د مالِک خُدائ د قوم عدالت کول
۱مالِک خُدائ فرمائى، ”آسمان زما تخت دے او زمکه زما د پښو چوکۍ ده. نو بيا هغه کور چرته دے چې تاسو يې زما دپاره جوړَوئ؟ هغه ځائ کوم دے چرته به چې زۀ آرام کوم؟“ ۲مالِک خُدائ فرمائى، ”ما په خپل لاس دا هر څۀ جوړ کړل، نو بيا دا په وجود کښې راغلل. زۀ د هغه خلقو خيال ساتم څوک چې عاجزان او توبه کوونکى دى، او زما د کلام په وړاندې د يرې نه ريږدى. ۳خو څوک چې غوَيے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې انسان حلال کړى، څوک چې يو ګډُورے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې د يو سپى څټ مات کړى، څوک چې د غلې نذرانه پېش کړى هغه داسې دے لکه چې د خنزير وينه پېش کړى، څوک چې خوشبوئى پېش کړى هغه داسې دے لکه چې بُت پرستى وکړى. دې خلقو خپلې غلطې لارې خوښې کړې دى، او د دوئ ځان په خپلو حرامو څيزونو خوشحاليږى. ۴زۀ به په هغوئ باندې لوئ مصيبت راولم، هغه ټول څيزونه چې دوئ ترې نه يرېدل. ځکه چې کله ما آواز ورکړو، نو هغوئ جواب رانۀ کړو، او چې کله مې ورسره کلام کولو، نو هغوئ اورېدو نه. او زما د سترګو په وړاندې هغوئ قصداً ګناه کوله او هغه څۀ به يې کول د څۀ چې هغوئ ته پته ده چې زۀ ترې نفرت کوم.“ ۵اے تاسو ټول څوک چې د مالِک خُدائ د کلام په وړاندې ريږدئ، د هغۀ کلام واورئ، ”ستاسو خپل خلق ستاسو نه نفرت کوى او زما د نوم له وجې تاسو د خپلوالۍ نه وباسى. هغوئ په تاسو پورې خندا کوى او وائى، مالِک خُدائ دې خپله لوئى ښکاره کړى چې مونږ ستاسو خوشحالى ووينو. خو هغوئ به په خپله د شرم سره مخ شى. ۶واورئ. په ښار کښې شور او غوغا، د خُدائ پاک په کور کښې آواز ته غوږ ونيسئ، دا د مالِک خُدائ آواز دے، خپلو دشمنانو له سزا ورکوى. ۷د ماشوم د پېدا کېدو درد نه مخکښې د يروشلم ماشوم وشو، د پېدايښت درد نه مخکښې د هغۀ زوئ پېدا شو. ۸چا داسې خبره اورېدلې ده؟ يا يې داسې څيز ليدلے دے؟ يو مُلک په يوه ورځ کښې پېدا کېدے شى؟ يا يو قوم په يوه لحظه کښې پېدا کېدے شى څۀ؟ خو صيون سره هم داسې شوى دى. د ماشوم د پېدا کېدو درد نه مخکښې د هغۀ ماشومان پېدا شول.“ ۹مالِک خُدائ فرمائى، ”ولې زۀ به دا قوم د پېدا کېدو حد ته راولم او بيا به يې پېدا کېدو ته نۀ پرېږدم؟ نه، هيڅکله نه.“ ستاسو خُدائ پاک فرمائى، ”زۀ به دا قوم هيڅکله د پېدا کېدو نه نۀ پاتې کوم. ۱۰اے هغه ټولو خلقو چې څوک د دې ښار سره مينه کوئ، د يروشلم سره خندا او خوشحالى وکړئ. اے هغه ټولو خلقو چې په دې باندې غمژن وئ، نو اوس ورسره خوشحالۍ وکړئ. ۱۱اوس به تاسو د هغې تسلۍ ورکولو والا سينې نه ښۀ په مړه ګېډه پئ وڅښئ، تاسو به د هغې ښائسته ډېرو پيو نه ښۀ خوند واخلئ.