حضرت داؤد او مفيبوست
۱يوه ورځ داؤد تپوس وکړو، ”د ساؤل د خاندان څوک پاتې دى؟ کۀ څوک وى نو د يونتن د خاطره به زۀ پرې مهربان شم.“ ۲د ساؤل د خاندان يو نوکر راوغوښتے شو چې نوم يې ضيبا وو. بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ ضيبا يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ستا خِدمت کوونکے حاضر يم.“ ۳بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”د ساؤل په خاندان کښې داسې څوک پاتې دے څۀ چې هغۀ ته وفادارى او مِهربانى وښايم، لکه څنګه چې ما د خُدائ پاک سره وعده کړې ده؟“ ضيبا جواب ورکړو، ”د يونتن يو زوئ تر اوسه پورې شته او هغه په دواړو پښو ګوډ دے.“ ۴بادشاه تپوس وکړو، ”هغه چرته دے؟“ ضيبا ورته ووئيل، ”هغه په لودبار کښې د عمىاېل زوئ مکير په کور کښې دے.“ ۵نو داؤد بادشاه هغه راوغوښتو. ۶کله چې د ساؤل نمسے او د يونتن زوئ مفيبوست راورسېدو، هغه داؤد ته د عزت نه ټيټ شو. داؤد وفرمائيل، ”مفيبوسته.“ او هغۀ ورته ووئيل، ”ستا خِدمتګار حاضر يم.“ ۷داؤد جواب ورکړو، ”يرېږه مه، ستا د پلار په وجه زۀ په تا مِهربانه يم. زۀ به تا له هغه ټوله زمکه واپس درکړم کومه چې ستا د نيکۀ ساؤل وه او تا ته به زما په دسترخوان باندې همېشه هرکلے وئيلے شى.“ ۸مفيبوست يو ځل بيا ټيټ شو او وې وئيل، ”صاحِبه، زما نه خو يو مړ سپے هم ښۀ دے، تۀ زما سره ولې دومره ښۀ يې؟“ ۹بيا بادشاه د ساؤل نوکر ضيبا راوغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د نېک نمسى، مفيبوست له هغه هر څۀ ورکوم چې هغه د ساؤل او د هغۀ د خاندان وُو. ۱۰تۀ، ستا زامن او ستا نوکران به د ساؤل د خاندان زمکه کَرى او فصل به يې راوړى چې هغوئ ته خوراک ملاويږى. خو مفيبوست به همېشه زما په دسترخوان باندې مېلمه وى.“ د ضيبا پينځلس زامن او شل نوکران وُو. ۱۱ضيبا ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ به هر هغه څۀ کوم چې تۀ يې حُکم کوې.“ مفيبوست د بادشاه په دسترخوان باندې د بادشاه د زوئ په شان خوراک کولو. ۱۲د مفيبوست يو زلمے زوئ وو چې نوم يې ميکا وو. د ضيبا د خاندان مکمل کسان د مفيبوست نوکران شول. ۱۳نو مفيبوست چې په دواړو پښو شل وو هغه په يروشلم کښې اوسېدو، هغۀ به همېشه د بادشاه په دسترخوان خوراک کولو.