د حضرت سليمان محل
۱سليمان د خپل ځان دپاره هم يو محل جوړ کړو او په دې باندې ديارلس کاله ولګېدل. ۲-۳هغه محل چې ”د لبنان ځنګل“ بللے شو تقريباً پنځوس ګزه اوږد، پينځويشت ګزه پلن او پينځلس ګزه اوچت وو. د دې څلور قطاره د دِيار ستنې وې چې په هر قطار کښې پينځلس وې، چې د دِيار تيرونه پرې پراتۀ وُو. چت يې د دِيار وو، چې هغه تيرونه په ستنو باندې ولاړ وُو. ۴دواړو طرفونو ته په دېوالونو باندې درې قطاره کړکۍ وې. ۵د دروازو او کړکو څلور ګوټه چوکاټونه وُو او په درې قطارونو کښې يو بل ته مخامخ وُو. ۶سليمان د ستنو يو دربار جوړ کړو، چې پينځۀ اويا فټه اوږد او پينځۀ څلوېښت فټه پلن وو. د دې مخامخ يوه د ستنو برانډه او مخې ته يې يو دالان وو. ۷هغۀ د تخت کوټه هم جوړه کړه چې د اِنصاف دربار هم بللے شو، چرته چې سليمان لانجې هوارولې، چې د فرش نه تر سره پورې يې د دِيار تختې لرلې. ۸د اِنصاف د دربار نه وروستو په يو بل دربار کښې، د سليمان خپلې کوټې هم د نورو کوټو په شان وې. هغۀ د خپلې ښځې، د فِرعون د لور دپاره هم هغه شان کور جوړ کړو. ۹ټول عمارتونه او لوئ دربار د بېخ نه د چت لاندې حِصې پورې د ښو کاڼو نه جوړ وو. کاڼى په ناپ پرې کړے شوى وُو، بهرنى او دنننى مخونه يې په آرا برابر کړے شوى وُو. ۱۰بنيادونه يې د غټو او ښو کاڼو نه جوړ وُو، چې څۀ په کښې پينځۀ ګزه او څۀ څلور ګزه اوږدۀ وُو. ۱۱د دې دپاسه نور ښۀ کاڼى وُو چې په ناپ پرې کړے شوى وُو او د دِيار تيرونه وُو. ۱۲د محل دربار، د مالِک خُدائ د کور دنننے دربار او دې ته د ننوتو کوټې داسې دېوالونه لرل چې د پرې کړے شوو کاڼو د هرې درېمې ردې نه پس د دِيار يو تير په کښې لګېدلے وو.
د حيرام ذمه وارى
۱۳سليمان بادشاه يو سړے راوغوښتو چې نوم يې حيرام وو، هغه کاريګر د صور په ښار کښې اوسېدو، چې د زېړو په کار کښې ماهِر وو. ۱۴د هغۀ پلار د صور د علاقې د زېړو ماهِر وو، او مور يې د نفتالى قبيلې يوه کونډه وه. حيرام يو تکړه او تجربهکار ماهِر وو. هغۀ د سليمان دعوت قبول کړو چې د زېړو د ټول کار مشر شى.
د زېړو دوه ستنې
۱۵حيرام دوه د زېړو ستنې جوړې کړې چې هره يوه تقريباً نهۀ ګزه لوړه او شپږ ګزه ګېرچاپېره غټه وه او دا يې د مالِک خُدائ د کور د ننوتلو په ځائ کښې ولګولې. ۱۶هغۀ د ستنو دپاره دوه د زېړو سرونه هم جوړ کړل، چې هر يو اووۀ نيم فټه لوړ وو. ۱۷د هرې ستنې سر د تړلى شوى زنځيرونو په شکلونو باندې ښائسته کړے شوے وو، ۱۸او دوه قطاره د انارو هم. ۱۹د ستنې پاسنۍ برخه د نيلوفر د ګل په شان وه چې دوه ګزه لوړه وه، ۲۰او په يوه ګول حِصه کښې لګولې شوې وه چې دا د زنځير د شکل دپاسه وه. د ستنو په سرونو کښې ګېرچاپېره په دوو قطارونو کښې دوه سوه انار وُو. ۲۱حيرام د زېړو دوه ستنې د خُدائ پاک د کور د ننوتو ځائ په مخکښې ولګولې، د جنوب په طرف باندې د هغې نوم يکين وو او چې د شمال په طرف باندې وه د هغې نوم بوعز وو. ۲۲د ستنو سرونه د نيلوفر د ګلونو په شان وُو. نو داسې د ستنو کار مکمل شو.
د زېړو ډيګۍ
۲۳بيا حيرام د زېړو يوه ګول ډيګۍ جوړه کړه چې تقريباً درې ګزه ډُوبه وه، مينځ يې پينځۀ ګزه وو او ګېرچاپېره غټ والے يې پينځلس ګزه وو. ۲۴د ډيګۍ ګېرچاپېره په بهرنۍ ټوله څنډه باندې دوه قطاره چې په هر فُټ کښې شپږ شپږ د زېړو کدوان وُو، چې د ټولې ډيګۍ سره يوه توکړه جوړه شوې وه. ۲۵ډيګۍ د زېړو دولسو غوَيانو په شا باندې پراته وه چې مخونه يې بهر وُو، چې په څلورو طرفونو باندې درې درې وُو. ۲۶د ډيګۍ دېوالونه درې اِنچۍ غټ وُو. د دې څنډه د پيالۍ د څنډې په شان وه، چې د نيلوفر د ګلونو پاڼو په شان ښکارېده. په ډيګۍ کښې تقريباً څلوېښت زره ليټره اوبۀ راتلې.
