WISDOM & POETRY

Proverbs 25

د حضرت سليمان نور متلونه

۱دا د سليمان نور متلونه دى، کوم چې د حزقياه کاتبانو د يهوداه بادشاه راجمع کړى دى. ۲دا د خُدائ پاک شان دے چې يوه معامله په راز کښې ساتى، خو د يوې مسئلې ښکاره کول د بادشاه عزت څرګندوى. ۳څومره چې آسمانونه اوچت او زمکه ژوره ده، هم دغه شان د بادشاهانو زړونه نامعلوم دى. ۴د سپينو زرو نه ملاوټ لرې کړه ترڅو زرګر ترې نه يو ښائسته لوښے جوړ کړى. ۵نو دغه شان د بادشاه د حضور نه بدکاران لرې کړه، نو د هغۀ حکومت به د صداقت په وجه قائم وى. ۶د بادشاه په حضور کښې د خپل ځان لوئى مۀ کوه، او مۀ د لويو خلقو په ځائ کښې وړاندې کښېنه. ۷دا به ښۀ وى چې هغه تا راوغواړى چې، ”دلته راشه،“ او نۀ دا چې هغه تا د مشرانو په وړاندې بې‌عزته کړى او ښکته دې کښېنوى. څۀ چې تا په خپلو سترګو ليدلى وى ۸نو هغه په عدالت کښې په تېزۍ سره مۀ وړاندې کوه، نو تۀ به په آخر کښې څۀ کوې کۀ چرې ستا ګاونډى تا ملامته کړى او بيا دې وشرموى؟ ۹کۀ تۀ خپل ګاونډى سره په يوه مقدمه کښې بحث کوې، نو په هغه وخت کښې د بل انسان راز ورته مۀ څرګندوه. ۱۰او کۀ چرې هغه دا واورى او تا وشرموى، نو بيا به تۀ خپله دا بدنامى هيڅکله ختمه نۀ کړې. ۱۱په ځائ خبره داسې وى لکه چې د سپينو زرو په لوښى کښې د سرو زرو مڼه وى. ۱۲د يو هوښيار سړى تنبيه د هغه غوږ دپاره څوک اورېدلے شى لکه د سرو زرو والۍ او يا د سوچه سرو زرو کالى په شان ده. ۱۳يو باورى پېغام وړونکے لکه د لو په موسم کښې د واورې د يخوالى په شان دے د هغه چا دپاره څوک چې هغه استوى، او هغه د خپل مالِک زړۀ يخوى. ۱۴لکه د هغه وريځ او هوا په شان چې باران نۀ ورَوى، هغه څوک دے چې د تُحفو ورکولو وعده کوى او بيا ‎يې نۀ ورکوى. ۱۵د صبر په وجه مشر هم قائليږى، او يوه نرمه خبره هډُوکى هم ماتوى. ۱۶کۀ چرې تا ته شهد مِلاو شى نو ضرورت نه زيات مۀ خوره، په زيات خوړلو به دا قے کړې. ۱۷د خپلو ګاونډيانو کور ته کم ورځه، کۀ چرې تۀ ډېر ورځې نو کېدے شى چې ستا نه نفرت شروع کړى. ۱۸څوک چې د خپل ګاونډى خلاف د دروغو ګواهى ورکوى هغوئ لکه د لَوړ، يا تُورې يا د تېرۀ غشى غوندې خطرناک وى. ۱۹لکه په خراب غاښ خوړل يا په ګوډه پښه تلل کول داسې دى لکه په سخت وخت کښې چې په ناباوره کس توکل کوى. ۲۰يو خفه کس ته چې څوک د خوشحالۍ سندرې وائى، نو هغه به داسې وى لکه چې د يو کس نه په يخ موسم کښې څادر اخوا کړى، او يا سرکه د هغۀ په زخم واړوى. ۲۱کۀ ستا دشمنان اوږى وى، نو هغوئ له خوراک ورکړه، کۀ چرې هغوئ تږى وى، نو هغوئ له اوبۀ ورکړه. ۲۲نو په داسې کولو سره تۀ د هغۀ په سر باندې به بل سکارۀ واړوې، او مالِک خُدائ به تا له اجر درکړى. ۲۳لکه څنګه چې د شمال هوا باران راولى، نو دغه شان پشى شا خبرې کول د خلقو مخ د غصې نه تک سور کړى. ۲۴دا بهتره ده چې د کوټې دپاسه په يو ګوټ کښې ځانله ژوند کوې نه چې په کور کښې د ژبه ورې ښځې سره اوسېږې. ۲۵لکه يخې اوبۀ چې د ستړى زړۀ دپاره ښې وى نو دغه شان يو ښۀ زېرے د لرې مُلک نه دے. ۲۶کۀ يو صادق انسان د بدکاره په سازش کښې راشى نو هغه بيا د ګنده چينې او يا خراب کوهى په شان وى. ۲۷دا ښۀ نۀ دے چې زيات شهد وخوړلے شې، او يا د ځان دپاره د حد نه زيات عزت وغواړې. ۲۸څوک چې خپل نفس نۀ شى قابو کولے هغه د هغه ښار په شان بې‌وسه دے چې دېوالونه يې غورزېدلى وى.