HISTORY

2 Kings 20

د حزقياه بادشاه بيمارېدل او بيا روغېدل

۱په هغه ورځو کښې حزقياه بادشاه بيمار شو او مرګ ته نزدې وو. د آموص زوئ، يشعياه پېغمبر ورَغلو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې خپلې معاملې سمبال کړه. ځکه چې تۀ به مړ کېږې، تۀ به روغ نۀ شې.“ ۲حزقياه مخ دېوال ته واړولو او دُعا يې وکړه، ۳”مالِکه خُدايه، هغه راياد کړه، چې ما په ايماندارۍ او د زړۀ د اخلاصه ستا خِدمت کړے دے او ستا د رضا دپاره مې هر کار کړے دے.“ او هغۀ ډېر په چغو چغو وژړل. ۴يشعياه د بادشاه نه روان شو، خو هغه لا د محل د مرکزى دربار نه تېر شوے نۀ وو چې د مالِک خُدائ کلام پرې نازل شو، ۵”د مالِک خُدائ د خلقو بادشاه حزقياه له واپس لاړ شه او هغۀ ته ووايه، ما يعنې مالِک خُدائ، ستا د پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک ستا دُعا اورېدلې ده او ستا اوښکې مې ليدلې دى. زۀ به تا روغ کړم او په درې ورځو کښې به د مالِک خُدائ کور ته لاړ شې. ۶زۀ به ستا په عُمر کښې پينځلس کاله نور زيات کړم. زۀ به تا او د يروشلم دا ښار د اسور بادشاه نه بچ کړم. زۀ به د خپل عزت او د خپل خِدمت کوونکى داؤد د خاطره د دې ښار حِفاظت کوم.“ ۷بيا يشعياه د بادشاه کسانو ته وفرمائيل چې د هغۀ په دانه باندې د اينځر نه جوړ شوے مرهم ولګوئ، نو هغه به روغ شى. ۸حزقياه بادشاه تپوس وکړو، ”د دې ثبوت نښه به څۀ وى چې مالِک خُدائ به ما روغ کړى او په درېمه ورځ به د مالِک خُدائ کور ته لاړ شم؟“ ۹يشعياه ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به د دې نښه درته وښائى چې هغه به خپله وعده پوره کړى. نو ستا څنګه خوښه ده چې دا سورے لس قدمه مخکښې لاړ شى يا لس قدمه وروستو لاړ شى؟“ ۱۰حزقياه ورته وفرمائيل، ”دا آسان دى چې په پوړۍ باندې سورے لس قدمه مخکښې لاړ شى. دا لس قدمه وروستو بوځه.“ ۱۱يشعياه مالِک خُدائ ته سوال وکړو او مالِک خُدائ د احاز په پوړۍ باندې سورے لس قدمه وروستو بوتلو.

د بابل پېغام وړُونکى

۱۲تقريباً هم په هغه وخت د بابل بادشاه د بلدان زوئ، مرودک‌بلدان خبر شو چې حزقياه بادشاه بيمار دے، نو هغۀ ورله يو خط او يوه تُحفه ولېږله. ۱۳حزقياه پېغام وړونکو ته په خېر راغلے ووئيل او هغوئ ته يې خپل سرۀ زر، سپين زر، خپلې مصالحې او قيمتى تېل او خپل ټول فوجى سامان وښودلو. د هغۀ د ګودام په کوټو کښې يا د هغۀ د بادشاهۍ په بل ځائ کښې هم داسې څۀ نۀ وُو چې هغۀ ورته ښودلى نۀ وُو. ۱۴بيا يشعياه پېغمبر حزقياه بادشاه له لاړو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”دا سړى د کوم ځائ نه راغلى دى او هغوئ تا ته څۀ وفرمائيل؟“ حزقياه ورته ووئيل، ”هغوئ د يو لرې مُلک بابل نه راغلى دى.“ ۱۵يشعياه ترې نه تپوس وکړو، ”په محل کښې يې څۀ وليدل؟“ حزقياه بادشاه جواب ورکړو، ”هغوئ هر څۀ وليدل. زما په خزانه کښې داسې څۀ نشته چې ما ورته ښودلى نۀ وى.“ ۱۶بيا يشعياه بادشاه ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تعالىٰ داسې فرمائى چې ۱۷يو داسې وخت راروان دے چې ستا په محل کښې هر يو څيز، چې ستا پلار نيکۀ تر ننه پورې جمع کړى دى، نو هغه به بابل ته يوړلے شى. هيڅ به هم پاتې نۀ شى. ۱۸ستا څۀ اولاد به بوتلے شى او د هغوئ نه به خصيان جوړ کړے شى چې د بابل بادشاه په محل کښې خِدمت کوى.“ ۱۹نو حزقياه بادشاه د دې په مطلب پوهه شو چې د هغۀ په ژوند کښې به امن او تحفُظ وى، نو هغۀ ورته ووئيل، ”تا چې ما له د مالِک خُدائ نه کوم پېغام راوړے دے هغه ښۀ دے.“

د حزقياه د بادشاهۍ ختمېدل

۲۰نور هر څۀ چې حزقياه بادشاه کړى وُو، د هغۀ د بهادرۍ کارنامې او هغه حِساب کِتاب چې هغۀ ډنډ جوړ کړے وو او چې يو سورنګ يې کنستلے وو چې ښار له اوبۀ راولى، دا هر څۀ د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۲۱حزقياه مړ شو او د هغۀ زوئ منسى د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.