د اليهُو په حضرت ايُوب باندې اِعتراض کول
۱نو اليهُو خپله خبره جارى وساتله او وې وئيل، ۲”اے عقلمندو سړو، زما خبره واورئ، اے هوښيارانو ما ته غوږ ونيسئ، ۳ځکه چې غوږونه خبرې داسې معلوموى لکه څنګه چې ژبه د خوراک په خوند پوهيږى. ۴راځئ چې د دې پته ولګوو چې څۀ صحيح دى، راځئ چې ښۀ څيزونه زده کړُو. ۵ځکه چې ايُوب وئيلى دى چې زۀ بېګناه يم، او خُدائ پاک زما سره اِنصاف نۀ کوى، ۶زۀ بېګناه يم خو دروغژن ګڼلے شم، په ما کښې څۀ غلطى نشته، خو زما د زخم علاج نشته. ۷د ايُوب په شان څوک شته، چې په چا کښې زره غوندې ادب هم نۀ وى؟ ۸چې هغه د بدعملو سره ملګرتيا کوى او د بدمعاشانو سره ګرځى. ۹نو هغۀ دا هم وئيلى دى چې، ”د خُدائ پاک د راضى کولو څۀ فائده ده.“ ۱۰نو چې څوک عقل لرئ نو زما خبره واورئ، هر چا ته پته ده چې خُدائ پاک بدى نۀ کوى، او د قادر خُدائ دپاره ممکن نۀ دى چې هغه غلطى وکړى. ۱۱ځکه چې هغه د عملونو په مطابق خلقو له بدله ورکوى، او هغه شان سلوک ورسره کوى چې څنګه يې حقدار وى. ۱۲بېشکه، خُدائ پاک به بد عمل نۀ کوى، او قادر خُدائ د هيچا سره بېاِنصافى نۀ کوى. ۱۳هغۀ له د زمکې اختيار چا ورکړے دے، او دا ټوله دُنيا په خپل ځائ چا لګولې ده؟ ۱۴کۀ خُدائ پاک د خلقو نه روح واخلى، او د ژوند ساه ترې نه واخلى، ۱۵ټول انسانان به ختم شى، او ټول بنى آدم به خاورو ته واپس کيږى. ۱۶کۀ تاسو پوهه لرئ، نو دا خبره واورئ، زۀ چې څۀ وايم نو هغې ته غوږ کېږدئ. ۱۷چې خُدائ پاک پخپله اِنصاف نۀ کوى نو بيا هغه څنګه دُنيا چلولے شى؟ تاسو به هغه لويه هستى رد کوئ څوک چې صادق دے؟ ۱۸څوک چې بادشاه ته وائى چې تۀ بېکاره يې، او مشر ته وائى چې تۀ بدعمله يې، ۱۹څوک چې د حکمرانانو طرفدارى نۀ کوى، او د مالدارو خلقو طرفدارى د غريبانانو نه زياته نۀ کوى، ځکه چې ټول هغۀ پېدا کړى دى. ۲۰يو کس د شپې اچانک مړ کېدے شى، خُدائ پاک خلق ووهى او هغوئ هلاک شى، خُدائ پاک طاقتور خلق هم په آسانۍ سره وژلے شى. ۲۱ځکه چې د هغۀ نظر د بنى آدم په عمل باندې دے، او هغه د هغوئ هر قدم ته ګورى. ۲۲داسې تکه توره تيارۀ نشته چرته چې بدعمله خلق خپل ځانونه د هغۀ نه پټ کړى. ۲۳مونږ وخت نۀ مقرروو چې کله به د خُدائ پاک په وړاندې د عدالت دپاره راځو. ۲۴هغه د تپوس نه بغېر طاقتور راګزار کړى، او د هغوئ په ځائ کښې نور مقرر کړى. ۲۵هغه د هغوئ په کارونو خبر دے، هغه يې په شپه کښې لرې کړى او هغوئ تباه شى. ۲۶د هغوئ د بدعملۍ په وجه يې تباه کړى چې د نورو دپاره د عبرت سبب جوړ شى، ۲۷ځکه چې هغوئ د هغۀ د تابعدارۍ نه اوړى، او د هغۀ په حُکمونو باندې عمل نۀ کوى. ۲۸نو هغوئ غريبانان فرياد کولو ته جوړ کړل، چې دا فرياد خُدائ پاک ته ورسيږى. او هغۀ د ضرورتمندو خلقو فرياد واورېدو، ۲۹کۀ خُدائ پاک خاموش وى، نو څوک ورباندې اِعتراض کولے شى څۀ؟ کله چې هغه پناه شى، نو څوک يې ليدلے شى، کۀ هغه يو کس وى او کۀ قوم وى. ۳۰نو چې داسې د خُدائ پاک نه منکر خلق حکومت ونۀ کړى، او چې هغوئ خلق دوکه نۀ کړى. ۳۱خلق خُدائ پاک ته ولې نۀ وائى چې، ”مونږ ګناه کړې ده، خو مونږ به نوره ګناه نۀ کوُو“؟ ۳۲يا، ”ما چې کومه بدعملى کړې وى نو هغه ما ته وښايه، کۀ ما غلطى کړې وى، نو فوراً به يې پرېږدم“؟ ۳۳خُدائ پاک به ستا د خوښې دپاره خپل اِنصاف پرېږدى؟ خو تا هغه رد کړے دے. دا زما نه بلکې ستا فېصله ده، مونږ ته اوس ووايه چې ستا خيال څۀ دے؟ ۳۴چې څوک پوهه لرى نو هغوئ به ما ته ووائى، او هغه عقلمند چې ما ته غوږ ږدى نو هغوئ به ووائى، ۳۵”ايُوب د جهالت خبرې کوى، د هغۀ خبرې د کم عقلتوب نه ډکې دى.“ ۳۶ايُوب دې عدالت ته راوستلے شى او غټى نه غټه سزا دې ورکړے شى، ځکه چې هغه د بدعمله سړى په شان خبرې کوى. ۳۷ځکه چې هغه د سرکشۍ سره ګناه کوى، هغه ګستاخ دے، او هغه د خُدائ پاک خِلاف ډېرې خبرې کوى.“