د مدد دپاره دُعا
۱په تاسو اسوريانو باندې افسوس، تاسو نور خو برباد کړل خو پخپله هيڅکله برباد نۀ شوئ. په تاسو باندې افسوس چې تاسو نورو سره دوکه وکړه حالانکه تاسو سره دوکه نۀ ده شوې. خو ستاسو نمبر به هم راځى. کله چې تاسو تباهى وکړئ نو تاسو به هم تباه شئ. کله چې تاسو د دوکې کار سر ته ورسوئ نو تاسو سره به هم دوکه وشى. ۲اے مالِکه خُدايه، په مونږ رحم وکړه، مونږ ستا په طمع يُو. هر سحر مونږ له طاقت راکوه. او د مصيبت په وخت کښې زمونږ خلاصونکے شه. ۳ستا د تندر په شان آواز اورېدو سره قومونه زغلى، ستا پاڅېدو سره هغوئ خوارۀ وارۀ شى. ۴ستا د لوټ مال دومره راجمع شى لکه چې ډېر چينجى راجمع شوى وى، او خلق په مالِ غنيمت باندې لکه د قحطۍ د مُولخانو ټوپونه وهى. ۵زمونږ مالِک خُدائ څومره لوئ دے. هغه پاس په عرش استوګنه کوى. هغه به يروشلم د اِنصاف او صداقت نه ډک کړى، ۶په هغه ورځ به هغه ستاسو مضبوط بنياد وى، هغه به تاسو له لوئ خلاصون، پوهه او حِکمت درکوى. د مالِک خُدائ يره به ستاسو خزانه وى. ۷خو اوس تکړه خلق په لارو کوڅو کښې ژړاګانې کوى. کومو سفيرانو چې د امن راوستلو کوشش کولو نو اوس هغوئ په چغو چغو ژاړى. ۸هغه سړکونه خوشې تشې پاتې دى او هيڅ څوک هم پرې سفر نۀ کوى. معاهدې ماتې شوې دى او په لوظُونو باندې عمل نۀ دے شوے. نور د يو کس عزت هم نۀ کيږى. ۹مُلک خوشے او وران ويجاړ پروت دے. د لبنان ځنګلونه اوچ شوى دى او د شارون آباده وادى د صحرا په شان ده او د بسن او د کرمل د غرۀ د ونو نه پاڼې غورزيږى.
د مالِک خُدائ خپلو دشمنانو له خبردارے ورکول
۱۰نو مالِک خُدائ فرمائى، ”اوس به زۀ عملى کار کوم. زۀ به تاسو ته وښايم چې زۀ څومره طاقتور يم. ۱۱تاسو اُميد سره يئ خو ستاسو په خېټه کښې اوچه ګياه ده او د پېدايښت په وخت به درنه صرف بوس پېدا کيږى. چې کله تاسو پوکے وهئ نو ستاسو ساه نه به اور جوړ شى او تاسو به ايرې ايرې کړى. ۱۲قومونه به په مکمل طور داسې وسوزى، لکه د ازغو د هغه بوټو په شان چې کټ کړے شى او اور ته وغورزولے شى. ۱۳اے هغه د لرې علاقو خلقو هغې ته غوږ کېږدئ څۀ چې ما کړى دى، او اے نزدې اوسېدونکو زما طاقت ومنئ.“ ۱۴د صيون ګناهګار خلق د يرې نه ريږدى. بېدينه خلق رپيږى او وائى، ”د خُدائ پاک تباه کوونکى اور په وړاندې څوک ژوندى پاتې کېدے شى؟ زمونږ د خلقو نه به څوک په داسې ابدى اور کښې ژوندى پاتې شى؟“ ۱۵خو هغه کس به ژوندے پاتې شى چې صداقت سره ژوند تېروى او رښتينے وى، غېر قانونى ګټه او رشوت نۀ اخلى، چې د قتل منصوبې نۀ جوړوى او د غلطو کارونو نه ځان ساتى. ۱۶نو بيا به دا خلق په اوچتو ځايونو کښې اوسيږى، هغوئ به دومره محفوظ وى لکه څومره چې په غرونو باندې پَخو قلعو کښې محفوظ وى. هغوئ ته به روټۍ ملاويږى او د اوبو به هيڅ کمے نۀ راځى.
مالِک خُدائ زمونږ بادشاه دے
۱۷تاسو به وګورئ بادشاه به د شان او شوکت سره په يو داسې مُلک باندې حکومت کوى چې تر لرې لرې پورې خور وى. ۱۸بيا به تاسو د يرې دا تېر وخت راياد کړئ او خپل ځان سره به ووايئ، ”د دشمن هغه لوئ آفسران چرته دى؟ محصُول اخستونکى چرته غېب شول؟ هغه آفسر چرته دے چې د برجونو حساب کِتاب به يې کولو؟“ ۱۹نو تاسو به نور د پردى مُلک هغه ظالمان ونۀ وينئ چې هغوئ داسې سخته ژبه وائى چې په هغې باندې تاسو نۀ پوهېږئ. ۲۰صيون ته وګورئ، دا هغه ښار دے چرته چې مونږ مذهبى اخترونه کوُو. يروشلم ته وګورئ، دا به د اوسېدو دپاره څومره محفوظ ځائ وى. دا به يو داسې خېمه وى چې هيڅکله به نۀ شى اخوا کولے، د دې موږى به کله هم نۀ راويستلے کيږى، او د دې پړى به هيڅکله نۀ شليږى. ۲۱هلته به مالِک خُدائ زمونږ لوئ بادشاه وى. هغه به لکه د حفاظت د لوئ سمندر په شان وى چې يو دشمن به هم ترېنه نۀ شى اوړېدے او نۀ به پرې د دشمن سمندرى جهازُونه ګرځېدے شى. ۲۲مالِک خُدائ به په خپله زمونږ قاضى، زمونږ حکمران، او زمونږ بادشاه وى، هغه به زمونږ خيال ساتى او مونږ به بچ کوى. ۲۳د سمندرى جهاز پړى ډيله دى، او د بادبان ستن يې خوَزى او بادبان يې خور شوے نۀ دے. مونږ به د خپلو دشمنانو ټول د لوټ مال دولت تقسيم کړُو او دا به دومره زيات وى چې ګوډ ته به هم په کښې خپله برخه مِلاو شى. ۲۴د صيون يو کس به هم بيا نۀ وائى چې، ”مونږ بيمار يُو،“ او مالِک خُدائ به د هغوئ ګناهونه معاف کړى.