د جنګ په حقله قانون
۱کله چې تاسو د خپلو دشمنانو خِلاف جنګ له ځئ او تاسو وګورئ چې د هغوئ جنګى ګاډۍ، آسونه او لښکر ستاسو نه زيات وى، نو د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو مل وى، چا چې د مِصر مُلک نه راوويستلئ. ۲د هغې نه مخکښې چې تاسو جنګ شروع کړئ، يو اِمام دې وړاندې راشى او لښکر ته دې ووائى، ۳اے بنى اِسرائيلو. واورئ، نن تاسو جنګ له روان يئ. مۀ بېزړۀ کېږئ، مۀ يرېږئ، مۀ بېحوصلې کېږئ او نۀ چې وارخطا شئ. ۴مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه به ستاسو د دشمنانو خِلاف جنګ کوى او فتح به درکړى. ۵بيا به آفسران په خپل تقرير کښې فوجيانو ته ووائى، په تاسو کښې داسې څوک شته چې کور يې جوړ کړے وى، خو وقف کړے يې نۀ وى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. کۀ هغه په جنګ کښې ووژلے شى، نو بل څوک به د هغۀ کور وقف کړى. ۶دلته داسې يو سړے شته، چې هغۀ د انګورو باغ کَرلے وى، خو دا موقع ورته نۀ وى مِلاو شوى چې انګور ترې نه راټول کړى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. کۀ هغه په جنګ کښې ووژلے شى، نو بل څوک به د هغۀ په ميو مزې وکړى. ۷دلته داسې څوک شته، چې کوژدن يې کړې وى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. ګنې، کۀ هغه په جنګ کښې ووژلے شى، نو بل څوک به د هغۀ د کوژدن شوې ښځې سره وادۀ وکړى. ۸آفسران به سړو ته دا هم ووائى، دلته داسې يو سړے شته، چې هغه يريږى يا يې زړۀ بائيللے وى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. ګنې، هغه به د خپل ځان په شان د نورو ملګرو زړونه هم کمزورى کړى. ۹کله چې آفسران د لښکر سره خپلې خبرې خلاصې کړى، نو د هرې قبيلې دپاره به مشران خوښ کړے شى. ۱۰کله چې تاسو په يو ښار باندې حمله کوئ، نو وړومبے هغه خلقو ته د تسليمېدو موقع ورکړئ. ۱۱کۀ هغوئ دروازې کولاو کړى او تسليم شى، نو هغوئ به ټول ستاسو غلامان وى او ستاسو دپاره به بېګار کوى. ۱۲خو کۀ د هغه ښار خلق تسليم نۀ شى او جنګ خوښ کړى، نو د خپل لښکر سره يې محاصره کړئ. ۱۳نو کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک وکړى چې تاسو هغه ښار قبضه کړئ، نو په دې کښې ټول سړى ووژنئ. ۱۴خو هغه ښځې، ماشومان، څاروى او چې په ښار کښې نور هر څۀ وى هغه د ځان دپاره اخستے شئ. تاسو د خپلو دشمنانو هر څيز استعمالولے شئ. مالِک خُدائ دا تاسو له درکړى دى. ۱۵تاسو به د هغه ښارونو سره داسې کار وکړئ کوم چې د هغه مُلک نه لرې دى چرته به چې تاسو اوسېږئ. ۱۶خو کله چې تاسو د هغه مُلک ښارونه قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو هر يو کس ووژنئ. ۱۷دا ټول خلق تباه کړئ يعنې حِتيان، اموريان، کنعانيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان، لکه څنګه چې مالِک خُدائ د دې حُکم درکړے دے. ۱۸دا خلق ووژنئ، نو هغوئ به تاسو د مالِک خُدائ خِلاف ګناهګار نۀ کړى چې تاسو ته هغه ټول بد عملونه وښائى چې هغوئ يې د خپلو معبودانو په عبادت کښې کوى. ۱۹کله چې تاسو د يو ښار د قبضه کولو کوشش کوئ، نو د هغه ځائ مېوه دارې ونې مۀ پرې کوئ، اګر چې محاصره د ډېر وخت پورې اوږده هم شى. مېوه يې خورئ، خو ونې مۀ تباه کوئ، ځکه چې ونې ستاسو دشمنانې نۀ دى. ۲۰تاسو هغه هره ونه راماتولے شئ کومه چې مېوه نۀ نيسى او د ښار د قبضه کېدو پورې تاسو هغه د محاصرې د دېوالونو دپاره استعمالولے شئ.