه وخت راروان دے چې زۀ به خپل خلق اِسرائيل او يهوداه د جلاوطنۍ نه بحال کړم او هغه مُلک او ځائ ته به يې واپس راولم کوم چې ما د هغوئ پلار نيکۀ له په ميراث کښې ورکړے وو او دا به بيا د هغوئ ملکيت وى، دا مالِک خُدائ فرمائى.“ ۴دا هغه خبرې دى چې مالِک خُدائ د اِسرائيل او يهوداه د خلقو په حقله فرمائيلى دى، ۵”مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ د يرې ژړا اورم، هلته دهشت دے او امن نشته. ۶نو زۀ به ستاسو نه دا يو تپوس وکړم چې ولې سړى بچى راوړى څۀ؟ نو دا ولې زۀ چې هر يو تکړه سړى ته ګورم نو لکه د يوې بيمارې ښځې په شان چې د ماشوم د پېدا کېدو وخت يې رانزدې شوے وى هغسې يې لاسونه په خپله ګېډه باندې اېښى وى او هر يو لکه د مړى په شان تک زېړ شوى وى؟ ۷افسوس چې هغه ورځ به څومره سخته وى. د هغې ورځې په شان به بله کومه ورځ هم نۀ وى. دا به د يعقوب دپاره سخته ورځ وى، خو په آخر کښې به هغه ترې بچ شى. ۸مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، په هغه ورځ به د هغوئ د غاړې نه هغه جغ مات کړم او د زنځيرونو نه به يې خلاص کړم او هغوئ به نور د پردو خلقو غلامان نۀ وى. ۹خو هغوئ به د خپل مالِک خُدائ او د داؤد د نسل نه د هغه بادشاه خِدمت وکړى، څوک چې به زۀ په هغوئ باندې مقرروم. ۱۰بلکې مالِک خُدائ فرمائى چې، اے زما خِدمت کوونکيه يعقوبه، مۀ يرېږه. او اے اِسرائيله تۀ مۀ پرېشانه کېږه. زۀ به په يقين سره تا او ستا اولاد په هغه لرې مُلک کښې د جلاوطنۍ نه آزاد کړم. او تۀ به راواپس شې او خير خيريت سره به ژوند کوې. او څوک به تا نۀ شى يرولے. ۱۱نو مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ ستا مل يم او زۀ به تا بچ کړم. او زۀ به هغه ټول قومونه مکمل تباه کړم چرته چې ما تاسو خوارۀ وارۀ کړى وئ، خو زۀ به تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. زۀ به تاسو په اِنصاف سره تنبيه کړم، او زۀ به تاسو هم داسې بېسزا نۀ پرېږدم. ۱۲مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ستاسو زخمونه خطرناک دى، او ستاسو زخمونه لاعلاجه دى. ۱۳داسې څوک نشته چې ستا خيال وساتى، ستا د زخمونو دپاره دارو نشته، ستا دپاره علاج نشته دے. ۱۴ستا ټولو ملګرو تۀ هېر کړے يې، هغوئ ستا پرواه نۀ کوى. ما په تا باندې داسې حمله وکړه لکه څنګه چې په دشمن کوم، او د يو ظالم په شان مې سزا درکړه، ځکه چې ستا شرارتونه ډېر غټ دى، او ستا ګناهونه ډېر زيات دى. ۱۵نو بيا ولې تاسو په خپلو زخمونو او درد ژړا فرياد کوئ، او تاسو وايئ چې د دې خو هيڅ علاج نشته؟ خو دا ما ستاسو د لويو شرارتونو او ډېرو ګناهونو په وجه درسره وکړل. ۱۶خو هر هغه څوک چې تاسو روغ تېروى هغوئ به روغ تېر کړے شى، او ستاسو ټول دشمنان به جلاوطن کړے شى. هر هغه څوک چې تاسو لوټ کوى هغوئ به لوټ کړے شى، او څوک چې په تاسو باندې حمله کوى په هغوئ باندې به حمله وکړے شى. ۱۷مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به ستاسو صحت دوباره ښۀ کړم، او ستاسو زخمونو ته به شفا ورکړم. زۀ به دا کار وکړم ځکه چې ما اورېدلى دى چې خلق تا ته ”جلاوطن شوے“ وائى، ”صيون د چا چې څوک هم خيال نۀ ساتى.“ ۱۸مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به د يعقوب اولاد د غلامۍ نه واپس راولم او په هغوئ به رحم وکړم، د يروشلم تباه شوے ښار به هم هغه ځائ کښې دوباره آباد کړم، او زوړ محل به يې په خپل اصلى ځائ کښې ودروم. ۱۹نو په هغه وخت کښې به د هغه خلقو نه د شُکر ګزارۍ حمدونه او د خوشحالۍ آوازونه واورېدلے شى. زۀ به د هغوئ شمېر زيات کړم، او هغوئ به کمولے نۀ شى. زۀ به خلق مجبور کړم چې د هغوئ عزت وکړى، او هغوئ به سپک نۀ شمېرلے کيږى. ۲۰د هغوئ ماشومان به لکه د پخوا په شان ژوند کوى، او د هغوئ جماعت به زما په مخکښې قائم شى، او زۀ به هغه ټولو خلقو له سزا ورکړم څوک چې په دوئ باندې ظلم کوى. ۲۱د هغوئ مشر به د هغوئ د خپل قوم نه وى، او د هغوئ مشر به د هغوئ د خپلو خلقو نه وى. زۀ به هغه خپل ځان ته نزدې کړم او هغه به ما له راشى، ځکه چې څوک دا جرأت کولے شى چې نابللے راشى؟ دا د مالِک خُدائ فرمان دے. ۲۲نو هغه وخت به تاسو زما خلق يئ او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم.“ ۲۳ګورئ د مالِک خُدائ غصه لکه د طوفان په شان رانازليږى، او د تېزو هواګانو په شان د بدعمله خلقو په سر په غضب سره لګيږى. ۲۴او د مالِک خُدائ سخت قهر او غضب به تر هغې پورې وى او واپس به نۀ شى ترڅو چې د هغۀ مقصد پوره شوے نۀ وى. په راتلونکو ورځو کښې به تاسو په دې هر څۀ باندې پوهه شئ.