د مالِک خُدائ دُنيا له سزا ورکول
۱ګوره، مالِک خُدائ به زمکه ورانه ويجاړه کړى او هم داسې شاړه به يې پرېږدى. هغه به د زمکې مخ کندې کپرې کړى او د دې خلق به خوارۀ وارۀ کړى. ۲هيڅ څوک به بچ پاتې نۀ شى، کۀ هغه اِمامان وى يا عام خلق، مالِک وى کۀ نوکر، مالِکه وى کۀ نوکره، خرڅوونکى وى يا اخستونکى، قرض ورکوونکى يا قرض اخستونکى، کۀ قرضدار وى او کۀ مالدار وى. ۳زمکه به په مکمل طور ورانه ويجاړه او لوټ کړے شى، مالِک خُدائ دا هر څۀ فرمائيلى دى. ۴زمکه اوچيږى او خُشکيږى، ټوله دُنيا به اوچه شى او مړاوې به شى، د دې لوئ لوئ خلق به فنا شى. ۵خلقو دُنيا پليته کړې ده ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک قانون مات کړے دے او هغه لوظ يې مات کړے دے کوم يې چې د همېشه دپاره ورسره کړے وو. ۶نو په دې وجه به زمکه لعنتى شى او نقصان به ورته ورسى، او چې د دې خلقو څۀ بد عمل کړے دے نو د هغې بدله ورته ملاويږى. نو په دې وجه د دُنيا خلق کم شول او ډېر لږ خلق ژوندى پاتې شول. ۷د انګورو بوټى اوچ شوى دى او مے کم شوى دى. هر څوک چې مخکښې خوشحاله وُو نو هغه اوس خفه دى، ۸او د هغوئ د رباب او د تمبل خوشحالۍ نه ډک سازونه او د جشن آوازونه بند شوى دى. ۹اوس خلق د ميو سندرې نۀ وائى، بلکې شراب په هغوئ باندې تراخۀ لګى. ۱۰شاړ ښار برباد شوے دے او د هر يو کور دروازه کلکه بنده ده چې څوک ورننه نۀ وځى. ۱۱په کوڅو کښې خلق چغې وهى چې مے ختم شوى دى. هره خوشحالى ختمه شوې ده، خوشحالى د زمکې نه ورکه شوې ده. ۱۲ښار په کنډر بدل شوے دے او د دې دروازې ذرې ذرې شوې دى. ۱۳نو په ټوله دُنيا کښې هر يو قوم سره به هم داسې کيږى. صرف لږ خلق به پاتې شى داسې لکه چې د زيتُونو راټولولو نه پس هم لږ پاتې وى او يا د انګورو د راشوکولو نه پس هم په باغ کښې يو څو دانې پاتې وى. ۱۴خو چې کوم لږ کسان ژوندى پاتې وى نو هغوئ به د خوشحالۍ سندرې وائى. څوک چې د نمرپرېواتۀ طرف ته وى هغوئ به د مالِک خُدائ لوئى بيانوى، ۱۵د نمرخاتۀ په طرف مُلکونو کښې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوئ. کوم خلق چې د سمندر په غاړه اوسيږى نو هغوئ دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوى، کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے. ۱۶مونږ د دُنيا د آخرى سرونو نه سندرې اورو، هغه سندرې چې صادق خُدائ پاک ته لوئى ورکوى. خو زما زړۀ د غمه ډک دے. زما دپاره ژاړئ ځکه چې زۀ دوړېږم. دوکې تر اوسه موجودى دى او هر طرف ته دوکه باز دى. ۱۷اے د دُنيا خلقو واورئ. يره، کندې او دامونه ستاسو دپاره تيار دى. ۱۸هر څوک چې د يرې نه تښتېدل غواړى نو هغه به په کنده کښې پرېوځى او هر څوک چې د کندې نه ځان خلاصوى نو په دام کښې به ګېريږى. د آسمان نه به ډېر دروند باران وريږى او د زمکې بنيادونه به ولړزيږى. ۱۹زمکه به وچوى، خوځيږى به او زنګيږى به. ۲۰زمکه به د شرابى نشه کوونکى په شان زنګيږى او داسې رپيږى لکه چې په طوفان کښې چې چوپال خوځيږى. دا د ګناه په وجه درَنه شوې ده، دا به راوغورزيږى او بيا به هيڅکله پا نۀ څى. ۲۱په هغه وخت به مالِک خُدائ آسمانى طاقتونو له او د زمکې بادشاهانو له به سزا ورکړى. ۲۲هغوئ به ګرفتار کړے شى او په يوه قېدخانه کښې به بند کړے شى او ښۀ موده پس به ورته سزا ورکړے شى. ۲۳نو سپوږمۍ به توره شى او د نمر رڼا به کمه شى، ځکه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج به حکومت کوى. هغه به په يروشلم کښې د صيون په غرۀ باندې د مشرانو په وړاندې شان او شوکت سره بادشاهى کوى.