HISTORY

2 Kings 21

د يهوداه بادشاه منسى

۱منسى د دولسو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او هغۀ په يروشلم پينځۀ پنځوس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور حفصيباه وه. ۲منسى د هغه قومونو پليت رِواجونه کول چې مالِک خُدائ د اِسرائيلو نه وړاندې شړلى وُو، او په دې کولو يې د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه. ۳هغۀ د غېرو قومونو د عبادت ځايونه بيا جوړ کړل کوم چې د هغۀ پلار حزقياه تباه کړى وُو، هغۀ د بعل د عبادت دپاره قربان‌ګاه جوړې کړې او د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب په شان د اشيرې بُت نښه يې جوړه کړه. منسى د ستورو عبادت هم کولو. ۴هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د غېرو قومونو قربان‌ګاه جوړې کړې، په هغه ځائ کښې چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، ”زما نوم به په يروشلم کښې همېشه باقى پاتې وى.“ ۵د مالِک خُدائ د کور په دوو دربارونو کښې هغۀ د ستورو د عبادت دپاره قربان‌ګاه جوړې کړې. ۶هغۀ خپل زوئ د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړو. هغۀ د کوډو او جادو نه کار واخستو او قسمت ښودونکو او فالګرو سره يې مشورې کولې. هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف لويه ګناه وکړه او د هغۀ غصه يې راوپاروله. ۷هغۀ د اشيرې بُت نښه د مالِک خُدائ په کور کښې کېښوده، چې د دې په حقله مالِک خُدائ داؤد او د هغۀ زوئ سليمان ته فرمائيلى وُو، ”په يروشلم کښې، په دې کور کښې هغه ځائ دے چې ما د بنى اِسرائيلو د ټولو دولسو قبيلو نه خوښ کړے دے چې چرته به زما د نوم درناوے کيږى. ۸او کۀ اِسرائيليان زما ټول حُکمونه منى او هغه ټول قانون ومنى چې زما خِدمت کوونکى موسىٰ هغوئ له ورکړے دے، نو هغوئ به د هغه مُلک نه نۀ شى شړلے چې ما د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړے وو.“ ۹خو د يهوداه خلقو د مالِک خُدائ تابعدارى نۀ کوله او منسى هغوئ د هغې نه هم لويو ګناهونو کولو طرف ته بوتلل چې کوم هغه قومونو کړى وُو چې مالِک خُدائ هغوئ د هغه مُلک نه شړلى وُو چې په کوم وخت کښې د هغۀ خلق مخ په وړاندې تلل. ۱۰د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، ۱۱”منسى بادشاه حرام کارونه کړى دى، د هغه کارونو نه هم ډېر بد چې کوم کنعانيانو کړى وُو، او هغۀ د خپلو بُتانو سره د يهوداه خلق د ګناه طرف ته بوتلى وُو. ۱۲نو زۀ مالِک خُدائ د اِسرائيل خُدائ پاک په يروشلم او په يهوداه يو داسې افت راولم چې هر څوک د دې نه خبر شى نو په هغوئ به وېښتۀ زيګ‌زيګ ودريږى. ۱۳زۀ به يروشلم له داسې سزا ورکړم لکه چې سامريه، د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب او د هغۀ اولاد له مې ورکړې وه. زۀ به يروشلم د دې د خلقو نه داسې خالى کړم، لکه چې څوک لوښے صفا کړى او په بل مخ يې واړوى. ۱۴چې کوم خلق ژوندى پاتې وى نو زۀ به يې پرېږدم او خپلو دشمنانو ته به يې حواله کړم، چې فتح يې کړى او د هغوئ مُلک لوټ کړى. ۱۵زۀ د خپلو خلقو سره داسې ځکه کوم چې هغوئ زما خِلاف ګناه کړې ده. او د هغه وخت نه چې د هغوئ پلار نيکۀ د مِصر نه راوتلى دى تر نن ورځې پورې يې زما غصه راپارولې ده.“ ۱۶منسى دومره ډېر بې‌ګناه خلق قتل کړل چې د يروشلم د يو سر نه تر بل سر پورې وينې بهېدلې، د دې نه علاوه هغۀ د يهوداه خلق د بُت پرستۍ طرف ته بوتلل او هغوئ يې دې ته جوړ کړل چې د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړى. ۱۷نور هر څۀ چې منسى کړى وُو، سره د هغه ګناهونو چې هغۀ کړى وُو، نو هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۱۸منسى مړ شو او د محل په باغ يعنې د عُزا په باغ کښې ښخ شو، د هغۀ زوئ امون د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.

د يهوداه بادشاه امون

۱۹امون د دوويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او دوه کاله يې په يروشلم بادشاهى وکړه. د هغۀ مور مسلمت وه چې د يُطبه د ښار د حروص لور وه. ۲۰د خپل پلار منسى په شان، هغۀ هم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه، ۲۱هغه د خپل پلار په نقش قدم باندې روان وو او چې د هغۀ پلار د کومو بُتانو خِدمت کړے وو نو هغۀ هم ورته سجدې لګولې. ۲۲هغۀ مالِک خُدائ، د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک رد کړو او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى يې وکړه. ۲۳د امون آفسرانو د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او په محل کښې يې ووژلو. ۲۴د يهوداه خلقو د امون قاتِلان ووژل او د هغۀ زوئ يوسياه يې د هغۀ په ځائ بادشاه جوړ کړو. ۲۵امون چې نور هر څۀ کړى وُو هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۲۶امون د عُزا د باغ په اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يوسياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.