۱بېخونده کس هر څۀ د خپلې خوښې په مطابق کوى، او د هرې صحيح فېصلې مخالفت کوى. ۲کم عقل د پوهې نه خوند نۀ شى اخستے، خو هغه په خپلو نظريو څرګندولو خوشحاليږى. ۳کله چې بدکارى راشى نو رسوائى هم راځى، او د شرم سره سپکوالے راځى. ۴د انسان د خولې خبرې لکه ژورې اوبۀ دى، او د حِکمت چينه لکه بهېدونکې وله ده. ۵دا ښۀ خبره نۀ ده چې د مجرم طرفدارے وشى يا بېګناه د اِنصاف نه محروم شى. ۶د کم عقل خبرې جنګ جوړوى، او خپل ځان وهلو ته جوړوى. ۷د کم عقل خولۀ د هغۀ خپله تباهى ده، او د هغۀ خبرې د هغۀ د خپل ځان دام دے. ۸د غېبت کوونکى خبرې لکه د خوندور خوراک په شان وى، دا بلکل د سړى دننه بدن ته کوزيږى. ۹څوک چې په خپل کار کښې سست وى هغه لکه د هغه ورور په شان دے څوک چې تباهى راولى. ۱۰د مالِک خُدائ نوم مضبوطه قلعه ده، صادقان هلته منډه وهى او په حفاظت کښې وى. ۱۱د مالداره دولت د هغوئ دپاره د مضبوط ښار په شان وى او په دې خيال چې دا به د هغوئ د حفاظت يو اوچت دېوال وى. ۱۲د تباهۍ نه وړاندې د انسان زړۀ کښې کبر وى، خو د عزت نه وړاندې عاجزى راځى. ۱۳څوک چې د خبرې اورېدو نه مخکښې جواب ورکوى، دا د هغۀ کم عقلتوب دے او د هغۀ شرم دے. ۱۴د انسان روح بيمارى هم برداشت کولے شى، خو مات روح به څوک وزغمى؟ ۱۵هوښياران تل د عِلم حاصلولو په لټون کښې وى، او د هغوئ غوږونه د عِلم زده کولو دپاره تيار وى. ۱۶تحفه د انسان دپاره لار خلاصوى، او د هغۀ لاس تر غټو خلقو پورې رسوى. ۱۷څوک چې په عدالت کښې خپله دعوىٰ اول پېش کړى نو هغه صحيح ښکارى ترڅو چې بل څوک راشى او هغۀ نه تپوسونه شروع کړى. ۱۸په پچې اچولو جنګونه ختميږى، او د مضبوطو مخالفينو په مينځ کښې جنګ ختموى. ۱۹د يو خفه شوى ورور رضا کول د يو مضبوط ښار د فتح کولو نه سخت وى، او لانجې د قلعې دروازو ته اړمونه اچوى. ۲۰د خپلې خولې په مېوه انسان خپله خېټه مړه کړى او د خپلو شونډو په فصل هغه مطمئن شى. ۲۱په ژبه کښې د مرګ او ژوند طاقت شته دے، او څوک چې دې سره مينه کوى هغوئ ته به يې نتيجه مِلاو شى. ۲۲چا ته چې ښۀ ښځه مِلاو شوه دا د هغۀ دپاره خزانه ده، او هغه ورته د مالِک خُدائ د خوا نه برکت دے. ۲۳غريب سړے د رحم دپاره مِنت زارى کوى، خو مالداره سړے په سختۍ سره جواب ورکوى. ۲۴ځينې دوستان يو بل ته کنده کنى، خو رښتينے دوست د خپل ورور نه هم وفادار وى.