“ ۱۲مالِک خُدائ فرمائى، ”ګورئ، زۀ به د درياب په شان د يروشلم سلامتى زياته کړم، او د قومونو دولت به پرې لکه د سېلاب په شان راروان وى. بيا به تاسو د هغې سينه روئ، او هغه به تاسو په ډوډى ګرځوى، او په خپل غېږ کښې به مو ځنګوى. ۱۳لکه چې يوه مور خپل بچى له تسلى ورکوى، نو زۀ به په يروشلم کښې تاسو له داسې آرام درکړم. ۱۴کله چې تاسو دا څيزونه وګورئ نو ستاسو زړونه به خوشحاله شى، او د تازه شينکى په شان به زور کښې شئ. او هر څوک به ووينى چې د مالِک خُدائ لاس د هغۀ د خادِمانو سره دے، او د هغۀ غصه د هغۀ د دشمنانو خلاف ده. ۱۵ګورئ، مالِک خُدائ د اور په صورت کښې راروان دے، او د هغۀ جنګى ګاډۍ لکه د طوفان په شان غړمبيږى. هغه به سخت قهر سره او د اور د شغلو په شان سخت رټلو سره سزا ورکړى. ۱۶مالِک خُدائ به اور او خپلې تُورې سره د دُنيا عدالت وکړى، او ډېر خلق به د هغۀ د لاسه ووژلے شى.“ ۱۷مالِک خُدائ فرمائى، ”د هغه خلقو ختمېدل رانزدې دى څوک چې خپل ځانونه مقدس کوى او صفا کوى چې مقدسو باغونو ته لاړ شى او د هغې په مينځ کښې د بُتانو پيروى وکړى، د خنزير غوښه، ناولى څيزونه او منږکان وخورى. ۱۸ما ته د هغوئ د خيالونو او عملونو پته ده. زۀ ټول قومونه او جدا جدا ژبو وئيلو والا راغونډوم. هغوئ به راشى او زما جلال به ووينى. ۱۹زۀ به د هغوئ په مينځ کښې يوه نښه قائمه کړم. او په هغوئ کښې چې کوم ژوندى پاتې وى نو څۀ به ترې نورو قومونو ته ولېږم. هغوئ به ترسيس، ليبيا او لِديه چې په غشو او ليندو استعمالولو کښې تکړه دى، او توبل او يونان ته ولېږم. او هغه لرې مُلکونو ته به يې ولېږم چې هغوئ زما د شُهرت نه نۀ دى خبر او چې زما جلال يې هم نۀ دے ليدلے. هغوئ به دغه قومونو ته زما د لويئ اعلان وکړى. ۲۰هغوئ به ستاسو باقى پاتې خلق د هر يو قوم نه واپس راولى. هغوئ به يې په يروشلم کښې زما مقدس غر ته مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه راولى. مالِک خُدائ فرمائى، هغوئ به يې په آسونو، قچرو، اوښانو، جنګى ګاډو، نورو ګاډو داسې راولى لکه څنګه چې بنى اِسرائيليان په پاکو لوښو کښې زما کور ته د غلې نذرانې راوړى. ۲۱زۀ به د هغوئ نه څۀ کسان اِمامان او ليويان جوړ کړم. دا د مالِک خُدائ وينا ده.“ ۲۲مالِک خُدائ فرمائى، ”لکه څنګه به چې زما نوى آسمانونه او نوې زمکه زما په وړاندې قائمه وى، نو هم داسې به ستاسو اولاد او ستاسو نوم تر همېشه پورې قائم وى.“ ۲۳مالِک خُدائ فرمائى، ”د هرې نوې مياشتې په راختو او د هر سبت په ورځ به ټول خلق ما له راځى او زما عبادت به کوى. ۲۴کله چې هغوئ د ښار نه بهر ځى نو هغوئ به د هغه خلقو لاشونه ووينى چا چې زما خِلاف سرکشى کړې وه. کوم چينجى چې دغه لاشونه خورى نو هغه به هيڅکله نۀ مرى او کوم اور چې هغوئ سوزوى نو هغه به نۀ مړ کيږى. د هغوئ دا منظر به د ټولو انسانانو دپاره يروونکے وى.“