د زېړو ګاډۍ
۲۷حيرام د زېړو لس ګاډۍ هم جوړې کړې، چې هره يوه تقريباً دوه ګزه اوږده، دوه ګزه پلنه او يو نيم ګز اوچته وه. ۲۸دا د څلور ګوټه تختو نه جوړې وې چې په چوکاټونو کښې لګولے شوې وې، ۲۹چې په دې تختو باندې د زمرو، غوَيانو او د وزرو والا مخلوق نمونې جوړ وُو، په چوکاټونو باندې بره او لاندې ګول ګُلکارى شوې وه. ۳۰د هرې ګاډۍ څلور د زېړو پايې او د زېړو سيخونه وُو. په هره ګاډۍ کښې يو ښانک د زېړو په څلورو تختو باندې لګېدلے وو، دا چوکۍ په ګول ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې. ۳۱د هرې ګاډۍ په سر د ښانک دپاره يو ګول چوکاټ وو. دا د ګاډۍ په سر اتلس اِنچې بره او اووۀ اِنچې لاندې تلے وو او ګېرچاپېره ګُلکارى ورباندې شوې وه. د ګاډو تختې ګول نۀ بلکې څلور ګوټه وې. ۳۲څلور پايې شپږويشت اِنچې اوچتې وې، دا د تختو لاندې وې او سيخونه د ګاډو سره يوه ټُکړه شوى وُو. ۳۳د دې پايې د جنګى ګاډو د پايو په شان وې، د دې سيخونه، ريمونه، د ريمونو تيلۍ او مينځنۍ حِصې هر څۀ د زېړو وُو. ۳۴د هرې ګاډۍ په څلورو ګوټونو کښې څلور ستنې وې، چې د ګاډۍ سره يوه ټُکړه وې. ۳۵د هرې ګاډۍ دپاسه ګېرچاپېره نهۀ اِنچې پلنې پټۍ وې، د دې ستنې او تختې د ګاډۍ سره يوه ټُکړه وې. ۳۶ستنې او تختې د وزرو والا مخلوق، زمرو او د کجورو ونو په شکلونو باندې ښائسته کړے شوې وې، چې چرته هم خالى ځائ وو نو ګول ګُلکارى ورباندې شوې وه. ۳۷لس واړه ګاډۍ داسې جوړې کړے شوې وې چې ټولې يو شان، په يو ناپ او يو شکل وې. ۳۸حيرام د لسو ګاډو دپاره يو يو ښانک جوړ کړو. چې د هر يو مينځ تقريباً دوه ګزه وو او اتۀ سوه ليټره اوبۀ په کښې راتلې. ۳۹هغۀ پينځۀ ګاډۍ د خُدائ پاک د کور جنوبى طرف ته ودرولې او نورې پينځۀ يې شمالى طرف ته ودرولې، هغه ډيګۍ يې نمرخاتۀ جنوبى طرف ته کېښودله.
د مالِک خُدائ د کور د سامان تفصيل
۴۰-۴۵حيرام لوښى، بېلچۍ او جامونه هم جوړ کړل. هغۀ د مالِک خُدائ د کور هغه ټول کار پوره کړو چې د سليمان دپاره يې کولو. هغۀ دا څيزونه جوړ کړل، دوه ستنې، د ستنو دپاره دوه د جامونو په شان سرونه، په هر يو باندې تړلى شوى زنځيرونه، څلور سوه د زېړو انار، چې د زنځيرونو نه ګېرچاپېره هر طرف سل سل په دوه قطاره کښې وُو، لس ګاډۍ، لس ښانکونه، ډيګۍ، دولس غوَيان چې ډيګۍ ورباندې پرته وه، لوښى، بېلچې او جامونه. حيرام چې سليمان بادشاه له د مالِک خُدائ د کور دپاره کوم سامان جوړ کړو هغه ټول د ځلېدونکى زېړو وو. ۴۶سليمان بادشاه دا هر څۀ د اُردن په مېدان، د سُکات او د ضرتان په مينځ کښې د خټې په قالب کښې جوړ کړل. ۴۷سليمان د زېړو دا څيزونه تللى نۀ وُو، ځکه چې دا ډېر زيات وُو، نو د دې وزن کله هم معلوم نۀ کړے شو. ۴۸سليمان د مالِک خُدائ د کور دپاره د سرو زرو دا سامان هم جوړ کړو، قربانګاه، خُدائ پاک ته د پېش کړے شوې روټۍ مېز، ۴۹لس ډيوټ چې د زيات مقدس ځائ په مخکښې لګېدلى وُو، چې پينځۀ په جنوبى طرف او پينځۀ په شمالى طرف باندې وُو، ګلونه، ډيوې او چمټې، ۵۰پيالۍ، د ډيوو سرپوښونه، جامونه، د خوشبويۍ لوښى او د بلو سکارو د وړلو دپاره لوښى، او د زيات مقدس ځائ د دروازو دپاره قبضې او د مالِک خُدائ د کور بهرنۍ دروازې. دا ټول سامان د سوچه سرو زرو نه جوړ وو. ۵۱کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور ټول کار ختم کړو، نو هغۀ د مالِک خُدائ دکور په خزانو کښې هغه ټول څيزونه کېښودل چې د هغۀ پلار داؤد مالِک خُدائ ته وقف کړى وُو. يعنې سپين زر، سرۀ زر او نور سامان.