WISDOM & POETRY

Psalm 32

د حضرت داؤد يو زبور

د ګناه اقرار او معاف کېدل

۱بختور دى هغوئ د چا نافرمانى چې معاف شوه،

او د چا په ګناهونو چې پړده واچولے شوه.

۲نو څومره بختور هغه کس دے

د چا بد چې مالِک خُدائ حساب نۀ کړى

او څوک چې په خپل ژوند کښې ټګى نۀ کړى.

۳خو چې کله ما خپله ګناه پټوله،

نو زما بدن کمزورے کېدلو

او ټوله ورځ هډوکو به مې درد کولو.

۴هر کله چې شپه او ورځ

ستا د اصلاح دروند لاس په سر وو زما،

لکه په سختې ګرمۍ کښې زور شو ختم زما.

۵نو آخر هم ما د خپلې ګناه اقرار وکړو تا ته

خو ما پټې نۀ کړې خپلې خطاګانې له تا نه.

نو ما ووئيل خپل ځان سره چې، ”خپله سرکشى به مالِک خُدائ ته بيان کړم.“

نو بيا تا زما د ګناهونو خطا معاف کړه.

۶نو د دې دپاره هر څوک چې نېکان وى

هغوئ دې هم دا اوس دُعا وغواړى له تا نه،

بې‌شکه دوئ ته به ونۀ رسيږى تکليفونه کۀ هم راشى لوئ سېلابونه.

۷تۀ زما پناه ګاه يې او د تکليفونو نه دې بچ کړم،

او زۀ دې د کاميابۍ په نغمو کښې تاو کړم.

۸مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا ته ښۀ او نېغه لار ستا د ژوند دپاره دروښايم.

زۀ به تا ته نصيحت کوم او په تا به نظر ساتم.

۹د مست آس يا قچر په شان مۀ جوړېږئ

چې د واګو او قېزې نه بغېر نۀ قابو کيږى.

۱۰بدکارانو او شريرانو له غمونه ډېر وى،

خو د چا چې په هغۀ باندې توکل وى

د مالِک خُدائ مينه د هغۀ نه ګېرچاپېره وى.

۱۱نو په مالِک خُدائ کښې خوشحاله اوسئ،

تاسو ټول چې د هغۀ تابعدار يئ،

د خوشحالۍ چغې ووهئ، تاسو د چا زړونه چې صفا دى.