MAJOR PROPHETS

Jeremiah 27

يرمياه جغ په غاړه کړو

۱د صدقياه د يوسياه د زوئ د يهوداه د بادشاهۍ په تازه ورځو کښې دا پېغام يرمياه ته د مالِک خُدائ له طرفه ورکړے شو. ۲مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د خپل ځان دپاره جغ جوړ کړه او د څرمنې په تسمو سره يې په خپله غاړه کښې واچوه.“ ۳بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د ادوم، موآب، عمون، صور او د صيدا بادشاهانو ته د هغوئ د هغه سفيرانو په ذريعه پېغام ورواستوه څوک چې يروشلم ته د يهوداه د بادشاه صدقياه ليدلو له راغلى وُو. ۴هغوئ له دا پېغام د هغوئ د مالِکانو دپاره ورکړه چې دا هغه څۀ دى چې ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ يې فرمائى، ۵ما په خپل لوئ طاقت او زورَور لاس سره زمکه او په کښې ټول انسانان او ځناور پېدا کړل، او هر چا ته چې زما خوښه وى نو بيا دا هغوئ له ورکوم. ۶خو زۀ به اوس ستاسو ټول مُلکونه خپل خِدمت کوونکى نبوکدنضر د بابل بادشاه ته حواله کړم، تر دې چې زۀ به ځنګلى ځناور هم د دۀ تابعدار کړم. ۷ټول قومونه به د هغۀ خِدمت وکړى، او د هغۀ د زوئ او د نمسى به تر هغې پورې خِدمت کوى ترڅو چې د هغۀ د مُلک د ختمېدو دپاره مقرر شوے وخت نۀ وى راغلے. نو بيا به نور ډېر قومونه او لوئ بادشاهان راشى او بابليان به خپل غلامان جوړ کړى. ۸مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ چرې يو قوم يا بادشاهت د نبوکدنضر يعنې د بابل د بادشاه د خِدمت نه اِنکار وکړى او يا خپل څټ د هغۀ د جغ لاندې نۀ کړى، نو زۀ به بيا په هغه قوم جنګ، قحط او وبا را نازله کړم، ترڅو چې بابليانو هغه قبضه کړے نۀ وى. ۹نو بيا خپلو دروغژنو نبيانو، فالګرو، د خوب تعبير کوونکو، خپل قسمت معلومونکو او جادوګرو ته غوږ مۀ نيسئ، څوک چې تاسو ته وائى چې تاسو به د بابل د بادشاه خِدمت نۀ کوئ. ۱۰هغوئ تاسو ته د دروغو نبوت کوى او په دې خبرو به تاسو د خپل مُلک نه لرې وشړلے شئ، زۀ به تاسو خوارۀ وارۀ کړم او تاسو به تباه شئ. ۱۱خو کۀ کوم يو قوم هم خپل څټ د بابل بادشاه د جغ لاندې ښکته کړى او د هغۀ خِدمت وکړى، نو زۀ به دا قوم په خپله زمکه باندې پرېږدم چې هغه وکَرى او هلته اوسيږى.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده. ۱۲ما هم دا پېغام د يهوداه بادشاه صدقياه ته ورکړو. ما ورته ووئيل، ”خپل څټونه د بابل بادشاه جغ ته ښکته کړئ، د هغۀ او د هغۀ د خلقو خِدمت وکړئ، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ. ۱۳نو بيا ولې تۀ او ستا عوام دې په هغه جنګ، قحط يا وبا مړۀ شى په کومو چې مالِک خُدائ هر هغه قوم يروى څوک چې د بابل د بادشاه د خِدمت نه اِنکار کوى؟ ۱۴د دروغژنو نبيانو خبرو ته غوږ مۀ نيسئ څوک چې تاسو ته وائى چې د بابل د بادشاه خِدمت به نۀ کوئ، ځکه چې هغوئ تاسو ته دروغ وائى. ۱۵مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې، هغوئ ما نۀ دى درلېږلى. هغوئ زما په نوم د دروغو نبوت کوى. نو ځکه زۀ به تاسو د خپل مُلک نه وشړم، نو تاسو او هغه نبيان دواړه به هلاک شئ.“ ۱۶نو بيا ما اِمامانو ته ووئيل چې، ”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى، هغه نبيانو ته غوږ مۀ نيسئ چې څوک داسې وائى چې د خُدائ پاک د کور مقدس څيزونه به ډېر زر د بابل نه راواپس شى. هغوئ تاسو ته د دروغو پېشګويانې کوى. ۱۷هغوئ ته غوږ مۀ نيسئ، د بابل د بادشاه خِدمت کوئ، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ. نو بيا دې ولې دا ښار تباه او په کنډرو بدل شى څۀ؟ ۱۸کۀ چرې هغوئ په رښتيا سره پېغمبران وى او د مالِک خُدائ د خوا نه ورته کلام ورکړے شوے وى نو بيا دې هغوئ ما ته چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يم سوال او مِنت وکړى چې زۀ هغه پاتې شوى مقدس څيزونه بابل ته پرې نۀ ږدم چې هغوئ يوسى. او چې هغه په يروشلم کښې د مالِک خُدائ په کور او د يهوداه بادشاه په محل کښې پاتې شى. ۱۹نو مالِک خُدائ، ربُ الافواج د هغه څيزونو په حقله وفرمائيل کوم چې په يروشلم کښې پاتې وُو لکه د زېړو ستنې او د زېړو ډيګۍ، او د اوبو راوړلو ګاډۍ او نور سامانونه. ۲۰دا هم هغه پاتې شوى څيزونه دى کله چې نبوکدنضر بادشاه د يهوداه بادشاه، د يهويقيم زوئ يهوياکين او د يهوداه او يروشلم مشران سپين روبى ټول بابل ته بوتلل. ۲۱مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى هغه څيزونو په حقله کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې پاتې دى او د يهوداه او په يروشلم او د بادشاه په محل کښې پاتې دى، ۲۲دا سامانونه به بابل ته يوړے شى او دا به زما د راتلو د ورځې پورې هلته وى، مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، نو بيا به زۀ دا ټول سامان واپس راوړم او په دې ځائ کښې به يې ولګوم.“